د غوره کورنۍ او ښې ښځې لرلو لپاره ۳۰ اسلامي سپارښتنې! (اوومه سپارښتنه)

📌 ژباړه او زیاتونه: انجنیر جوادالله (جاهد) 📚

📌 ناشر:دعوت نیوز.کام👇

………………………………………………………………………………………………………………………………………………………………………………………………………………………………………..

اوومه سپارښتنه:
د کورنۍ د اقتصادي نظام لپاره غوره پروګرام جوړ کړئ!
دا ټول مني چې مال او شتمني د ژوند لپاره لازمي دي، کله داسې هم کېږي چې د مال او شتمنۍ کمښت یا نه موجودیت د انسان شخصي ژوند ته قوي ضربه ورکوي؛ که داسې ضربه د یوې کورنۍ نظام ته ورکړل شي څه ستونزې به جوړې کړي؟ [په دغه حقیقت ټول پوهېږي.]
نو له دې امله د خوښې وړ او ښه کورني نظام د پرمخ وړلو لپاره د غوره او دقیقو لارو په جوړولو کې د اقتصادي پروګرامونو طرحه هغه مهمه موضوع ده چې باید په اړه یې لویې ناستې ترسره او تصمیم ونیسي.
د وخت او زمانې په پرمختګ سره د کورنۍ غوښتنې او اړتیاوې هم ډېرې او لوړېږي، د اولادونو په ډېرېدو سره شتمنۍ او پانګې ته اړتیا هم ډېرېږي، د استوګنې په ډېری ښارونو او سیمو کې خلک د خوراکي توکو او لوازمو د کمښت له امله سرټکوي.
یادو ستونزو ته په کتو غواړم د کورنۍ اقتصادي نظام د دقیق او کلیدي طرحې د ارزښت په تړاو څو قوانین او قواعد وضعه کړم.
 د کورني اقتصادي پروګرام د جوړولو او تنظیم لپاره باید لومړی له خپلې ښځې سره مشوره وکړئ؛ ځکه ښځه د کور د مالي پاچاهۍ په جوړولو او ړنګولو کې اساسي رول لري.
دغه پروګرامونه باید داسې ترتیب شي چې د ښځې حقونه تر پښو لاندې نه شي او د ماشومانو او کورنۍ د نورو غړو غوښتنې په کې له پامه ونه غورځول شي؛ ان تر دې چې داسې هوښیارانه عمل ترسره شي چې اصلاً ښځه په دې پوهه نه شي چې دغه پروګرام یې شخصي حقونو او د ژوند ارامۍ ته له رسېدو بې برخې کوي [دا کار هغه وخت امکان لري چې ټولې چارې عادلانه ترسره شي.]
 د مور، پلار، ورور، خور او … د موجودیت په صورت کې د کورني دقیق مالي نظام په جوړېدو کې باید د دوی قناعت ترلاسه شي.
 دا ټولو ته روښانه ده چې د ګډ ژوند په چارو کې تر ټولو ډېر لګښتونه په څو شمېرو کې خلاصه کېږي، چې مهم یې په لاندې ډول دي.
o د کور کرایه [په هغه صورت کې چې کور کرايي وي.]
o د ښځې د لوازمو میاشتنی لګښت او د لادونو د زده کړو پیسې.
o د ورځني ژوند د خوراکي توکو لګښت.
o د اوبو، برېښنا او مخابراتي شبکو پیسې چې اوس د هر چا د ورځني ژوند یوه برخه ګرځېدلي دي.
o د هغه پور ورکړه چې له خلکو اخیستل شوی.
o نور لګښتنونه لکه: د مور او پلار اړتیاوې پوره کول، د هغو پورونو ورکړه چې له مخکې دورو یې پر اوږه بار دي او نور.
 د ځینو خلکو اقتصادي حالت له نورو سره توپیر لري، پر دنده او ورځني مصروفیت سربېره د عایداتو اضافي سرچینې لکه، سوداګري، ځمکه، کور، او دوکان هم لري چې په دې صورت کې یې مالي وضعیت ښه وي.
 ځينې مېړونه کسب لرونکې ښځې لري چې اقتصادي وضعیت یې ښه او له نورو سره توپیر لري.
