د اسلام له نظره د رواني، فکري او تبلیغاتي جګړې اهمیت

ممکن رواني جګړه ځینو خلکو ته یو کم اهمیته څیز معلوم شي یا هم ځینې خلک ممکن تر اوسه هم دې فکر کې وي چې رواني جګړې ته د اسلام مبارک دین خاصه توجه نده کړې، خو حقیقت کې داسې نده د اسلام مبارک دین کامل او شامل دین دی، د ژوند ټولو چارو اړوند ضروري موارد او کلي اصول پکې موجود دي. د اسلام مبارک دین رواني، فکري او تبلیغاتي جګړې ته پوره پوره توجه کړې چې د نن ورځې د بحث موضوع مو همدا ده. د رواني جګړې په باره کې الله ﷻ په قرانکریم کې داسې فرمايي «وَأَعِدُّوا لَهُمْ مَا اسْتَطَعْتُمْ مِنْ قُوَّةٍ وَمِنْ رِبَاطِ الْخَيْلِ تُرْهِبُونَ بِهِ عَدُوَّ اللَّهِ وَعَدُوَّكُمْ وَآخَرِينَ مِنْ دُونِهِمْ لَا تَعْلَمُونَهُمُ اللَّهُ يَعْلَمُهُمْ وَمَا تُنْفِقُوا مِنْ شَيْءٍ فِي سَبِيلِ اللَّهِ يُوَفَّ إِلَيْكُمْ وَأَنْتُمْ لَا تُظْلَمُونَ» سورة الانفال، (۶۰) نمبر آیت ـ
ژباړه: او تیار کړئ د هغوی (دښمنانو) لپاره هر څه چې له وسه مو کېږي د طاقت (زور، قوت) څخه، او له تیار ساتل شوو آسونو څخه، چې په دې سره د الله دښمنان، ستاسو د ښمنان، او نور داسې خلک ووېرول شي چې تاسې یې نه پېژنئ، خو الله یې پېژني. او هر څه چې تاسې د الله په لاره کې ولګوئ، هغه به تاسو ته پوره درکړل شي، او له تاسو سره به هېڅ ډول ظلم(د بدلې په ورکړې کې کمی) نه کېږي.

