د یاداښت د له منځه وړلو ټیکنالوژي (The memory erasure technology) په تړاو مې ولوستل چې د Gamma knife په نامه ځانګړی ماشین د ځینو نورو کوچنیو الاتو سره په ګډه کولای شي، چې د انسان له حافظې څخه د ماضي یاداښتونه لرې کړي. هغه یاداښتونه چې د ځانګړي احساس (feeling) سره تړلي وي (مینه)، کیدلې شي، د ځینو نښو په لیدلو سره ډېر ژر د انسان یاداښت ته راشي او په دې وخت کې انسان ته ډېره شدیده ضربه هم ورکړي.
یاد ماشین دا وړتیا لري چې له حافظې څخه ټول یادښتونه پاکې کړي.