مسلمان ته کافر ويل څه حکم لري ؟

لمړي سلامونه درته وايم ورسته تر سلام يوه مهمه پوښتنه لرم که يي جواب راته واستوي او حواله هم ورکړي مهرباني به مو وي پوښتنه داسي ده که يوڅوک ووايي چي مثلا دپاکستان خلګ تول کفار دي هيڅ مسلمان نشته په کښي ايا ددغه خبري حکم څه دي ؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟مننه

روح الله

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

مسلمان ته کافر ويل عظيم خطر دی ، او داسې ويل ستر جرم او ګناه ده .

په حديث شريف کې راغلي دي:«إذا كفر الرجل أخاه، فقد باء بها أحدهما » (رواه مسلم).

ژباړه: هر چا چې خپل مسلمان ورو په کفر باندې متهم کړ يقيناً يو د هغوی به په هغه باندې اخته کيږي او د هغه ګناه د هغوی نه د يو کس په غاړه کيږي.

د جمهورو فقهاؤ قول دا دی چې په پورته حديث شريف د کفر کليمه حقيقي کفر نه دی بلکي د جرم ، ګناه او حرمت د وجې ده ، خو داسې ويل سخته ګناه ده (تحفة الفقهاء ۲/۲۳۱ ) .

د احنافو په نزد فسق ، د حنابله په نزد شديد او سختوالی د ګناه ، د شافعیه په نزد کفران د نعمت او عظيم حرمت دی .

قال النووي رحمه الله فی شرح المسلم :
” هَذَا الْحَدِيث مِمَّا عَدَّهُ بَعْض الْعُلَمَاء مِنْ الْمُشْكِلَات ، مِنْ حَيْثُ إِنَّ ظَاهِرَهُ غَيْرُ مُرَاد; وَذَلِكَ أَنَّ مَذْهَب أَهْل الْحَقّ : أَنَّهُ لَا يَكْفُر الْمُسْلِم بِالْمَعَاصِي ، كَالْقَتْلِ وَالزِّنَا ، وَكَذَا قَوْله لِأَخِيهِ : يَا كَافِر ، مِنْ غَيْر اِعْتِقَادِ بُطْلَانِ دِينِ الْإِسْلَام .

و جاء فی الموسوعة الفقهية :

وقال الحنفيّة بفسق القائل‏.‏ قال السّمرقنديّ‏:‏ وأمّا التّعزير فيجب في ٍجنايةٍ ليست بموجبةٍ للحدّ، بأن قال‏:‏ يا كافر، أو يا فاسق، أو يا فاجر‏.‏

وقال الحنابلة من أطلق الشّارع كفره، مثل قوله صلى الله عليه وسلم‏:‏ » من أتى كاهناً أو عرّافاً فصدّقه بما يقول فقد كفر بما أنزل على محمّدٍ صلى الله عليه وسلم «‏.‏ فهذا كفر لا يخرج عن الإسلام بل هو تشديد‏.‏

وقال الشّافعيّة‏:‏ من كفّر مسلماً ولو لذنبه كفر، لأنّه سمّى الإسلام كفراً، ولخبر مسلمٍ‏:‏ » من دعا رجلاً بالكفر أو قال عدوّ اللّه وليس كذلك إلاّ حار عليه «‏.‏ أي رجع عليه هذا إن كفّره بلا تأويلٍ للكفر بكفر النّعمة أو نحوه وإلاّ فلا يكفر، وهذا ما نقله الأصل عن المتولّي، وأقرّه، والأوجه ما قاله النّوويّ في شرح مسلمٍ أنّ الخبر محمول على المستحلّ فلا يكفر غيره، وعليه يحمل قوله في أذكاره أنّ ذلك يحرم تحريماً مغلّظاً‏ (موسوعة الفقهية ) .

و الله سبحانه وتعالی اعلم

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

error: Content is protected !!
چیټ خلاص کړئ
مرسته
Scan the code
سلام 👋
زه څنګه مرسته کولی شم؟