د اسرائیلو د پوځي استخباراتو مشر استعفا وکړه

د اسرائیلو د پوځ د پوځي استخباراتو مشر تورن جنرال اهارون هلیوا له خپلې دندې استعفا کړې ده.

په یوه لیک کې، هغه ومنله چې د هغه د استخباراتو ادارې یې “هغه دنده چې موږ ته سپارل شوې وه، نه ده ترسره کړې”.

د پوځ په بیان کې ویل شوي چې هغه به د خپل ځای ناستي له ټاکلو وروسته له دندې لاس په سر شي.

اهارون هلیوا په غزه کې د جګړې له پیله لږ وروسته وویل چې هغه د استخباراتي ناکامیو مسؤلیت منلی چې د اکتوبر په اومه د حماس د برید لامل شو.

په دغه برید کې ۱۲۰۰ کسان ووژل شول او لږ تر لږه ۲۵۰ کسان د حماس او د هغې د متحدو ملېشو له خوا یرغمل شول.

په ځواب کې اسرائیلو په غزې تړانګه کې پراخ پوځي عملیات پیل کړل چې د حماس د روغتیايي چارواکو په وینا، تر اوسه پورې لږ تر لږه ۳۴ زره کسان وژل شوي دي.

هغه لومړنی لوړ پوړی اسرائیلی چارواکی دی چې د اکتوبر د اومې نېټې د خونړي برید له امله استعفا ورکوي.

تر دې وړاندې هغه د اسرائيلي پوځ د بېلابېلو څانګو مشري کړې وه، چې په هغو کې عملياتي څانګې او همدارنګه د ټيکنالوژۍ او لوژستيک څانګې هم شاملې وې.

شنونکي وايي چې د هغه استعفا ښايي د نورو اسرائیلي چارواکو د استعفا لپاره لاره هواره کړي.

📌آیا این مطلب برای شما مفید بود؟ پس با دوستان‌تان شریک سازید تا آنها هم بهره‌مند شوند! 🤝 📲#اشتراک_گذاری 🥀🌹

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

📛 تاسو د کاپي کول اجازه نه لری!
محتوای این وب‌سایت محفوظ است. لطفاً بدون اجازه، آن را کپی نکنید.