غسل په لغت کې مينځلو ته وايي او په شريعت کې د ناپاکې لري کولو او ثواب حاصلولو لپاره په يوه خاصه طريقه د ټول بدن مينځلو ته غسل وايي .
د غسل د مشروعيت ليل ، لقوله سبحانه وتعالی :[وإن كنتم جنباً فاطهروا] (المائدة:۶)
يعنې : او که وی تاسې جنبان نو ښه ځان پاک کړئ (غسل وکړئ ) .
غسل څه وخت فرض کيږي :
۱- په خوب کې احتلام چه څه خوب وويني يا خوب ونه ويني خو په جامه يې د احتلام اثر وي غسل ورباندې فرض دی خو که خوب ووني مګر په جامه يې کوم اثر نه وي غسل ورباندې نشته .
۲- کله چه خاوند له ښځې سره يوځای شي (د نر شرمګاه د ښځی په شرم ګاه کې داخل شي ) که انزال وشي يا ونه شي غسل ورباندی فرض دی همدارنګه د لواطت لغتي عمل هم همدا حکم لري.
په دليل د دغه حديث :«إذا التقى الختانان فقد وجب الغسل، وإن لم ينزل» (المسلم)
۳- د حيض او نفاس څخه ورسته غسل کول فرض دي .
په دليل د دغه قول د الله تعالی: [ و لا تقربوهن حتی يطهرن ] (البقرة:۲۲۲).
او هر چې نفاس دی هغه د څو حيضونو د وينې جمع ده .
۴- په شهوت سره د منی وتل که په مباشرت سره وي يا کومه بله ناولې شيطانی ذريعه سره .
په څلورو ذکرشويو صورتونو کې غسل کول فرض دي ، د مسلمان د مړي لپاره غسل واجب دی او د جمعې د لمانځه لپاره ،د اخترونو د لمانځونو د پاره ،د احرام د تړلو په وخت او عرفات کې غسل کول سنت دی ، همدارنګه د امام ابوحنيفه په نزد نوي مسلمان شوې کس د پاره غسل کول سنت او مستحب دی .
دغسل فرضونه :
۱- د پوزې پرېمنځل
۲- دخولې پرېمنځل
۳- د ټول بدن پرېمنځل چه د يوه ويښته قدرې ځای هم وچ پاتې نشي حتی د نوکونو لاندې بيخو ته د اوبو رسول اوهمدارنګه د نامه غوټی او دغوږونه مينځ ته ، سر ، ږېرې ، وريځو د ويښتانو بيخونو ته د اوبو رسول ضروری دي.
د مسلمانې بی بی که ويښتان خلاص وي ټول ويښتان او د ويښتانو بيخونو ته به اوبه رسوي خو که کوڅۍ وي نو يواځې به د ويښتانو بيخو ته اوبه رسوي که د کوڅيو په موجوديت کې د ويښتانو بيخو ته اوبه و نه رسي نو بيا به خپلې کوچۍ خلاصوي .
د غسل سنت :
۱- د خدای (جل جلا له ) د رضا لپاره د پاکۍ نيت کول .
۲- دواړه لاسونه ترمړوندو مينځل.
۳- د ټول بدن دری ځله مينځل .
۴- اودس کول .
۵- په بدن يا جامه که څه پيلتي او نجاست تويې وي د هغه لرې کول.
۶- په تشناب کې لمبل اوهلته د جامی اغستل ( د ستر ساتل سنت دي ).
د غسل آداب :
۱- په ناستي سره غسل کول ۲- ډيری اوبه نه مصرفول ۳- د بدل ښه موښل ۴- په داسې ځای کې غسل کول چه د خلکو نظر ورباندې پرې نه وځي .
او په اوداسه کې چې کوم شيان مکروه دي هغه په غسل کې هم مکروه دي .
د غسل د ادا کولو ترتيب :
دغسل کولو سنته طريقه دا ده چه اول به دواړه لاسونه د مړوندو سره ومينځي – بيا به خپل شرم ګاه پريمنځي – بيا په جامه يا بدن که پيلتي تويې شوی وي د هغه پريمنځل بيا اودس کول – بيا په ټول بدن دری ځله اوبه اچول د اول ځل اوبو اچولو وروسته به ټول بدن وموښي ترڅو کوم ځای وچ پاتې نشي دوهم او دريم ځل به هم ښه کوښښ وکړي چه کوم ځای وچ پاتې نشي .
دا ترتيب بی بی عايشې رضی الله عنها او بی بی اسماء رضی الله عنها له رسول الله صلی الله عليه وسلم څخه روايت کړی دی :
عَنْ مَيْمُونَةَ رَضِيَ الله عَنْهَا زَوْجِ النَّبِيِّ صلی الله عليه وسلم قَالَتْ: تَوَضَّأَ رَسُولُ اللَّهِ صلی الله عليه وسلم وُضُوءَهُ لِلصَّلاةِ، غَيْرَ رِجْلَيْهِ، وَغَسَلَ فَرْجَهُ وَمَا أَصَابَهُ مِنَ الأَذَى، ثُمَّ أَفَاضَ عَلَيْهِ الْمَاءَ، ثُمَّ نَحَّى رِجْلَيْهِ، فَغَسَلَهُمَا، هَذِهِ غُسْلُهُ مِنَ الْجَنَابَةِ. (بخارى:249)
عَنْ عَائِشَةَ رَضِيَ الله عَنْهَا زَوْجِ النَّبِيِّ صلی الله عليه وسلم: أَنَّ النَّبِيَّ صلی الله عليه وسلم كَانَ إِذَا اغْتَسَلَ مِنَ الْجَنَابَةِ، بَدَأَ فَغَسَلَ يَدَيْهِ، ثُمَّ يَتَوَضَّأُ كَمَا يَتَوَضَّأُ لِلصَّلاةِ، ثُمَّ يُدْخِلُ أَصَابِعَهُ فِي الْمَاءِ فَيُخَلِّلُ بِهَا أُصُولَ شَعَرِهِ، ثُمَّ يَصُبُّ عَلَى رَأْسِهِ ثَلاثَ غُرَفٍ بِيَدَيْهِ، ثُمَّ يُفِيضُ الْمَاءَ عَلَى جِلْدِهِ كُلِّهِ. (بخارى:248)
ژباړه : رسول الله صلی الله عليه وسلم به چې د جنابت غسل کولو لومړی به يې لاسونو وينځل ، بيا به يې شرمګا او نجاست مينځل بيا به يې د لمانځه د اوداسه په شان اودس کولو ، بيا به يې ګوتې په اوبو کې د ننه کولې او د سر ويښتان به يې موښل د ويښتانو بخونو ته به يې اوبه رسولې بيا به يې په سر دری ځله اوبه اچولې بيا به يې په ټول بدن اوبه اچولې .
غسل عبادت دی هر عبادت به د رسول الله صلی الله عليه وسلم په طريقه تر سره کيږي
د جنابت په حالت کوم اعمال حرام دي :
۱- لمونځ کول ، سجده تلاوت او داسې نور …
۲- د کعبې شرېفې طواف کول .
۳- د قرآنکريم د مصحف مسحه کول
۴- جومات تلل