د مسيح دجال ظهور او فتنه

د مسيح دجال په باره کې کافي معلومات څه دي ؟ د هغه فتنه څه ده ؟ او د هغه د فتنې د نجات لاره څه ده ؟

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

د المسيح معنې :

د مسيح د معنی په اړه د علماؤ پنځه قسمه اقوال دي د ځنو قول دا دی چې المسيح لفظ په صديق او ګمراه يا دورغن باندې اطلاق کوي او هر چې مسيح صديق يعنې حقيقي مسيح دی هغه عسی بن مريم عليه سلام دی ، چې مسيح د هدايت ؤ الله تعالی هغه ته د بې علاجه ناروغيو د درملني او د الله په اذن د مړېو ژوندي کولو معجزې ورکړی وې .

او کوم چې مسيح دجال دی هغه ګمراه او دورجن دی د ځنو ورکړ شويو آيتونو په وسيله لکه د باران اورول او دځمکې رزغونول ، نور خارق العادت کارونه په وسيله خلک ګمراهی ته بولي .

نو الله تعالی پيدا کړي دغه مسحين چې يو د بل ضد دي

الله تعالی دجال ته د خارق العادت کارونو توانايي ځکه ور کړی ده تر څو ددې په وسيله مؤمنان له کافرانو جلا او بيل کړي او هغوي و آزمويي .

او ځنې علماؤ بيا وايي چې : مسيح دجال ځکه ورته وايي چې د هغه يو سترګه ړنده ده (عينيه ممسوحة ) .

او ځنې بيا وايي : مسيح دجال ځکه ورته وايي چې هغه به مسح يا طی کړي ځمکه په څلويښتو ورځو کې مګر اول قول راجح دي ځکه چې د هغه يادونه په حديث شريف شوي ده (عن أنس بن مالك قال : قال رسول الله صلى الله عليه وسلم : ” الدَّجَّالُ مَمْسُوحُ الْعَيْنِ مَكْتُوبٌ بَيْنَ عَيْنَيْهِ كَافِرٌ .. ” (المسلم رقم ۵۲۲۱ ) .

’’يعنې دجال په يوه سترګه ړوند دی او د دواړو سترګو په مينځ کې به يې کافر ليکل شوي وي ’’

د دجال معنی :

دجال د جدل د کلمې نه اخيستل شوی دی خلط يا کډونکي ته وايي يعنې هغه به حق او باطل سره ګډوي او دجال دروجن ، تلېسم واله مکار او دوکه ورکونکي ته وايي چې خلکو په دروغ باندي د تلبيس په ذريعه کفر ته دعوتوي  .

د دجال صفات او نښې او د هغه د ظهور يا پيدا کيدو ځای :

دجال يو سړی دی له بني آدمو څخه يعنې يو انسان دی چې هغه لره زياتې نښې دي چې په احاديثو کې بيان شوې دي ددې د پاره چې خلک يې و پيږني او د هغه د شر نه نجات و مومي او کله چې ظهور وکړي نو د هغه په اړه به پخوا مؤمنان معلومات لري هغه به يې ژر وپيږني او د هغه له شر او فتنې به نجات و مومي .

د دجال د نښو په اړه جناب نبی کريم صلی الله عليه وسلم خپل امت ته خبر ورکړی دی چې د هغو نښو په وسيله دجال پيږندل کيږي چې هغه نښې دا دی :

دا سړي به يو سور پوستکی ټيټ قده ځوان وي ، په ښی سترګه به ړوند وي چې خرما د زړي يا د انګور د دانې په شان به راوتلې وي ، په چپ سترګه به هم معيوب وي ، د سترګو په مينځ کې به يې په مخففو تورو ليکل شوی وي ( ک ،ف ، ر ) او يا کافر چې دا به هر مسلمان هغه لوستی وي او که نا لوستي لوستلای شي ،او بله نښه يې دا ده چې هغه به عقيم وي اولاد به نه لري .

