د ګرم موسم په رارسېدو سره د خوړو، په ځانګړي ډول د غوښې ساتنه ډېر اهمیت پیدا کوي. تودوخه د میکروبونو او باکتریاو د چټک زیاتېدو لامل کېږي، چې د غوښې د خرابېدو او د بېلابېلو ناروغیو سبب ګرځي.
غوښه څنګه وساتو؟
• غوښه له حلالولو وروسته ژر تر ژره یخچال یا فریزر ته انتقال کړئ.
• د یخچال تودوخه باید ۴ درجې سانتي ګراد یا تر دې کمه وي.
• که غوښه د اوږدې مودې لپاره ساتئ، په فریزر کې یې کېږدئ.
• غوښه په پاکو او کلکو تړل شویو لوښو یا کڅوړو کې واچوئ.
• خامه غوښه له پخو خوړو، مېوو او سبزیجاتو جلا وساتئ.
• د غوښې پرې کولو لپاره کارېدونکې تخته او چاقو له استعمال وروسته ښه ومینځئ.
• په مستقیم لمر یا ګرمو ځایونو کې غوښه مه پرېږدئ.
• که غوښه یخه شوې وي او بیا ویلې شي، بیا یې مه کنګلوئ.
د خرابې غوښې نښې:
بد او نااشنا بوی
د رنګ بدلون (شنه، خړ یا تور رنګ)
چسپناکه یا لنده سطحه
د چینجیو یا کرمونو موجودیت
د غوښې غیرطبیعي بڼه
د خرابې یا کرم لرونکې غوښې زیانونه:
• د معدې شدید درد
• اسهال او کانګې
• د خوړو مسمومیت
• د کولمو پرازیتي ناروغۍ
• تبه او بدن درد
• کمزوري او د اوبو کمښت
• په ماشومانو او زړو کسانو کې جدي روغتیایي ستونزې
مهمه سپارښتنه:
که د غوښې د خرابوالي په اړه لږ شک هم لرئ، د استعمال پر ځای یې له منځه یوسئ، ځکه روغتیا تر هر څه ارزښتناکه ده.