د غوره کورنۍ او ښې ښځې د لرلو لپاره ۳۰ اسلامي سپارښتنې

څلورمه سپارښتنه:
په کورني محیط (فضا) کې مو اسلامي ثقافت حاکم کړئ!
د کورنۍ غړي بېلا بېل عادتونه او خویونه لري او د هر کس د فکر ډول او خواص ځانګړي وي؛ په عادت او خواصو کې اختلاف هغه امر دی چې په اړه یې باید له یو کس سره مناقشې او ستونزې رامنځته نه شي، هر څوک د عمر، حالاتو او ژوند د دورو د توپیر په اساس ځانګړي خاصیتونه لري، ان ځینې وخت یو کس داسې کار ترسره کوي چې د یو انسان لپاره د حیرانتیا وړ وي، د کورنۍ د غړو د ټولو فطري او بېلا بېلو عادتونو د اختلاف سربېره که د کورنۍ په چارو او کړنو کې اسلامي ثقافت حاکم کړو؛ نو له شک پرته به د یادو ټولو اختلافونو په حل او له منځه وړلو کې مرسته وکړي او زموږ لپاره به د امید دروازه خلاصه کړي څو له دې لارې د یوې کورنۍ رنګینه، خوشاله، همیشه بهار او پایداره فضا وګورو.
په کورنۍ کې د اسلامي ثقافت د ترویج لارې چارې
1. د هغه کتابونو، مجلو او اخبار لوستل چې د کورني ثقافت لکه: د ګډ ژوند د طریقې او د اولاد د تربیې په اړه په کې بحث شوی وي.
2. د هغو انټرنېټي پاڼو او شبکو څارل چې تر ډېره د کورني ژوند پر مشورو او د کورنیو ستونزو پر حل تمرکز لري.
3. د هغو درسونو او درسي حلقو اورېدل چې د کورنۍ او په دې تړاو نورو موضوعاتو بحث وکړي.
4. په هغو پروګرامونو او حلقو کې ګډون چې د کورنۍ، کورني تقافت او تربیې اړوند جوړې شوې وي. په دغه ډول پروګرامونو، دورو او تربیتي سلسلو کې باید ښځه او مېړه ګډون وکړي.
پیغام: ګرانه وروره او ګرانې خورې! په هره برخه کې د معلوماتو ترلاسه کول مو د ژوند لپاره د پروګرامونو په جوړولو کې غښتلي کوي، نو هڅه وکړئ او د هرې ورځې د دیني او دنیوي پروګرامونو په لټه کې اوسه.

ژباړه او زیاتونه: انجنیر جوادالله (جاهد)

ناشر: دعوت نیوز.کام

📌آیا این مطلب برای شما مفید بود؟ پس با دوستان‌تان شریک سازید تا آنها هم بهره‌مند شوند! 🤝 📲#اشتراک_گذاری 🥀🌹

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

📛 تاسو د کاپي کول اجازه نه لری!
محتوای این وب‌سایت محفوظ است. لطفاً بدون اجازه، آن را کپی نکنید.