دغه نښې په لاندې احاديثو کې ذکر شوی دي :

۱- عن عبد الله بن عمر رضي الله عنهما قال : قال رسول الله صلى الله عليه وسلم : ” بَيْنَا أَنَا نَائِمٌ رَأَيْتُنِي أَطُوفُ بِالْكَعْبَةِ فَإِذَا رَجُلٌ آدَمُ سَبْطُ الشَّعَرِ بَيْنَ رَجُلَيْنِ يَنْطُفُ رَأْسُهُ مَاءً فَقُلْتُ مَنْ هَذَا قَالُوا ابْنُ مَرْيَمَ . فَذَهَبْتُ أَلْتَفِتُ فَإِذَا رَجُلٌ أَحْمَرُ جَسِيمٌ جَعْدُ الرَّأْسِ أَعْوَرُ الْعَيْنِ الْيُمْنَى كَأَنَّ عَيْنَهُ عِنَبَةٌ طَافِيَةٌ قُلْتُ مَنْ هَذَا قَالُوا هَذَا الدَّجَّالُ ، أَقْرَبُ النَّاسِ بِهِ شَبَهًا ابْنُ قَطَنٍ ” رواه البخاري برقم 6508 ،  وَابْنُ قَطَنٍ رَجُلٌ مِنْ بَنِي الْمُصْطَلِقِ مِنْ خُزَاعَةَ   .

2- وعن ابن عمر رضي الله عنهما أن رسول الله صلى الله عليه وسلم ذكر الدجال بين ظهراني الناس فقال : ” إِنَّ اللَّهَ لَيْسَ بِأَعْوَرَ ، أَلا إِنَّ الْمَسِيحَ الدَّجَّالَ أَعْوَرُ الْعَيْنِ الْيُمْنَى كَأَنَّ عَيْنَهُ عِنَبَةٌ طَافِيَةٌ .. ” رواه البخاري برقم 3184 .

3- وفي الحديث الطويل الذي رواه النواس بن سمعان رضي الله عنه قال : ” ذكر رسول الله صلى الله عليه وسلم الدجال ذات غَدَاةٍ فَخَفَّضَ فِيهِ وَرَفَّعَ حَتَّى ظَنَنَّاهُ فِي طَائِفَةِ النَّخْلِ .. ” فقال في وصف الدجال : ” إِنَّهُ شَابٌّ قَطَطٌ – شديد جعودة الشعر- عَيْنُهُ طَافِئَةٌ كَأَنِّي أُشَبِّهُهُ بِعَبْدِ الْعُزَّى بْنِ قَطَنٍ ” رواه مسلم برقم 5228 .

4- وعن عبادة بن الصامت رضي الله عنه : قال رسول الله صلى الله عليه وسلم : ” إِنِّي قَدْ حَدَّثْتُكُمْ عَنْ الدَّجَّالِ حَتَّى خَشِيتُ أَنْ لا تَعْقِلُوا ، إِنَّ مَسِيحَ الدَّجَّالِ رَجُلٌ قَصِيرٌ أَفْحَجُ جَعْدٌ أَعْوَرُ مَطْمُوسُ الْعَيْنِ لَيْسَ بِنَاتِئَةٍ وَلا حَجْرَاءَ فَإِنْ أُلْبِسَ عَلَيْكُمْ فَاعْلَمُوا أَنَّ رَبَّكُمْ لَيْسَ بِأَعْوَرَ ” رواه أبو داود برقم 3763 ، والحديث صحيح ( صحيح الجامع الصغير / حديث رقم 2455 ) .

5- وفي حديث أبي هريرة رضي الله عنه قال : قال رسول الله صلى الله عليه وسلم : ” .. وَأَمَّا مَسِيحُ الضَّلالَةِ فَإِنَّهُ أَعْوَرُ الْعَيْنِ أَجْلَى الْجَبْهَةِ عَرِيضُ النَّحْرِ فِيهِ دَفَأٌ – إنحناء – .. ” رواه أحمد برقم 7564 .

