د غوره کورنۍ او ښې ښځې لرلو لپاره ۳۰ اسلامي سپارښتنې (درېیمه برخه)

درېیمه سپارښتنه:

کور مو له منکراتو پاک وساتئ!

په کومه کورنۍ کې چې منکرات ځای ونیسي ډېر ژر د هغو وسایلو راتګ ته زمینه برابرېږي چې د الله تعالی د قهر او غوسې سبب کېږي، په دغه وخت کې د الله (جل جلاله) قهر او غضب نازلېږي.

ښايي ځینې عذابونه چې یوې کورنۍ ته داخلېږي د هغو ستونزو له امله وي چې د کورنۍ غړي یې د حل لپاره مناسبه لار نه لري؛ په داسې حال کې چې دوی په دې نه پوهېږي چې ممکن هغه ګناهونه او سرغړونې چې دوی یې ترسره کوي د دغه ډول عذابونو د نزول یوازینۍ انګېزه وي. الله تعالی فرمايي : « وَمَا أَصَابَكُمْ مِنْ مُصِيبَةٍ…» [شوری۳۰]

یعنې: کوم مصيبت او تکليف چي تاسوته رسېدلی، دا ستاسو د هغو کړو له امله دی چې ستاسو لاسونو کړي دي…

دغه راز الله تعالی په آل عمران سورت کې فرمايي: «قُلْ هُوَ مِنْ عِنْدِ أَنْفُسِكُمْ» [آل عمران۱۶۵]

یعنې: ور ته ووايه، دا (تکليف) مو د خپلو ځانو له لوري دی !

ګرانه لوستونکیه! ایا خاوند کله په دې اړه فکر کړی چې دغه ستونزې به تر کومه موجودې وي او تر کله به دغه غمونه هره ورځ ډېرېږي؟ ایا داسې وخت راغلی چې ویلي یې وي: «داسې ورځ به راشي چې زما له کوره دغه ستونزې او غمونه کډه وکړي؟» څه وخت به مې کور د ارام په دایمي ځای بدل شي او دغه موجود غمونه او ناراحتۍ به خپل ځای خوښیو او نېکمرغیو ته پرېږدي؟!».

دغه پوښتنه غواړم له هغې ښځې هم وپوښتم چې د مېړه (خاوند) د جدايۍ او فراق له درده کړېږي او یا د مینې او ترحم له تش ژوند څخه سر ټکوي.

یادې پوښتنې ته زه ځواب ورکوم، ښايي هغه ګناهونه او منکرات چې خپل ژوند او کور ته مو داخل کړي د دغه دوزخ لامل وي؛ خو تاسو یې نه شی درک کولای.

بلخوا ټول فاسد کانالونه، ماهوارې او ټلویزیونونه د دین په کمزورۍ، د ښځې او خاوند د شهوت (خواهشاتو) په زیاتېدو کې ډېر تاثیر لري چې د دوی ټول اسلامي فکر او دیني عقاید چور او چپاول (له منځه وړي).

بناءً هغه کورنۍ به څه حال ولري او څه ډول ورځ به په کې تېرېږي چې موسیقي، ساز او سرود او نور منکرات په کې په پراخه کچه ځای ونیسي؟

ښايي خاوند دینداره او پرهېزګاره وي خو ښځه یې کبیره ګناهونه ترسره کوي او په کور کې د الله (جل جلاله) د بېلا بېلو عذابونو د نزول سبب کېږي؛ یا ممکن د دې مسالې برعکس ښځه نېک اخلاق ولري او له الله (جل جلاله) څخه وېرېدونکې وي؛ خو د میړه بد او ناروا کارونه په کور د الله (جل جلاله) د عذاب او بلاوو د نزول سبب شي.

نو له دې امله د کورنۍ ټولو غړو ته لازمه ده چې دینداره او پرهېزګاران وي او له منکراتو ځانونه وساتي څو کور یې د الله تعالی په عبادت ځای بدل او د تل لپاره د الله (جل جلاله) له عذابونو څخه خوندي او لرې وي.

الله تعالی په  قرانکریم کې له هغو کسانو سره چې تل د اصلاح په لټه کې وي داسې ژمنه کړې: «وَمَنْ يَتَّقِ اللَّهَ يَجْعَلْ لَهُ مِنْ أَمْرِهِ يُسْرًا » [الطلاق ۴].

یعنې: او څوک چې له الله نه وېره وکړي، الله (تعالی) به د هغه په (هر) کار کي آساني راولي.

په دې کې شک نشته چې الله تعالی ټولو هغو کورنیو ته د بریالیتوب زېری ورکوي او ژوند به یې له اسانتیاوو ډک کړي چې تل د تقوا او پرهېزګارۍ هڅه کوي.

د دې موضوع په پای کې غواړم ووایم چې که د ګډ ژوند خاوندان (ښځه او مېړه) هر یو په منکراتو او بدکاریو ککړ وي؛ نو د ژوند شریک یې باید د اصلاح هڅه وکړي او د ارزښتمنو کلمو، اصلاحي خبرو او له پند د ډکو کیسو له لارې یې تر تاثیر لاندې راولي.

د ښځې او مېړه جداوالی (طلاق) د ګډ ژوند د ستونزو د حل لومړۍ زینه او حللاره نه ده؛ بلکې هغه وروستۍ لار ده چې نور د ګډ ژوند د دوام لپاره بله چاره نه وي پاتې، نو له دې امله باید د یو او بل د اصلاح هڅه وکړئ او په دغه مسیر کې نه ستړې کېدونکی کار ترسره کړئ.

د مقالې خلاصه: (که څوک وغواړي له خوښیو او سکون ډکه کورنۍ او هوسا ژوند ولري؛ نو د کورنۍ ټول غړي دې د الله تعالی او د هغه د رسول (صلی الله علیه وسلم) پر اوامرو عمل وکړي او له منکراتو دې ځانونه وساتي.)

ژباړه او زیاتونه: انجنیر جوادالله (جاهد)

ناشر: دعوت نیوز.کام

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

چیټ خلاص کړئ
مرسته
Scan the code
سلام 👋
زه څنګه مرسته کولی شم؟