ځینې فتنهګر خلک پیدا شوي او دعوه کوي چې د ښځې مخ پټول عبادت نه بلکې هسي یو عادت دی، په شريعت کې ښځې ته د مخ ښکاره کول روا دي او د مخ پټولو خبره یوازې زموږ معاصر علماء کوي.
خو زه د خپلو علماوو نه، بلکې د پخوانیو او وروستنیو مفسرینو خبرې راوړم، چې له بېلابېلو فقهي مذهبونو سره تړاو لري.
ډېری مفسرین دا نظر لري چې د مسلمانې ښځې په حجاب کې د مخ پټول هم راځي او دا خبره هغوی د الله تعالی د دې آیت په تفسیر کې کوي:
﴿يَا أَيُّهَا النَّبِيُّ قُلْ لِأَزْوَاجِكَ وَبَنَاتِكَ وَنِسَاءِ المُؤْمِنِينَ يُدْنِينَ عَلَيْهِنَّ مِنْ جَلَابِيبِهِنَّ ذَلِكَ أَدْنَى أَنْ يُعْرَفْنَ فَلَا يُؤْذَيْنَ وَكَانَ اللهُ غَفُورًا رَحِيمًا﴾
(الأحزاب: ۵۹)
طبري رح وايي:
یعنې مؤمنې ښځې دې د خپلو جامو په اغوستلو کې له وینځو سره ورته والی نه کوي، کله چې د اړتیا لپاره له کوره وځي، نو خپل ویښتان او مخونه دې نه لوڅوي، بلکې خپل جلبابونه دې پر ځان راکښته کړي، تر څو فاسق کس د دې له امله چې پوه شي دا آزادې ښځې دي، هغوی ته د خبرو یا بل اذیت جرئت ونه کړي.
او طبري رح د ابن عباس رضي الله عنهما څخه روایت کوي چې: الله تعالی مؤمنو ښځو ته امر کړی چې کله د اړتیا لپاره له خپلو کورونو وځي، نو خپل مخونه دې د سر له پاسه په جلبابونو پټ کړي، او یوازې یوه سترګه دې ښکاره پرېږدي.
(تفسیر الطبري 20/324)
سمرقندي رح وايي:
یعنې جلبابونه دې پر خپلو مخونو راښکته کړي.
(بحر العلوم: 3/73)
ثعلبي رح وايي:
یعنې خپلې چادرۍ او لویې جامې دې راښکته کړي، نو ځان دې پرې پټ کړي او خپل مخونه او سرونه دې پرې وپوښي.
(الكشف والبيان: 8/64)
کیا الهراسي رح وايي:
ښځو ته د مخ او سر د پټولو امر شوی دی.
(أحكام القرآن: 4/350)
زمخشري رح وايي:
د “يُدْنِينَ عَلَيْهِنَّ مِنْ جَلَابِيبِهِنَّ” مانا دا ده چې پرده دې پر ځان راښکته کړي، او په هغې سره دې خپل مخونه او بدن پټ کړي.
(الكشاف: 3/560)
عز بن عبدالسلام رح وايي:
جلباب یا رداء ده، یا نقاب، یا هر هغه جامه چې ښځه یې د خپلو نورو جامو پر سر اغوندي. د هغې راښکته کول دا دي چې سر پرې وتړي او د ټکري پر سر یې واچوي، تر څو د سینې برخه ښکاره نه شي، یا په هغې سره خپل مخ پټ کړي، تر دې چې یوازې چپه سترګه ښکاره پاتې شي.
(تفسير العز: 2/590)
بیضاوي رح وايي:
کله چې د اړتیا لپاره وځي، نو په خپلو چادرو سره دې خپل مخونه او بدنونه پټ کړي.
(أنوار التنزيل: 4/238)
نسفي رح وايي:
یعنې جلبابونه دې پر ځان راښکته کړي او په هغې سره دې خپل مخونه او بدنونه پټ کړي. عرب وایي: کله چې د ښځې جامه له مخه ښویېږي، نو ورته ویل کېږي: خپله جامه پر مخ راښکته کړه.
(مدارك التنزيل: 3/45)
ابن جزي رح وايي:
الله تعالی ښځو ته د جلبابونو د راښکته کولو امر کړی، تر څو په هغې سره خپل مخونه پټ کړي.
(التسهيل: 2/159)
سیوطي رح وايي:
یعنې د اړتیا پر مهال د وتلو په وخت کې د جلباب یوه برخه پر مخ راښکته کړي، پرته له یوې سترګې.
(تفسير الجلالين: 560)
بقاعي رح وايي:
یعنې پر خپلو مخونو او ټول بدن دي پرده وغوړوي، او هېڅ برخه دې بربنډه نه پرېږدي.
(نظم الدرر: 15/411)
ابو السعود رح وايي:
یعنې کله چې د اړتیا له مخې وځي، نو په جلبابونو سره دې خپل مخونه او بدنونه پټ کړي.
(إرشاد العقل السليم: 7/115)
ابو الفداء الخلواتي رح وايي:
ښځې دي د کورونو څخه د وتلو پر مهال، د اړتیا لپاره، خپل مخونه او بدنونه په جلبابونو پټ کړي، او بربنډ مخونه او بدنونه دې ونه لري.