مفتي محمد شفیع رحمه الله په معارف القران تفسیر شریف کې د دې آیت شریف تفسیر داسې لیکي چې« په مسلمانانو د ا فرض ده چې د کفارو مقابل کې د جهاد لپاره تر خپل وسه امکانات او لوازم برابر کړي، دلته چې الله جل جلاله (مَا اسْتَطَعْتُمْ) قید لږولی نو د جهاد لپاره دا لازمي نده چې حتماً دې ستاسې او د کفارو طاقت او لوازم یو برابر وي بلکې مسلمانان په دې مکلف دي څومره یې چې آخري اندازه وسه وي امکانات دې برابر کړي که څه هم له کفارو څخه کم وي لکه«د بدر او احد غزاء کې» باقي به الله جل جلاله نصرت کوي. په دې آیت شریف کې الله ﷻ مسلمانانو ته د جهاد باره کې دا پیغام ورکوي چې تاسې مه داسې کیږئ چې خپله د الله جل جلاله نصرت په تمعه کرار ناست یئ، لکه بني اسرائیل او نه هم داسې کیږئ چې د تاسې اسباب له کفارو څخه کم وي نو ووايي چې شرایط ندي اماده باید له کفارو سره جګړه و نه کړو، بلکې تل تر خپلې وس پورې اسباب برابروئ له اسبابو برابرېدو وروسته په الله جل جلاله توکل او تل کفارو سره جهاد کوئ الله جل جلاله به مو نصرت کوي. او بل دلته الله جل جلاله (من قوة) لفظ استعمال کړی یعنې د مقابلې قوت جمعه کړئ د مقابلې قوتونه له وخت او زمان سره فرق کوي مثلاً پخوا زمانو کې د مقابلې قوت: توره ، نیزه، غشي، منجنیق، دبابه، او فیلان ؤ، خو اوس توپ، ټانکونه، الوتکې، توغندي او دېته ورته نور له عصري ټکنالوژي سره تړلي وسایل دي، نو د دغه شیانو حاصلول او د دغه شیانو د حاصلولو لپاره ذریعه او لارې برابرول، تر خپل وسه له وسایلو برابرېدو وروسته د الله جل جلاله په لار کې جهاد کول دا په مسلمانانو داسې فرض دي لکه فرضي لمونځ.
بله دا چې الله جل جلاله د(تُرْهِبُونَ) لفظ کارولی یعنې وېره ور واچوئ یا هم و بېروئ د الله جل جلاله دوښمنان او خپل دوښمنان، په دې ځای کې خو بل لفظ هم راتلی شوای مثلاً که الله جل جلاله فرمايي وای ووژنئ د الله جل جلاله دوښمنان او خپل دوښمنان یاهم ووهئ د الله جل جلاله دوښمنان او خپل دوښمنان خو دلته چې الله جل جلاله د وېرولو ویلی نو د رواني جګړې اهمیت ته اشاره کوي( د جنګ او د دفاع د اسباب جمع کولو اصلي مقصد قتل او قتال ندی بلکې کفر او شرک کمزوری، مرعوب او مغلوب کول دي او داځينې وخت یواځې د رواني جګړې او قلم په واسطه هم کېدای شي او ځینې وخت قتل او قتال ضروري وي هرڅنګه چې صورة حال وي د هغه مطابق دفاع کول فرض دي.» دلته اللهﷻ د دوښمن په وېرولو یا هم په رواني لحاظ د دوښمن په اغیزمن کولو امر کړی. یعنې د دوښمن وېرول او هغه پر وړاندې رواني جګړه هم جهاد دی.
د رواني او تبلیغاتي جګړې په اړه رسول اللهﷺ فرمايي «جَاهِدُوا الْمُشْرِكِينَ بِأَمْوَالِكُمْ وَأَنْفُسِكُمْ وَأَلْسِنَتِكُمْ» رواه ابوداود ونسایی. یعنې کفارو سره جهاد په مالونو، ځانونو او ژبو سره(تلبیغاتي،فکري او رواني) جهاد وکړئ. بغیر له دېڅخه ګڼ شمېر نور آیتونه او احادیث په دې دلالت کوي چې رواني او فکري جګړه د جهاد له ډولونو څخه یو ډول دی خو د بحث اوږدېدو له وجهې موږ ورڅخه تېریږو اوس عمل کې چې اسلام کې کومې رواني جګړې ترسره شوي د مثال په توګه يې څو دانې ذکر ڪؤ.

د رسول اللهﷺ رواني جهاد:
د رسول اللهﷺ په غزواتو کې د فکري او رواني جهاد ډېر زیات مثالونه لیدلی شو خو دلته یې څو دانې د مثال په شکل ذکر کؤ؛
د مکې مکرمې د فتحې په ورځ رسول اللهﷺ علیه واله وسلم حضرت عباسؓ امر کړ چې د مکې مکرمې مشر(ابوسفیان) د مسلمانانو د لښکر تېرېدو لار کې ودروي. کله چې رسولﷺ د مسلمانانو لس زره کسیز لښکر د ابو سفیان له مخې په تېریدو امر کړ نو ټولی ټولی یې کړ او خورا منظم د فوځي نمایش په شکل د ابو سفیان له مخې تېر شو چې ابو سفیان یې په لیدلو سره سخت ؤ وېرېده او د جګړې اراده يې زړه کې ختمه شوه دا په حقیقت کې د رسول اللهﷺ رواني جهاد ؤ چې په رواني لحاظ یې د کفارو مشران او لښکر مرعوب او مغلوب کړ.

● یا هم د تبوک غزا ته له دېرش زره کسیز لښکر سره د رسول اللهﷺ وتل د دې په خاطر چې رومیان او د عربو طاغي او باغي قبایل و ؤېروي تر څو د اسلامي ریاست رعب او پرتم په ټول جزیرة العرب پرېوځي.

● د خندق غزاء کې رسول اللهﷺ حضرت نعیم ابن مسعودؓ امر کړ چې د کفارو د لښکرو ترمنځ بې اعتمادي او تفرقه واچوي چې دا هم د رسول اللهﷺ له فکري او رواني جهادونو څخه ګڼلی شو.

