کوم شیان باید هیڅکله د مخ په پوستکی ونه وهل شي

په مخ د دانو، خارش ، یا الرجیک عکس العملونو څخه مخنیوي لپاره هیڅکله لاندې محصولات په خپل ښکلي مخ استعمال نکړئ.
1. د غاښونو کریم: د غاښونو کریم د پوستکي د تخريش سبب ګرځی ، او همدارنګه که په دانو استعمال شی نو ممکن د ځوانی دانو د لکو یا داغونو د زیاتوالی سبب ګرځی.
2. د لیمو اوبه (جوس):‌ د لیمو په څیر، سیترس لرونکي میوه کولی شي پوټکي تخریش او د لمر د شعاع مقابل کی حساس کړي.
3. د بدن لوشن: د بدن غوړولو لوشن د مخ غوړونکو کریمونو په مقایسه په زیاته اندازه ټینګ وی او زیات عطری مواد لری چی ممکن د الرجیک عکس العمل او دانو لامل شي.
4. د ویښتو سپری: د ویښتو سپری الکول لري ، کوم چې کولی شي د پوستکی رطوبت له مینځه ویسي او کیدای شی چی د پوستکی سوري بند کړي او د خارش او ځوانی دانو لامل شي.
5. ډیری ګرمی اوبه: د ګرمو اوبو استعمال په حقيقت کې کولای شی چی د پوستکي د بهرنی برخی رطوبت له مینځه یوسی.
6. بوره : په مخ باندې د بوری کارول د مخ د پوستکی د تخریش او خرابوالی سبب ګرځي
7. سرکه: که څه هم سرکه په کورنی درملنی کې کارول کیږي ، اما په یوازې ډول او یاهم په یو نامناسب ترکیب سره یی کارو حتی که په خورا کمه کچه هم وی د پوستکی د سوځیدنې لامل ګرځی.
8. خوشبويي: د خوشبويي محصولات ، که طبیعي او یا مصنوعي وي ، ممکن د حساس پوستکی د تخریش سبب شی او یاهم د غیر ضروري حساسی مادی په توګه عمل وکړي نو کوښښ وکړی چی په مخ یی استعمال نه کړي.
9. شامپو: شامپو ستاسو د ویښتو د پاکولو لپاره تولید شوي ، نه د مخ نازک پوستکی لپاره. که تاسو خپل مخ په شامپو سره ومینځئ ، نو دا به واقعیا ستاسی د مخ پوستکی وچ او خراب کړي.

دعوت نیوز در شبکه های اجتماعی

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

📛 تاسو د کاپي کول اجازه نه لری!
محتوای این وب‌سایت محفوظ است. لطفاً بدون اجازه، آن را کپی نکنید.