دغوښې روغتیایي زیانونه

د وزن د ډېرښت لامل ګرځي:

که څه هم زموږ افغانان چاغوالی د ښه صحت په توګه تعبیروې، مګر په نوره نړۍ کې دا جدي روغتيايي ستونزه ګڼل کېږي. که ډېره غوښه خورئ، نو وزن مو له مناسبې اندازې ډېرېږي او له ګڼو ستونزو سره به مخ شئ.

 د ژر زړښت لامل ګرځي:

ژر زړښت د غوښې یو له هغو زیانونو څخه دی، چې ممکن ډېر خلک ترې خبر نه وي. له همدې امله روغتياپالان توصیه کوي، چې د غوښې پر ځای سبزیجات او مېوې وخورئ.

انرژي مو کموي:

دا به ډېره جالبه وي، چې پوه شئ غوښه د انرژۍ د ډېروالي پر ځای کموي. ددې پر ځای هڅه وکړئ، مېوې او سبزیجات وکاروئ. ترڅو بدن مو د خپلو ورځنيو فعالیتونو د ترسره کولو لپاره په کافي اندازه انرژي ترلاسه کړي.

 دبدن بوی مو ډېروي

ترسره شوې څېړنې ښایي، چې د هغو کسانو بدن چې ډېره غوښه خوري، نسبت هغوی ته چې کمه خوري بدن یې ډېر بوی کوي.

دوینې فشار لوړوي

غوښه د کولسترول څخه ډکه وي؛ له همدې امله ستاسو د بدن د وینې فشار لوړوي. خو هېره دې نه وي، چې په کمه (مناسبه) اندازه د غوښې استعمال د وینې فشار طبیعي (عادي) حالت ته ګرځوي.

 د هاضمي سیستم دګډوډی سبب ګرځي

د غوښې له سختو زیانونو څخه چې باید اشاره ورته وشي، هغه د هاضمي سیستم ګډوډول دي. ددې اصلي علت یې دا دی، چې په غوښه کې د فایبر کچه ټيټه ده. همدارنګه په اختر کې په ناڅاپي توګه د ډېرې غوښې خوړل پخپله معدې ته د یو ډول فشار ور وستل دي. نو هڅه وکړئ، د خوند پر ځای خپل صحت غوره وګڼئ.

له ټولو سره سره د غوښې نامنسابه خوراک کولی شي دا لاندې ستونزې هم پيداکړي.

★ـ پر شکرې ناروغۍ د اخته کېدو ګواښ، د سبزي خوړونکو په پرتله په غوښه خوړونکو وګړو کې ډېر وي.

★ـ په بدن کې د التهاب سبب کېږي.

★ـ د ډېرو سرو کړو یا سیخ کړو غوښو خوړل د سرطان سبب کېږي.

★ـ د زړه ناروغۍ راپیداکولی شي.

دعوت نیوز در شبکه های اجتماعی

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

📛 تاسو د کاپي کول اجازه نه لری!
محتوای این وب‌سایت محفوظ است. لطفاً بدون اجازه، آن را کپی نکنید.