(روح البيان: 7/240)
مراغي رح وايي:
یعنې جلبابونه دې راښکته او راځوړند کړي؛ عرب ښځې ته وایي: کله چې دي جامه له مخه ښویېږي، خپله جامه پر مخ راښکته کړه.
(تفسير المراغي: 22/36)
امام ابو حامد غزالي رح وايي:
د زمانې په تېرېدو سره همېشه به نارینه لوڅ مخ ګرځېدل، خو ښځې به په نقاب پټې وې.
(إحياء علوم الدين: 2/47)
شوکانې رح د مسلمانانو اتفاق نقل کړی دی چې ښځې دې لوڅ مخ نه وځي، په ځانګړي ډول په هغه وخت کې چې فاسقان ډېر وي.
(نيل الأوطار: 6/137)
صابوني رح وايي:
په داسې زمانه کې چې د شیطان ملګري ډېر شوي، فسق او فجور خپور شوی، نو هېڅ عالم او هېڅ عاقل د مخ د ښکاره کولو اجازه نه ورکوي؛ ځکه څوک چې دا وبا او فساد ویني، په ځانګړي ډول د ښځو تر منځ د پردیو ښځو تقلید، نو په ډاګه پوهېږي چې د مخ ښکاره کول حرام دی؛ ځکه فتنه یقيني ده او فساد څرګند دی.
(روائع البيان تفسير آيات الأحكام: 2/157)
او صابوني رح دا هم ویلي:
په وروستۍ زمانه کې یوه نوې، تش په نامه د پرمختګ بلنه را څرګنده شوې ده، چې ښځه دې خپل مخ ښکاره کړي او هغه نقاب دې پرېږدي چې له کوره د وتلو پر مهال یې عادت و. د دوی پلمه دا ده چې ګواکې نقاب د شرعي حجاب برخه نه ده او مخ عورت نه دی. دا د نوښت په نوم بلنه د داسې کسانو له لوري پیدا شوې چې غواړي ځانونه د هغو اصلاح کوونکو امامانو په څېر وښيي، چې الله تعالی یې د هرو سلو کلونو په سر کې راپاڅوي تر څو امت ته دین تازه کړي او په خلکو کې د قربانۍ، ایمان او مبارزې روحیه راژوندۍ کړي.
خو د مخ ښکاره کولو بلنې د ډېرو ځوانانو تر منځ رواج موندلی دی، نه له دې امله چې د حق بلنه ده، بلکې له دې امله چې دا د نفس غوښتنه ده.
که ددوی بلنه یوازې هغو لوڅو او بېحیا ښځو ته وای، چې د لومړني جاهلیت په څېر ځانونه ښکاره کوي او د حجاب په پرېښودلو سره یې د اسلام لارښوونې تر پښو لاندې کړې دي، هغوی ته یې د پټوالي، حیا او د هغه جلباب د اغوستلو بلنه ورکړې وای چې الله تعالی پرې امر کړی دی، او ورته یې ویلي وای: «د مخ او لاسونو په مسئله کې څه آسانتيا شته، خو تاسو باید خپل بدنونه پټ وساتئ، که څه هم مخونه مو ښکاره وي»
دعوت نیوز،کام
نو خبره به آسانه وه، ستونزه به کمه وه او دا بلنه به د منلو وړ وه؛ ځکه دا به د حکمت له مخې په تدریجي ډول د شریعت پلي کول و.
خو دوی برعکس، مؤمنو، باحیاء او پټو ښځو ته د مخ لوڅولو کړنه ښايسته کوي، له خپلې حیا او وقاره يې باسي، او د کتاب او سنت د پلي کولو په نوم د نقاب غورځولو مشوره ورکوي او دا پلمه جوړوي چې ګواکې مخ عورت نه دی!
کومو فقهاوو چې مخ عورت نه دی بللی، هغه په دې شرط چې د فتنې وېره نه وي.
نو آیا په داسې زمانه کې چې موږ پکې ژوند کوو، فتنه خوندي بلل کېدای شي؟
اسلام د فتنې له وېرې ښځې ته دا حرامه کړې ده چې د پردیو سړو په وړاندې د خپل عورت کومه برخه ښکاره کړي، نو آيا دا عقل مني چې اسلام ښځې ته امر وکړي چې خپل ویښتان او پښې پټې کړي او د مخ لوڅولو اجازه ورکړي.
آیا فتنه په مخ کې زیاته ده که په پښو کې؟
مخ د ښکلا اصل او د جمال او فتنې سرچینه ده، نو له همدې امله د پردیو پر وړاندې یې پټول ضروري ګرځېدلی دي. او کومو کسانو چې مخ عورت نه دی بللی، هغه په دې شرط چې يا خو پر مخ باید هېڅ ډول سینګار نه وي شوی؛ لکه نن سبا چې رنګونه او پوډرونه د ښکلا لپاره کارول کېږي او یا هم فتنه خوندي وي، که د فتنې وېره وي، بیا د مخ ښکاره کول حرام دی.
او دا ښکاره خبره ده چې په نن زمانه کې فتنه خوندي نه ده؛ له همدې امله موږ د مسلمانې ښځې د عزت او کرامت د ساتنې لپاره د مخ پټول واجب ګڼو. (روائع البيان، تفسير آيات الأحكام: 2/171–182)
پای
ژباړه : حسام مجاهد