 

د ملائکو رواني جهاد:

د اسلام په تاریخ کې ملائکو هم رواني جګړه کړې په ځینې غزواتو کې ملائکي د دې لپاره نصرت ته راکوزې شوي چې د کفارو زړونو کې رعب او ډار واچوي چې ښه مثال یې موږ د حنین غزاء ورکولای شو.

د حنین غزاء کې چې د مسلمانانو شمېر (۱۲۰۰۰) کسان ؤ . او ځینو به ویل چې د ډېروالي په سبب ماته نه خورو اللهﷻ په مسلمانانو امتحان راوست په لومړۍ حملې سره یې ماته وخوړه او ځينې خو آن تر مکې مکرمې ورسېدل، دلته نو نبي کریم صل الله علیه واله وصحبه وسلم له ډېر کم شمېر اصحاب کرامو سره د دوښمن شل زره کسیز لښکر ته یواځې په میدان پاتې شو، نبي علیه السلام خپله قاتره د کفارو په طرف ورځغلوله او دا شعار یې وایه( انا النبي لا کذب، انا ابن عبدالمطلب) په همدغه وخت کې د الله جل جلال له طرف د جګړې میدان ته ملائکې راغلي مسلمانانو یوه سیاهي ولیده چې وادي حنین ته راکښته شي او شاوخوا خوره شي، کله چې دا سیاهي مسلمانانو ته ورنږدې شي نو مسلمانان ویني چې د جنګ میدان تورو غټو میږیانو نیولی، اصحاب کرامو به د میږیانو د ډېروالي په سبب خپل کالي څنډل، مګر کفارو بیا یو لوی لښکر ولیده چې سپین کالي یې اغوستې ؤ په ابلقو آسانو سپاره د کفارو په طرف حمله کوونکی ور رهي ؤ، کفارو چې دا حال ولیده په تېښتې یې شروع وکړه او نتیجه کې د کفارو لښکر ماته وخوړه، مسلمانانو چې د میږیانو په شکل او کفار چې د لښکر په شکل لیدلی ؤ هغه اصلاً د ملائکو لښکر ؤ چې د کفارو د وېرولو لپاره رانزل شوی ؤ دې غزاء کې ملائکو جنګ ونکړ صرف وېرول یا رواني جګړه یې وکړه.

 

د اصحاب کرامو رضی الله عنهم اجمعین راوني جهاد:

اصحاب کرامو رضی الله عنهم اجمعین هم په غزواتو کې رواني، تبلیغاتي او فکري جګړې ته ډېر زیاته توجه کړې چې دلته یې صرف څو مثالونه ذکر کؤ؛
• حضرت خالد ابن ولید رضی الله عنه چې کله د موته غزاء کې د مسلمانانو درې زره کسیز لښکر د کفارو د یو لک کسیز لښکر مقابل کې ماته خوړونکی ولیده نو له شپو څخه یو شپه حضرت خالد ابن ولید رضی الله عنه د کفارو زړه کې د وېرې اچولو په خاطر د لښکر برخې بدلې کړې میسره یې میمنې ته راوسته، میمنه یې میسرې ته، مؤخره مقدمې ته راوسته، مقدمه یې مؤخرې ته. کفار چې سهار راپورته کیږي نو نوي بیرغونه او نوی لښکر ويني او دا فکر کوي چې دا نوی لښکر راغلی زړه کې یې وېره او ډار غالبیږي.
• د قادسېې په غزاء کې چې د مسلمانانو دېرش زره کسیز لښکر د کفارو د دولکه اویازره کسیز لښکر مقابل کې جنګېده نو کله چې حضرت هاشم رضی الله عنه له شام څخه د مسلمانانو کومک ته ور روان ؤ خپل لښکر یې وړو وړو ټولیو ته ووېشه چې د جنګ په ورځې لحظه په لحظه یو لښکر چې دوړو کې به پټ ؤ او د تکبیر نعرې به یې وهلې د مسلمانانو له لښکر سره به یو ځای کېده دا حقیقت کې د حضرت هاشم رضی الله عنه کوچنی لښکر ؤ خو د کفارو د وېرولو لپاره یې دانقشه جوړه کړې وه، یا هم په همدغې غزاء کې حضرت قعقاع رضی الله د فارسیانو د فیلانو وېرولو لپاره اوښان په دومره رعب ناکه شکل جوړ کړل چې د فارسیانو ټول فیلان ورڅخه وتښتېدل، دا او دېته ورته ډېر زیات مثالونه شته چې د اصحاب کرامو لخوا په رواني، فکري او تبلیغاتي جهاد دلالت کوي.