 ځينې کسان د اوسېدو د ځای کرایه نه ورکوي؛ یعنې کور ورته په میراثي یا وړیا ډول پاتې شوی او یا له والدینو سره یو ځای ژوند کوي، په دسې حالاتو کې یې مالي وضعیت تر نورو غوره دی.
 په هره میاشت کې باید له خپلو عایداتو او وظیفوي حقونو یوه اندازه سپما کړو. که دغه کار هره میاشت ترسره کړو او په میاشتني ډول ۵۰۰ افغانۍ وسپموو نو د کال تر پایه به ۶۰۰۰ افغانۍ شي، دغه کار په راتلونکي کې لویې ستونزې حلولای شي.
 له هغه قرضونو باید ډډه وکړو چې سود په کې وي او په هېڅ ډول یې قبول نه کړو؛ ځکه دغه کار الله تعالی په قرآنکریم کې منعه کړی، په دنیا او اخرت کې یې د دغه جنایت عاملان شرمنده بللي دي.
الله تعالی په قرآنکریم کې فرمايي: ((يَمْحَقُ اللَّهُ الرِّبٰوا)) «البقرة ۲۷۶»
«الله تعالی د سود او هغه مال برکت چې د سود له لارې ترلاسه شوی وي نابودوي»
په دې اساس که هر څوک وغواړي مال او شتمني یې خوندي او سالم وي باید له حرامو او هغه شیانو چې الله تعالی یې منعه کړې په جدي توګه ډډه وکړي.
 دعا او له الله تعالی سره راز او نیاز هغه غوره وسیله ده چې الله تعالی یې قبلوي او د هغه په برکت په روزۍ کې برکتونه رامنځته کېږي.
 مشوره او څېړنې هغه غوره کړنلاره ده چې د کورني اقتصادي او مالي نظام د جوړښت پر مهال باید له پامه ونه غورځول شي.
په دې کې شک نشته چې په هره برخه کې معلومات لرل په همغه برخه کې د پام وړ او مثبت بدلونونه رامنځته کوي او ژوند یو پرمختللي او د ټولیز تمدن لوري ته کاږي.
 د ژوند په ټولو چارو کې تقوا او دینداري د رزق او روزۍ په ترلاسه کولو کې مهم رول لري. الله تعالی تل پر دغه برخلیک ټاکونکې مساله ټینګار کړی او خپل بندګان یې تقوا ته بللي دي. الله تعالی فرمايي: ((وَمَن يَتَّقِ اللَّهَ يَجْعَل لَّهُۥ مِنْ أَمْرِهِۦ يُسْرًا)) «الطلاق۴»
«هر هغه څوک چې له الله تعالی وډار شي او پرهېزګاري وکړي الله (جل جلاله) یې کاروبار اسانه او ساده کوي.»
 په خپلو شتمنو قناعت وکړئ؛ د خوشاله وخت تېرولو او ډېرې ارامۍ لرلو لپاره له خلکو پور مه اخلئ!.
 مخکې له دې چې یو څه وپېری، فکر وکړئ چې ډېره اړتیا ورته لری او کنه؛ که ډېره اړتیا ورته نه لرئ نو بېځایه پرې لګښت مه کوئ.
 په دې پوه شه چې په بېځایه توکو د پیسو لګښت ډېر اسانه خو د پیسو ترلاسه کول ډېر سخت او ملا ماتوونکی کار دی.
 ځينې پوښتنې او موضوعات چې ماته راځي ډېری یې د «مېړه مې طلاق راکړ او نور» اړوند دي؛ له څېړنو وروسته دې پایلې ته رسېږم چې یوازې مالي او اقتصادي موضوعات وو چې ښځه او مېړه یې له یو او بل جلا کړي او د ژوند تود کانون یې د یخ په سړو ټوټو بدل کړی دی.
دغه موارد ځکه رامنځته کېږي چې ډېری ښځې له مېړه د خپلو حقونو او لګښتونو د غوښتنې په طریقه نه پوهېږي، له دې امله د دوی ترمنځ ژبنۍ شخړې او اخلاقي کشمکش ځای نیسي او په ډېر کم وخت کې یې د کورنۍ نظام له منځه وړي. د بېلګې په توګه:
