نوي ماشومان کوم موادو ته اړتیا لري؟

که مو په کور کې نوی ماشوم تر خپل وخت مخکې پیدا شو او یا هم په خپل وخت پیدا شو خو کوچنی معلومېده نو وزن به یې کړئ، که چېرې یې وزن تر دوه نیم کیلو کم و، نو دوی د نورو ماشومانو په شان قوت نه لري او د ماشومانو د یو متخصص په لارښوونه ولاندې اضافي طاقتي موادو ته د اوږدې مودې لپاره ضرورت لري:

اول : ویټامین D چه د ولادت په دوهمه هفته کې شروع او تر شپږ میاشتو پورې ادامه ورکول کېږي.

دوهم : کلسیم او فاسفورس د دې لپاره چې د ماشوم هډوکي صحی وده وکولای شي نو ورته کلسیم او فاسفورس په دوهمه هفته کې شروع او تر څلورو میاشتو پورې ادامه ورکول کېږي.

دریم : اوسپنه د دې لپاره چې د دې ماشومانو له کم خونۍ څخه مو مخنیوی کړی وي، نو که د ماشوم وزن تر یو نیم کیلو کم و، په دوهمه اونۍ د ولادت او که وزن یې تر دې ډېر و، نو د ژوند په شپږمه اونۍ کې یې ورته شروع کوو او تر یو کال پورې ادامه ورکوو.

څلورم: د ویټامینو کمپلکس یا مجموعه چې دا هم ۰٫۳ ملي لیټره د ژوند په دوهمه اونۍ کې شروع او د دوه څخه تر څلور میاشتو پورې ادامه ورکول کېږي.

دوکتور کریم الله ظاهری

د اطفالو ټرینی متخصص

دعوت نیوز در شبکه های اجتماعی

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

📛 تاسو د کاپي کول اجازه نه لری!
محتوای این وب‌سایت محفوظ است. لطفاً بدون اجازه، آن را کپی نکنید.