پېښور — په افغانستان د واکمنو طالبانو د حکومت او د چين چارواکي په بیجنګ کې د واخان کوريډور د اهميت، احتمالي ګټو او د دې کوريډور د پرانيستو پر امکاناتو غږیدلي دي.nnnد طالبانو د حکومت اؤ د چین د بهرنيو چارو د وزارتونو د اړوندو سياسي څانګو په مشرۍ د بشري مرستو او اقتصادي بيارغونې د رابطې ميکانيزمونو درېيمه ناسته په بیجينګ کې شوې ده.nnnڅېړونکي وایي د واخان کوریډور په پرانیستو کې د افغان طالبانو حکومت زیاته خوښي لري اؤ چین که د طالبانو د زړه ساتلو لپاره د واخان کوریډور پرانیستو ته اماده هم شي خو د امنیت له پلوه به یې د اندېښنې پر خپل ځای پاتې وي.nnnد طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو د وزارت ویاند عبدالقهار بلخي ویلي، په بیجنګ کې د طالبانو د حکومت اؤ چینایي چارواکو تر منځ ترسره شوې غونډه کې د واخان کوریډور د پرانستو په امکاناتو اؤ ګټو خبرې شوې دي خو هغه په دې اړه نور وضاحت نه دی کړی چې ددغه لارې پرانستو عمده ګټې به افغانستان ته څه وي اؤ چین ته به کومه ګټه په لاس ورشي.nnnپه افغان چارو ژور نظر لرونکی خبریال ښاغلی طاهر خان وي او ای ډيوه ته وایي د واخان لارې پرانستل کېدو سره به د کابل اؤ بینجنګ ترمنځ نیغ په نېغه تجارت پېل شي.nnnهغه وایي دا لاره به د تجارت لپاره ډیره ستره نه وي ځکه چې د چین برمدات اؤ صادرات نورو هیوادونو ته ډیر زیات دي خو بیا به هم ددې لارې یو سمبولیک ارزښت وي.nnnطاهر خان وایي افغانستان کې د طالبانو حکومت دا ګڼي چې که د وا خان لاره پرانستل شي نو افغان طالبان به هم دا ووایي چې اوس د دوي یوازې په یو یا په دوؤ هیوادونو د راهدارۍ تجارت اډاڼه پاتې نه دی بلکې نورې لارې هم ورسره شته.nnnد طاهر خان په خبره چین د افغانستان بدخشان ولایت سره لګیدلې د خپلې صوبې سنګیانګ له پلوه یو شمیر امنیتي اندېښنې لري “اؤ که چرې د طالبانو په خوښه د واخان کوریډور ته زړه ښه کړي نو هم ګمان نه کووم چې به دا ګنې د تجارت یوه لویه لاره وي”nnnد طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو د وزارت ویاند وایي په بینجنګ کې ترسره شوې په دې ناسته کې د بشري مرستو د ميکانيزم په برخه کې په تېرو دوو نيمو کلونو کې د طبيعي پېښو، د زوره د راستنو شوو کډوالو د ځای پر ځای کولو او د روغتيا په برخه کې د چين مرستو ته کتنه وشوه.nnnد طالبانو د خارجه وزارت د ویاند له مخې ،افغان پلاوي د چين د مرستو د مؤثريت د لا زياتېدو په موخه خپل وړانديزونه او سلا مشورې چينايي اړوندو لوريو سره شريک کړي دي اؤ چينايي لوري ژمنه وکړه چې افغانستان سره د چين بشري مرستې به د افغان لوري د اړتياوو او لومړيتوبونو په پام کې نيولو سره تنظيم کړي. nnnد ویاند له مخې ،چينايي لوري همداراز ژمنه وکړچې افغانستان ته په زوره د ورستنو کړل شوو کډوالو د مېشتېدو په برخه کې د چين د سل میلیونه يوانو مرستو کې به د افغان لوري وړانديزونه په پام کې ونيسي. nnnهمداراز د چين سره صليب ټولنې ژمنه کړې ده چې په چين کې د افغان ماشومانو د زړه د ناروغيو د درملنې د بيا پيلولو لپاره زمينه برابره کړي.nnnعبدالقهار بلخي په ایکس رسنۍ خپور کړي خپل بیان کې ویلي ،په دې ناسته کې د افغانستان د اقتصادي بيارغونې ميکانيزم په چوکاټ کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ پر زياتوالي په ځانګړې توګه چين ته د لا زیاتو افغان توکو د صادرولو د زمينې برابرولو، ظرفيت لوړونې او په افغانستان کې د کانونو او معاصرې سوداگرۍ په برخه کې د چين د پانګونې د فرصتونو په اړه هر اړخیزې خبرې شوۍ دي.nnnnn غونډه کې دواړو لوريو چين ته د افغانستان د جلغوزو له صادراتو وروسته د انارو د صادراتو د زمينې برابرولو هرکلی وکړو.nnnافغان لوري د چين په ملاتړ د طالبانو د حکومت په ګڼو وزارتونو او ادارو کې د ملکي مامورينو د ظرفيت لوړونې د روزنيزو پروګرامونو هرکلی وکړو. nnnپر دې سربيره، چينايي لوري ژمنه وکړه چې د افغانستان له اړتيا سره سم به افغان افغان زده کوونکو ته د سکالرشپونو لړۍ پراخه کړي.nnnویاند ویلي په دې ناسته کې د واخان کوريډور د اهميت او احتمالي ګټو او د دې کوريډور د پرانيستو پر امکاناتو هم بحثونه شوي خو په دې اړه یې نور تفصیلات مخې ته نه دي راوړي.nnnد 2021م کال په اګست کې پر افغانستان د طالبانو د دویم ځل واکمنېدو وروسته تر اوسه د دې ډلې حکومت هیڅ کوم هیواد یا نړیوالې ادارې په رسمیت نه دی پېژندلی.nnnکه څه هم ډېر هیوادونه په افغانستان کې سفارتونه او سیاسي دفترونه لري او بهرني چارواکي یې هم په منظمه توګه د طالبانو له چارواکو سره ویني خو چین یواځینی ملک دی چې په رسمي توګه یې د طالبانو سفیر منلی او خپل سفیر یې هم کابل ته لېږلی دی، خو وایي د طالبانو حکومت یې په رسمیت نه دی پېژندلی.nnnد امریکا په ګډون نړیوالې ټولنې په وار وار له طالبانو غوښتي دي که نړیوال رسمیت غواړي، باید د افغانستان د ښځو، نجونو او اقلیتونو د حقونو په ګډون د ټولو افغانانو حقونو ته درناوی وکړي، ټول شموله حکومت جوړ کړي او د القاعده په څېر له ترهګرو ډلو سره خپل روابط پرې کړي.nnnبیجینګ تېرکال طالبانو ته خبرداری ورکړی و چې د افغان ښځو په اړه د سخت دریځ له کبله به ونه شي کړای چې په ټولنې کې ومنل شي. خو چین لومړنی هېواد دی چې د طالبانو حکومت ته یې رسمآ خپل سفیر معرفي کړی. پاکستان، ایران او روس هم د طالبانو ډپلوماتان منلي دي خو د طالبانو حکومت یې لا په رسمیت پېژندلی نه دی.nnnچین په افغانستان کې د کانونو د استخراج په ګډون په یو لړ پروژو کې پانګونه کړې ده او تجارتي راکړه ورکړه هم ورسره لري.nnnد طالبانو حکومت هم ویلي دي چې غواړي رسمآ د چین د «یو کمر بند او یوه لار» په پروژې کې داخل شي.