 یو شمېر ښځې اصلاً نه پوهېږي چې له مېړه څخه په څه ډول یو شی وغواړي؛ یعنې دغه غوښتنه هغه محال کوي چې مېړه یې تازه له کاره راغلی وي او سخت اندېښمن او ستړی وي، یا د میاشتې په نیمايي کې چې مېړه یې معاش نه وي اخیستی، یا یې د خپلې سوداګرۍ ګټه نه وي ترلاسه کړې، ښځه یې ترې پیسې او نورو ضروریات غواړي.
 ځينې ښځې داسې شیان غواړي چې د مېړه له مالي توانه یې لوړ وي. دلته اختلاف پیداکېږي او د زیاتېدو په صورت کې د کورنۍ نظام له منځته وړي.
 ځينې ښځې په کم شي قناعت نه کوي او هر شی ډېر غواړي، دې ته توجه نه کوي چې ښايي مېړه بېچاره یې پوروړی (قرضدار) وي یا ټاکل شوې یو بل هغه ځای ته پیسې ورکړي چې ډېر ضرور وي، دلته د مېړه او ښځې ترمنځ اختلاف رامنځته کېږي.
ځينې هغه ستونزې چې مېړونه یې لري هم باید یادې کړو، چې دوی هم ځان اصلاح کړي.
 یو شمېر مېړونه ډېر سخت او بخیل وي او په اصل کې هغه لګښتونو او مصارفو ته چې د ښځې او اولادونو حق دی توجه نه کوي؛ داسې کسان د الله تعالی له لارښوونو بې خبره دي او په دې اړه پر الهي اوامرو نه پوهېږي.
الله تعالی په قرآنکریم کې فرمايلي: «الرِّجَالُ قَوّٰمُونَ عَلَى النِّسَآءِ بِمَا فَضَّلَ اللَّهُ بَعْضَهُمْ عَلٰى بَعْضٍ وَبِمَآ أَنفَقُوا مِنْ أَمْوٰلِهِمْ ۚ» «النساء ۳۴»
«نارینه د ښځو سرپرست دي (د کورنۍ په کوچنۍ ټولنه کې د مشرتابه حق لري، د ښځو صیانت او رعایت د دوی پر غاړه دی). له دې امله چې الله تعالی (د ټولنیز نظام لپاره نارینه ته په ځينو صفاتو کې تر ښځو ښه توب ورکړی) او ځينې یې پر ځينو غوره کړي. دغه راز له دې امله چې (نارینه معمولاً ستونزې ګالي او پیسې ترلاسه کوي) او د خپلو مالونو څخه د کورنۍ لپاره لګښت کوي.»
د فقې او اسلامي حقونو ټول پوهان ټینګار کوي چې مېړه باید پر ښځه مصرف وکړي او نفقه یې ورکړي؛ له دې ډلې ابن قدامه (رحمه الله) په دې موضوع ډېر ټینګار کړی دی.
 ځينې مېړونه د ښځې د نفقې او پر هغې د مال د لګښت له امله منت کوي، دغه نامناسب عادت او خواص د ښځې د ژوند دایره تنګوي او خُلق یې خرابوي.
 ځينې بیا د کور د لګښتونو او نفقې په ورکړه کې ټنبلي کوي؛ تر دې چې ښځه یې په ښکاره ډول ترې غوښتنه وکړي. دا په داسې حال کې ده چې دغه کار باید خپله ترسره کړي؛ ځکه د ښځې د حقونو په ترسره کولو کې نرمي د مېړه او ښځې ترمنځ د مینې او عاطفې د ډېرېدو غوره لار ده چې له امله یې دواړه (ښځه او مېړه) د ژوند د دوام لپاره ښه فکر لري.
پیغام: ګرانه وروره! د کورنۍ د نفقې او لګښتونو په چارو کې ډېر بیدار اوسه او په دې برخه کې رضاکاري او د الله تعالی رضایت په پام کې ولره! ځکه داسې کړنې یوازینۍ هغه دلیل دی چې الله تعالی پرې راضي کېږي.

…………………………………………………………………………………………………………………………………………………………………………………………………………………………………………..

یادونه: د غوره کورنۍ او ښې ښځې لرلو لپاره ۳۰ اسلامي سپارښتنو نشرولو لړۍ د دعوت نیوز څخه دوام لري.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

چیټ خلاص کړئ
مرسته
Scan the code
سلام 👋
زه څنګه مرسته کولی شم؟