 

له دېڅخه سربېره د اسلام په تاریخ کې د وخت مجاهدینو هر وخت فکري رواني او تبلیغاتي جګړې ته په کامله معنا سره توجه کړې او موږ هم باید په کامله معنا توجه ورته وکړو* ، مګر نن ورځ د رواني جګړې ډول، وسایل او طریقې فرق کوي د رسول الله صل الله علیه وسلم وخت کې چې رواني، تبلیغاتي او فکري جګړه د آوازي په اچولو، مخامخ وېرولو، شعر، خط لېږلو او استازي لېږلو سره کېدله رسو الله صل الله علیه واله وسلم له دغه ټولو لارو چارو څخه استفاده کړې ده.

د رسول الله صل الله علیه وسلم په زمانه کې شاعر داسې ؤ لکه اوس وخت کې راډیو یا ټلویزیون ځکه شاعر د شعر ویلو په واسطه پیغام تر ډېرو ځایونو رسولای شوای، د سیرت کتابونه کیسه رانقلوي کله چې حضرت حسان رضی الله ایمان راوړ نو رسوال الله صل الله علیه وسلم ورته وویل چې ستا نوم څه دی؟ هغه ویل حسان بن ثابت؛ رسول الله صل الله علیه وسلم ته یې چې ډېر خوند ورکړ نو ورته ویې ویل هغه شاااااعر(د شاعر نوم یې ډېر په خوند او اوږد واخیست)؟ حسان رضی الله وویل هو، نو رسول لله صل الله علیه وسلم ډېر زیات خوشحال شو ځکه هغې زمانې کې شاعر د یوې راډیو یا رسنۍ حیثیت درلود، همداسې رسول الله صل الله علیه وسلم د دین رسولو تبلیغاتي فکري او رواني جهاد لپاره بادشاهانو ته خطونه استولي، مخامخ یې بېرولي، د استازو په واسطه یې بېرولي هغې زمانې کې چې څومره رسنۍ وې رسو الله صل الله علیه وسلم د دین په دعوت، تبلیغ او رواني جهاد کې ورڅخه استفاده کړې.

لکه څنګه چې په هغې زمانې کې رسول الله صل الله علیه وسلم د رواني فکري او تبلیغاتي جهاد لپاره له ټولو رسنیو استفاده کړې اوس باید مسلمانان د خپل عصر له ټولو وسایلو څخه د دین په رسولو، خپرولو او دوښمن وېرولو کې استفاده وکړي، هغه که اخبار، که راډیو، ټلویزیون، فیسبوک، ټوېټر، یوټیوب، تلیګرام او یا هره رسنۍ وي باید د دین په خپرولو او د کفر د وېرولو برخه کې له اسلامي اصولو سره سم باید استفاده ورڅخه وشي او دغه استفاده په مسلمانانو لازمي امر دی چې باید ویې کړي.

لکه څنګه چې د اعداد په اړه آیت شریف کې راغلي چې د دوښمن د وېرولو لپاره اعداد وکړي نو رواني تبلیغاتي او فکري جګړه هغه وخت ترسره کېدای شي او هغه وخت ډېر اثر لري چې موږ اعداد کړي وي او داسې یو شی ولرو چې د هغه په واسطه دوښمن ؤ وېرؤ، دغسې په خالي لاس یو وخت هم دوښمن نشي وېرول کیدای، د نن ورځې اعداد او د پخوا اعداد سره ډېر فرق کوي پخوا به یواځې نظامي اعداد هم بسنه او کفایت کؤ خو نن ورځ د نړۍ په پرمختګ سره اعداد ډېر اړخونه خپل کړي چې په لاندې ډول یې مطالعه کؤ؛

 

۱ـ نظامي اعداد: نظامي اعداد خو موږ ټول پېژنو چې فزیکي قوت چمتو کولو او ځان د نظامي وسایلو په استعمال او جنګي فنونو سمبالولو ته وايي.