6- وفي حديث حذيفة رضي الله عنه قال : قال رسول الله صلى الله عليه وسلم : ” الدَّجَّالُ أَعْوَرُ الْعَيْنِ الْيُسْرَى ، جُفَالُ الشَّعَرِ – كَثِيرُهُ – مَعَهُ جَنَّةٌ وَنَارٌ فَنَارُهُ جَنَّةٌ وَجَنَّتُهُ نَارٌ ” رواه مسلم برقم 5222 .

7- وفي حديث أنس رضي الله عنه : قال النبي صلى الله عليه وسلم : ” مَا بُعِثَ نَبِيٌّ إِلا أَنْذَرَ أُمَّتَهُ الأَعْوَرَ الْكَذَّابَ أَلا إِنَّهُ أَعْوَرُ وَإِنَّ رَبَّكُمْ لَيْسَ بِأَعْوَرَ وَإِنَّ بَيْنَ عَيْنَيْهِ مَكْتُوبٌ كَافِرٌ ” رواه البخاري برقم 6598 ، وفي رواية : ” وَمَكْتُوبٌ بَيْنَ عَيْنَيْهِ ك ف ر ” مسلم برقم 5219 ، وفي رواية عن حذيفة : ” يَقْرَؤُهُ كُلُّ مُؤْمِنٍ كَاتِبٍ وَغَيْرِ كَاتِبٍ ” مسلم برقم 5223 .

وهذه الكتابة حقيقية على ظاهرها ، ولا يشكل رؤية بعض الناس لهذه الكتابة دون بعض ، وقراءة الأمي لها  ” وذلك أن الإدراك في البصر يخلقه الله للعبد كيف شاء ومتى شاء ، فهذا يراه المؤمن بعين بصره ، وإن كان لا يعرف الكتابة / ولا يراه الكافر ولو كان يعرف الكتابة ، كما يرى المؤمن الأدلة بعين بصيرته ولا يراه الكافر فيخلق الله للمؤمن الإدراك دون تعلّم ، لأن ذلك الزمن تنخرق فيه العادات ” فتح الباري لابن حجر العسقلاني ( 13 / 100 )

د دجال د پيدا کيدو او ظهور ځای :

دجال به د مشرف د طرف له خراسان څخه د اصفهان د يهودي ميشتو سيمې څخه ظهور وکړي

د فاطمة بنت قيس نه روايت چې نبي صلى الله عليه وسلم د دجال په باره کي فرمايي : ” أَلا إِنَّهُ فِي بَحْرِ الشَّأْمِ أَوْ بَحْرِ الْيَمَنِ لا بَلْ مِنْ قِبَلِ الْمَشْرِقِ مَا هُوَ مِنْ قِبَلِ الْمَشْرِقِ مَا هُوَ مِنْ قِبَلِ الْمَشْرِقِ مَا هُوَ وَأَوْمَأَ بِيَدِهِ إِلَى الْمَشْرِقِ ” رواه مسلم برقم 5228 .

وعن أنس رضي الله عنه قال : قال رسول الله صلى الله عليه وسلم : ” يَخْرُجُ الدَّجَّالُ مِنْ يَهُودِيَّةِ أَصْبَهَانَ مَعَهُ سَبْعُونَ أَلْفًا مِنْ الْيَهُودِ عَلَيْهِمْ التِّيجَانُ ” رواه أحمد برقم 12865 .

د انس رضی الله عنه روایت دی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي : دجال به د اصفهاد له يهودو څخه را ووځي او هغه سره به اويا زره يهوديان وي .

دجال مکې او مدينې ته نشي ننوتلای :

دجال به پرته له مکې او مدينې نور د نړي ټول ښارونو لاندې کړي :

 عَنْ أَبِي بَكْرَةَ رضی الله عنه  عَنِ النَّبِيِّ صلی الله عليه وسلم قَالَ: «لا يَدْخُلُ الْمَدِينَةَ رُعْبُ الْمَسِيحِ الدَّجَّالِ لَهَا يَوْمَئِذٍ سَبْعَةُ أَبْوَابٍ عَلَى كُلِّ بَابٍ مَلَكَانِ». (بخارى:1879)

(د ابې بکر رضی الله عنه نه روايت دی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايل : مدينې ته د مسيح دجال د ننوتلو خطره نشته ځکه هغه وخت به مدينه اوه دروازې لري چې په هر دوازه کې به دوې دوې ساتونکې ملائکې ولاړې وي ).

