داصول الفقه اهم کتابونه!(اوله برخه)

داصول الفقه اهم کتابونه!
لیکوال: مفتی انور خان سالار زئ
ژباړن: م عبدالحسیب منصور.

ناشر: دعوتی نیوز.کام

…………………………………………………………………………………………………………………………………………………………………………………………………………………………………………………..
لومړۍ برخه:
په دې فن کې اول تصنیف امام شافعي رحمه الله کړی (بنا بر اختلاف)، بیا احنافو او بیا متکلمینو رحمهم الله تعالی، غواړم چې په دې تدویني ترتیب باندې د دې کتابو تذکره وکړم.
په اصول الفقه کې دامام شافعي رحمه الله کتابونه:
(۱) الرسالة ـ په دې کې امام شافعي د کتاب ، سنت، اجماع امت، قیاس، اوامر، نواهي، نسخ او اخبار آحاد وغیره په اړه خبرې کړي دي ـ دا کتاب دامام شافعي د کتاب “الأم” په ضمن کې د مقدمې په شکل اوس چاپ دی او دشیخ احمد شاکر (په شمول د نورو علماو)له تحقیقاتو سره هم ځانته چاپ ده.

(۲) ابطال الإستحسان ـ دا کتاب امام شافعي داحنافو داصولو څخه د(استحسان) په ابطال کې لیکلی ـ دا هم دکتاب “الأم” په ضمن کې مطبوع دی.
(۳) اختلاف مالك ـ دا کتاب امام شافعي رحمه الله دامام مالک رحمه الله د استدلال “بعمل اهل المدینة” په رد کې لیکلی.

…………………………………………………………………………………………………………………………………………………………………………………………………………………………………………………..

یادونه:  دا لړی ادامه لري…

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

📛 تاسو د کاپي کول اجازه نه لری!
محتوای این وب‌سایت محفوظ است. لطفاً بدون اجازه، آن را کپی نکنید.