 

۲ـ ټکنالوژیکي اعداد: نن ورځ د اعداد له شاخو څخه یوه مهمه شاخه علمي او فني اعداد دی، داچې اوس د ټکنالوژي عصر دی جهاد په ټانک،توپ، الوتکې او کمپیوټر سره کیږي نو د جهاد ترسره کولو لپاره د دغو علومو او فنونو زده کړه په مسلمانانو فرض ده، دا فنون نن ورځ په دوښمن د غلبې او د جهاد لپاره ذریعه ګرځېدلي، که په دې فنونو موږ سمبال شو نو کولای شو چې دکفارو پر وړاندې ډېر مؤثر او مثمر جهاد ترسره کړو. او د دې په فنونو په سمبالېدو سره موږ کولای شو چې د ښمن مرعوب او مغلوب کړو.

 

۳ـ علمي اعداد: اوس وخت کې یو شمېر علوم په جهاد کې نهایت مهم دي مثلاً: که اقتصاد دې نه وي قوي جنګ نشي کولای، پرمختللی طب ونلرې ډېر زخمیان به دې ضایع کیږي، پرمختللې انجینرۍ ونلري د خپل ځان لپاره قوي استحکامات نشې جوړلای، پرمختللي او په اسلامي عقېدې/فکر مزین مکاتب او پوهنتونو ونلرې نشې کولای چې د جهاد لپاره وسایل چمتو کړې، پرمختللي رسنۍ او مسلکي خبرنګاران ونلرې نشي کولای چې د دوښمن په وړاندې تبلیغاتي او رواني جګړه تر سره کړې، ښه کیمیا پوهان ونلرې کیمیاوي وسلې نه شې جوړولای، ښه فزیک پوهان ونلرې اتومي اسلحې نشې جوړولای په داسې حال کې چې دغه ټول امکانات ستا له دوښمن(کفارو) سره شته نو د فرضي جهاد زریعه او لوازم برابرول هم فرض دي دا پر موږ فرض ده چې تر خپل وسه د دوښمن د مقابلې لپاره دغه ټول شیان آماده او تیار کړو. خو دا نه چې موږ دې حمتاً د کفارو اندازې ته ورسېږو بلکې خپل اخري اندازه کوښښ باید وکړو له اخري اندازې کوښښ او اعداد وروسته په الله جل جلاله توکل وکړو او خپل جهاد ته ادامه ورکړو، او سمهال چې موږ د تړون او اعداد حالت کې یو نو په دغه برخه کې پر موږ کار کول بېخي لازمي دي که چېرته لټي او سستي وکړو الله جل جلاله به هرو مرو پوښتنه راڅخه کوي.

 

۴ـ فکري اعداد: د انسان فکر ډېر مهمه ده که د یو انسان فکر له هرې عقېدې او مفکورې متأثره وي نو په شعوري او غیر شعوري ډول همغې مفکورې او عقېدې ته کار کوي، په حقیقت کې د انسان فکر د انسان کنټرولر دی، فرضاً که موږ په امریکا کې یو کس په خپل فکر و روزو نو امریکا کې به بغیر له کومې بدلې موږ ته کار کوي، همداسې برعکس لکه زموږ ټامیان، نو فکري اعداد بې نهایت مهم دی، که موږ غواړو چې راتلونکي کې د اسلام مبارک دین او خپلو خلکو ته یو نه هېرېدونکی خدمت وکړو باید په مدرسې، مکتب، پوهنتون، او ټولو تعلیمې ځایونو حتا د کورسونو په نصابونو کې خپل اسلامي او امارتي افکار ور داخل کړو او د دوښمن افکار ورڅخه وباسو، یعنې د مکتبونو، پوهنتونو او کورسونو نصابونه مو باید داسې جوړ وي چې په تخنیکي او علمي برخه کې له خورا پرمختللو ملکونو څخه راخیستل شوی نصاب وي خو په فکري، دیني او فرهنګې برخه د هغوی هیڅ اثر پکې نه وي بلکې کوم مضامین چې فکر، فرهنګ، تاریخ ا و دین سره تړاو لري هغه باید په کامله معنا له خپل اسلامي او ملي فرهنګ څخه واخیستل شي.

