په يو کس باندې د کفر حکم کول سخته خطرناکه او د احتياط څخه ډکه مسئله ده په دې باره کې د اهل سنت و الجماعت مذهب وسط دی چې وايي : مونږ اهل قبله ته هيڅکله کافر نشو ويلای او نه هم څوک په ګناهونو کافر ګڼو بلکي د اهل سنت و الجماعت مذهب د کفر او ارتداد ثابتولو لپاره شرايط وضع کړی دي ، مثلاً که څوک حرام حلال وګڼي ، د کوم مؤمن به شي څخه انکار وکړي د هغه د کفر او ارتداد ثابتولو لپاره پوره تحقيق پکار دی په هغه څه کې چې کوم د کفر موانع بلل کيږي لکه : جهل ، اکراه ، تأويل او نور .
ځکه د تحقيق ، حجت او دليل پرته په يو مسلمان باندې د کافر حکم کول سخت سخرناک دي .
رسول الله صلی الله عليه وسلم فرماييدي:« إذا كفر الرجل أخاه، فقد باء بها أحدهما» (رواه مسلم ).
ژباړه: هر چا چې خپل مسلمان ورو په کفر باندې متهم کړ يقيناً يو د هغوی به په هغه باندې اخته کيږي او د هغه ګناه د هغوی نه د يو کس په غاړه کيږي.
پورته چې مونږ د ارتداد کوم اسباب ولوستل عمومي دي مګر په يو معين شخص د دغو اسبابو حکم ثبوت ، دليل او حجت غواړي .
مثال :
زمونږ عقيده ده چې که هر څوک د الله تعالی په عذاب ورکولو کې شک وکړي کافر دی مګر که دا حکم يو معين شخص ته متوجه شي تحقيق او حجت ته اړتيا لري د هغه شک خو به د جهل ، تأويل ، اکراه او بل څه په وجه نه وي .
خذيفه رضی الله عنه له رسول الله صلی الله عليه وسلم څخه روايت نقل کړی دی چې فرمايي :
«إِنَّ رَجُلاً حَضَرَهُ الْمَوْتُ، فَلَمَّا يَئسَ مِنَ الْحَيَاةِ أَوْصَى أَهْلَهُ: إِذَا أَنَا مُتُّ فَاجْمَعُوا لِي حَطَبًا كَثِيرًا، وَأَوْقِدُوا فِيهِ نَارًا، حَتَّى إِذَا أَكَلَتْ لَحْمِي، وَخَلَصَتْ إِلَى عَظْمِي فَامْتُحِشَتْ، فَخُذُوهَا، فَاطْحَنُوهَا، ثُمَّ انْظُرُوا يَوْمًا رَاحًا فَاذْرُوهُ فِي الْيَمِّ، فَفَعَلُوا، فَجَمَعَهُ اللَّهُ، فَقَالَ لَهُ: لِمَ فَعَلْتَ ذَلِكَ؟ قَالَ: مِنْ خَشْيَتِكَ، فَغَفَرَ اللَّهُ لَهُ». (بخارى:3452)
يو سړی د مرګ په حالت کې وو ، کله چې د خپل ژوند څخه نا هېلی شو خپلې کورنۍ ته يې داسې وصيت وکړ : کله چې زه مړ شوم ، پر ما باندې ډير خاشاک جمع کړئ او زما جسد ته اور واچوئ داسې چې غوښې مې له مينځه لاړې شي او هډوکو ته ورسيږي او ما په پوره توګه وسوځوي بيا مې هډوکي واخلئ او د ژرندې په وسيله يې ميده کړئ بيا داسې يوې ورځې ته انتظار شئ چې باد وي او هغه په درياب کې تيت کړئ ، هغوی همداسې وکړل ، الله تعالی هغه جمع کړل او ورته يې وفرمايل : ولی دې داسې وکړل ؟ ويې ويل د تا د وېرې له وجې او بلاخره الله تعالی هغه وبښلو .
نومړي سړي په آخرت او بيا ژوندې کېدو ايمان لرلو مګر هغه په دې باره کې جاهل او ناپوهه وو او داسې ګمان يې وکړ که دا کار وکړم زما څخه به پوښتنه ونشي او ده دا کار يې د الله د وېرې په وجه کړی وو .