مولوي عنایت الله علمي د افغانستان مشهور دیني عالم د خلفای راشدینوؓ سیرت کې د حضرت عمر فاروقؓ د خلافت د لومړیو شپو کېسه داسې بیانوي “خلکو حضرت عمر فاروقؓ پېژانده، حضرت عمرفاروقؓ قوی، جبار، او شدید سړی ؤ(شدت څخه هدف داده چې د دین کوچني نقطه یې هم ډېره جدي نیوله او د دین له زرې زرې څخه نه تېرېده) حضرت عمر فاروقؓ ته چې کوم رعب او دبدبه اللهﷻ ورکړې وه ټول خلک ورڅخه ډارېدل او اللهﷻ يې د ټولو خلکو زړنو کې رعب اچولی ؤ، خو حضرت ابوبکر صدیقؓ بیا ډېر رحم دله، نرم، او په زړه نازک انسان ؤ، د حضرت ابوبکر صدیق رضی الله عنه د خلافت زمانه کې کله به چې حضرت ابوبکر صدیقؓ باندې(بیرون) را ووت نو د چم ګاونډ ماشومانو به پسې منډې وهلې بابا بابا نارې به یې ورته کولې، خو کله چې حضرت ابوبکرصدیقؓ وفات او حضرت عمرفاروقؓ خلیفه شو. کیسه برعکس شوه د حضرت عمرفاروقؓ د رعب او پرتم په سبب د خلافت لومړیو ورځو کې ټول خلک ورڅخه ډارېدل حتی د اصحاب کرامو مشران به چې یو ځای کې ناست ؤ هغوی به سره خواره شول، وېرېدل چې هسې نه حضرت عمرفاروقؓ راشي او موږ کې کوم خلاف کار وويني نو بیا به سخته سزا راکړي.
همدې حالت جریان درلود هرچا کوښښ کاؤ چې حضرت عمرفاروقؓ سره ځان مخامخ کړي…!
څو ورځې په همدې حالت تېرې شوې، حضرت عمر فاروقؓ سره فکر پیدا شو چې ما څخه خلک دومر ډاریږي هسې نه چې زه په نا پامې کې ناراوا حکم وکړم او خلک به له ډار څخه څه نشي راته ویلای ظلم به راڅخه ترسره شي.
په همدې فکر کې ؤ چې یوه ورځ یې امر وکړ ټول اصحاب کرام راغونډ شئ د یوې مهمې خبرې لپاره…
کله چې اصحاب کرامؓ را غونډ شول حضرت عمرفاروقؓ له خطبې وروسته خلکو ته وويل
اې خلکو!
که زه ستاسې په مینځ کې په ناروا یا ظلم حکم وکړم ستاسې غبرګون به څه وي؟
ټول خلک وېرېدل هیچا ځواب ورنکړ
دوهم وار یې بیا دغه پوښتنه تکرار کړه بیا هم چا ځواب ورنکړ، په دریم وار یې بیا تکرار کړه نو *د غونډې له مینځ څخه یو صحابیؓ پاڅېده او حضرت عمرفاروقؓ ته یې وویل “والله یا امیرالمؤمنین” که تا دونیا ته په خپلو لاسونو وویل چې داسې(چپ طرف ته یې اشاره وکړه) موږ به په خپلو تورو درته ووایو چې داسې(د غاړې پرې کیدو ته يې اشاره وکړه)
حضرت عمرفاروقؓ خپل غږ لوړ کړ او په هغه سړي یې نعره کړه تاڅه وویل؟(غوښتل یې هغه صحاب وبیروي)
هغه ورته وویل په والله که تا موږ ته په ناراوا حکم وکړ موږ به دې سر در پرې کړو.
حضرت عمرفاروقؓ چې دا له غیرت څخه ډک ځواب واوریده نو الحمد الله یې وویل، او اصحاب کرامو ته یې وویل چې زه په همدغه بیریدم چې داسې نه وي ناروا کې واقع شم او تاسې مې مخنیوئ ونکړې خو اوس چې پوی شوم چې داسې خلک ستاسې مینځ کې شته نو زړه مې تسل شو.
خبره مې تر دې کوله چې همدا د اصحاب کراموؓ د بریا راز ؤ، موږ چې حضرت عمرفاروقؓ یادؤ’ هغه د دیني درجې ترڅنګ د ځمکې پرمخ د خپل وخت تر ټولو ستر واکمن او ستر فاتح هم ؤ، فاروق اعظمؓ هغه څوک ؤ چې د فارس مکمله امپراتورۍ یې په څه کم دونیمو کلونو کې مکمله فتحه کړه داسې فتحه چې تاریخ کې سارئ نلري.
په سیاسي لحاظ حضرت عمرفاروقؓ دهغه وخت تقریباً د(70) سلنه ځمکې حکمران ؤ افغانستان د هغه د خلافت یو کوچني ولایت کې راته.
هغوی دا کامیابیانې په څه حاصلې کړې وې؟
څه تأثیر ؤ چې د وخت ترټولو قوی او متمدنه امپراتورۍ یې په دونیمو کالونو کې له مینځه یوړه؟
هغه مهال یواځې جزیرة العرب کې مسلمانان ؤ نفوذ یې هم ډېر کم ؤ ، په ټکنالوژیکي لحاظ هم وروسته پاتې ؤ، مګر نن عصر کې 57 اسلامي ملکونو کې دوه میلیارده مسلمانان دي، هغوی(اصحاب کراموؓ) تقریبا ټوله نړۍ فتحه کړه د اوس وخت مسلمانان یو کوچنۍ ملک نشي فتحه کولای؟
علت یې څه دی؟
علت یې دادی چې اصحاب کرامو ځانونه د ملت خادمین ګڼل، هغوی خپل نفسونه ذلیل کړي ؤ، د نفس او دشیطان یې نه منله هماغه ؤ چې اللهﷻ په دونیا او آخرت عزت وکړی ؤ او دی. نو که موږ او تاسې هم غواړو چې اللهﷻ د دونیا او آخرت عزت راکړي باید خپل نفسونه ذلیل کړو، نیوکه ومنو او اصلاح یې کړو، چوکۍ غنیمت نه بلکې مسؤلیت وګڼو، ځانونه د ملت حکمرانان نه بلکې د ملت خادمان وگڼو که داسې مو وکړل د دونیا او آخرت کامیابي به زموږ په برخه وي.
یو اړین وضاحت
موږ باید سالمه نیوکه او تبلیغات وپیژنو، سالمه نیوکه دېته وايي چې د یو غیر صحیح کار د اصلاح لپاره ته مسؤل کس سره په پټه خبر وکړې تر څو هغه کار اصلاح شي، دا سالمه نیوکه شوه. مسؤل کس یې باید په ورین تندي نیوکه ومني او اصلاح یې کړي.
تبلیغات دېته وايي چې د مسؤل کس پر ځای ته په رسنیو کې د هغې غلطي تبلیغ شروع کړي دا بیا سالمه نیوکه نه بلکې تبلیغات دي او نظام پسې منفي تبلیغات جرم دی، ځکه ددې کار تر ګټې تاوان زیات دی. ټول مسلمانان باید په نظام پسې له منفي تبلیغاتو ځان وساتي.
وما علینا الاالبلاغ…!