عَنِ أَنَس بْنُ مَالِكٍ رضی الله عنه عَنِ النَّبِيِّ صلی الله عليه وسلم قَالَ: «لَيْسَ مِنْ بَلَدٍ إِلاَّ سَيَطَؤُهُ الدَّجَّالُ إِلاَّ مَكَّةَ وَالْمَدِينَةَ لَيْسَ لَهُ مِنْ نِقَابِهَا نَقْبٌ إِلاَّ عَلَيْهِ الْمَلائِكَةُ صَافِّينَ يَحْرُسُونَهَا ثُمَّ تَرْجُفُ الْمَدِينَةُ بِأَهْلِهَا ثَلاثَ رَجَفَاتٍ فَيُخْرِجُ اللَّهُ كُلَّ كَافِرٍ وَمُنَافِقٍ». (بخارى:1881)

د انس رضی الله عنه په روايت رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي : په دنيا کې به هيڅ داسې ښار پاتې نشي چې هغې ته به دجال داخل نشي پرته له مکې او مدېنې ، د مکې او مدينې له ټولو داخليدونکو لارو څخه به فريښتي ساتنه او دفاع کوي ، په مدينه به دری ځله زلزله وشي الله تعالی هر کافر او منافق له هغه څخه و باسي .

د دجال د فتنې نه د نجات لارې :

اول : په اسلام باندې تمسک او د ايمان اسلحه برابرول د الله تعالی د اسماء او صفاتو پيژندل چې نه مثل لري او نه هم شريک

دجال چې په درواغو د خدايی دعوا کوي هغه انسان دی چې خوړل او څښل کوي مرګ لري ، دجال ړوند دی او الله تعالی ددې ټول نه پاک منزه دی .

دوهم : د دجال د شر څخه پنا غوښتل په خاصه توګه وروسته له لمانځه څخه لکه څنګه چې بې بې عايشه رضی الله عنها روايت کوي چې جناب رسول الله صلی الله عليه وسلم به وروسته له لمانځه دا دعا کوله : [ اللهم إني أعوذبک من عذاب القبر وأعوذبک من فتنة المسيح الدجال… الحديث] (متفق عليه)

(ای الله ! زه له عذاب د قبر او فتنه د مسيح دجال څخه پر تا پنا غواړم )

دريم : د سورت کهف لس لومړي يا ورستني آيتونه يادول يا تلاوت کول :

رسول الله صلی الله صلی الله عليه وسلم فرمايي : «… من أدرکه منکم فليقرأ عليه فواتح سورة کهف» (صحيح مسلم )

 ( د تاسې نه چې څوک له دجال سره مخ شي نو هغه دې پر دجال باندې د سورت کهف لومړي آيتونه ووايي )

همدارنګه مسلم له ابودرداء رضی الله عنه نه نقل کوي چې پيغمبر صلی الله عليه وسلم فرمايي :

 «من حفظ عشر آيات من أول سورة الکهف، عصم من الدجال» أي: من فتنت (صحيح المسلم)

(څوک چې د سورت کهف اول لس آيتونه په ياد و لري هغه به د دجال له فتنې څخه محفوظ وي) ( شعبه وايي: آخر د کهف او همام وايي: اول د کهف – مسلم )

او په بل حديث کې راځي چې : رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي : إن من قرأ سورة الکهف يوم الجمعة، أضاء له من النور ما بين الجمعتين» (صحيح – «مستدرک حاکم» (2/36

(څوک چې سورت کهف د جمعې په ورځ تلاوت کړي د هغې د پاره د جمعو په مابين کې نور وي يا به په هغه باندې په مابين د جمعو کې نور نازليږي) .

و الله اعلم

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

چیټ خلاص کړئ
مرسته
Scan the code
سلام 👋
زه څنګه مرسته کولی شم؟