 

۵ـ عقیدوي اعداد: که موږ غواړو چې پرمختګ وکړو اسلام ته یو واقعې خدمت وکړو نو باید خپلې عقیدې ته خدمت وکړو دعقایدو برخه کې کتابونه په خپلو ژبو تصنیف کړو، رسنۍ فعالې کړو، په نصابونو کې خپل عقاید داخل کړو تر څو زموږ ټول ملت په اسلامي صحیحې عقېدې وروزل شي د دې تر څنګ کوم غلط او پردې عقاید او باورونه زموږ او ستاسې د خلکو مینځ ته راغلي د هغو د مخنیوی او اثراتو لمنځه وړولو لپاره باید لازم اقدامات وکړو دا صرف یو نظر، خبره، یا لیکنه نده دغه شیان پر موږ فرض دي چې باید ویې کړو .
له دغه اعدادونو وروسته موږ او تاسې کولای شو چې دوښمن مغلوب مرعوب او زلیل کړو، ترڅو چې مو وسایل نه وي تر لاسه کړي او اعداد ته مو په پوره معنا توجه نه وي کړي موږ نه شو کولای چې دوښمن مرعوب او مغلوب کړو، تر هغه به زموږ رواني، تبلیغاتي او فکري جګړه غیر مؤثره وي چې موږ قوة نه وي چمتو کړی.

 

*په موږ کې رایج غیر شعوري سیکولریزم:*

په سیاست کې د دین نه مداخلې ته سیکولریزم وايي، سیاست کې د دین مداخله یعنې اقتصاد کې د دین مداخله، په علم او ټکنالوژي کې د دین مداخله، په نصاب او کتاب کې د دین مداخله، په طب او انجینري کې د دین مداخله، په ادارې او مدیریت کې د دین مداخله …

اسلام کامل او شامل دین دی د ژوند ټولې چارې پکې را نغښتل شوي او د ژوند د ټولو چارو اړوند کًلي اصول پکې موجود دي، خو بدبختانه نن ورځ اکثره مسلمانان د اسلام په حقیقي روح او مزاج نه پوهیږي دوی داسې فکر کوي چې دغه عصري علوم او وسایل له اسلام کوم تړاو نلري، او یا هم ځينې مسلمانان داسې فکر کوي چې اسلام باید له عصري علومو او ټکنالوژي څخه منزوي شي، یا هم عصري فنون او وسایل باید د ژوند د ضرورت مطابق تر لاسه شي، خو اسلام په دې اړه د لازمیت حکم نلري. د ا په حقیقت کې غیر شعوري سیکولریزم دی. اسلام د ژوند په ټولو چارو کې مداخله کوي د اسلام غوښتنه داده چې د وخت علم، وسایل او ټکنالوژي څخه باید منزوي نه شو بلکې د وخت مطابق هر څه د اسلام په ګټه و څرخؤ. (ټکنالوژي، علم، طب هرڅه تر لاسه کړه، زده یې کړه، د اسلام د غلبې لپاره یې استعمال کړه.)

له ډېرو خلکو څخه به مو اورېدلی وي چې د ملا یې په طب څه؟ یا هم د ملا له انجینري سره څه ؟ دا اصلاً غیر شعوري سیکولریزم دی چې موږ کې رایج شوی موږ داسې فکر کؤ چې دغه طب، انجینري، فزیک او داسې نور شیان له اسلام سره اړیکه نلري یا هم اسلام د دې شیانو د حاصلولو غوښتنه نه کوي، خو حقیقت برعکس دی اسلام وايي هرڅه کې مداخله وکړه، زده یې کړه، حاصل یې کړه او د اسلام د غلبې لپاره یې استعمال کړه.
وما علینا الالبلاغ…

دعوت نیوز در شبکه های اجتماعی

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

📛 تاسو د کاپي کول اجازه نه لری!
محتوای این وب‌سایت محفوظ است. لطفاً بدون اجازه، آن را کپی نکنید.