نفع او ضرر ، خير او شر د الله تعالی د جانبه دي او د ايمان رکن دی چې مخکې د ايمان په ارکانو کې بيان شول دلته د نن عصر په يوه ګمراه کوونکي فتنه بحث کوو چې هغه يو درواغجن وصيت دی .
د شيخ احمد يا کوم بل نوم باندې درواجن وصيت چې دغه څو کاله د خلکو په مينځ کې وصيت پانې کارته پورته کيږي ، په پښتو ، دري انګليسي او نورو ژبو ليکل شوي وي چې د متن په يوه برخه کې يې داسې ليکلي دي :
[دا خبر راساً د مدينې د شيخ احمد لخوا د جمعې په ورځ را استول شوی دی، شيخ د قرآن د تلاوت ورسته بيده او په خوب کې حضرت محمد صلی الله عليه وسلم ويني چې ده ته مخامخ ولاړ دی او ورته وايي :چې په دې يوه هفته کې ۷۰۰۰ خلک مړه شول مګر د دوی څخه يو هم رښتنی مسلمان نه ؤ ،هيڅ يو يې د الله د غوښتنې موافق عمل نه ؤ تر سره کړی .
هغه همدارنګه وويل: اوس بد وخت دی د نجونو بې حجابې ،زکات نه ورکول ،لمونځ نه کول وروسته د درواغو ډراميې ليک څه نوره ادامه مومې او په آخر کې د نوموړی خبر د قبول او رد رسولو او نه سولو په اړه د ګټي او ضرر خبردارئ ورکوي او پای مومی .
اګر چه دا خبر يا ليک ځوابول هم نه ارزي ځکه چې دې ته اهميت ورکول الله تعالی مه کړه د مسلمانانو په سادګۍ او بې علمۍ دلالت کوي خو بيا هم يو مسئوليت يې بولو چې دغه فاسد عقايد د اسلامې ارشاداتو په رڼا کې ځواب کړو او په آينده کې کوم څوک دې ته ورته درواغجنو او ګمراه کوونکو خبرو ته اهميت ورنه کړي .
ددې ليک او يا وصيت رد :
۱- خوب ليدل که رښتيا هم وي د پيغمبر څخه پرته که هر چا ليدلی وي کوم شرعی دليل نشي کيدای ،په مسائلو کې پر خوب باندې اعتماد رواه نه دی خوبونو ته څه اعتبار دی اول خو د خوب حجت او دليل کېدل غيرثابت دي بيا دهغه صحيح تعبير په فکر کې را تلل ضروري نه دي (فتاوی ابوالمختار ج ۱ص ۱۴۴ ،افاضات ج ۹ ص ۲۱۰-۲۰۸ ) .
خوب د امرو په شناخت باندې دليل نشي کيدای ځکه خوب کله سم او کله خطا وي نو د خوب شرعي اصل او دليل کيدل يو خيال او ګمان دی (فتاوی البلدالحرام – مکه مکرمه ۱/۴۴۰-۴۴۳).
۲- په غيبو يواځې الله تعالی پوهيږي نفع او ضرر رسول يواځې د ستر چښتن تعالی (جل جلاله) کار دی او بس لقوله سبحانه تعالی :قُل لاَّ أَمْلِكُ لِنَفْسِي نَفْعًا وَلاَ ضَرًّا إِلاَّ مَا شَاء اللّهُ وَلَوْ كُنتُ أَعْلَمُ الْغَيْبَ لاَسْتَكْثَرْتُ مِنَ الْخَيْرِ وَمَا مَسَّنِيَ السُّوءُ إِنْ أَنَاْ إِلاَّ نَذِيرٌ وَبَشِيرٌ لِّقَوْمٍ يُؤْمِنُون (الاعراف: ۱۸۸) .
ژباړه: ووايه (ای محمده ! دوی ته ) چه زه ځان ته د نفع او ضرر رسولو واک نه لرم مګر هغه څه چې اراده وفرمائې الله ، او که زه پوهيدلی په غيب باندې نو خامخا حاصل کړی به مې وای ډير له خير (نفعی ) او نه به ؤ رسيدلی ماته کوم ضرر او زيان ، نه يم زه مګر ويروونکی (دکفارو په جحيم سره ) او زيری ورکوونکی (په نعيم سره ) قوم د مؤمنانو ته .
تشريح : محمد رسول الله صلی الله عليه وسلم د الله سبحانه وتعالی نازولی خاتم انبياء او د ټول عالم لپاره را استول شوی پيغمبر هم ځان ته د ضرر او نفعې واک نه لري مګر د الله په اراده او همدارنګه په غيبو نه پوهيږي مګر د وحی په وسيله .
نو د سيد د ليک په رسولو او نه رسولو کې به څنګه نفع او ضرر وي ؟
دا يوه ګمراه کوونکی عقيده ده چې د قرآن او سنتو خلاف ده .
۳- که غالباً يو چا دا کار په دې موخه کړی وي چې خلک به پدې سره وويروم (امر په نيکی او منعه له بدو کارو) يې هدف وي نو دعوت خو بايد د قرآن او سنتو د ارشاداتو په رڼا کې وشي نه درواغ جوړول ليارې ، درواغ ويل خو کبيره ګناه ده .
آيا ته د قرآن د هغه وعيدونو څخه خبر نه يې ؟ چې د زکات نه ورکونکو او لمونځ نه کوونکو په باره کې بيان شوي دي .
قوله تعالی : …. وَالَّذِينَ يَكْنِزُونَ الذَّهَبَ وَالْفِضَّةَ وَلاَ يُنفِقُونَهَا فِي سَبِيلِ اللّهِ فَبَشِّرْهُم بِعَذَابٍ أَلِيمٍ (التوبه ۳۴ ).
ژباړه: اوهغه کسان چه خزانه کوي سره زر او سپين زر (مال او دولت ) او نه لګوی هغه په لاره د الله کښی (زکات نه ورکوي ) نو زېری ورکړه دوی ته په غذاب دردناک سره .
مَا سَلَكَكُمْ فِي سَقَرَ * قَالُوا لَمْ نَكُ مِنَ الْمُصَلِّي(المدثر:۴۲-۴۳).
ژباړه: تاسې څه شي دوزخ ته بوتلی ، هغوی به ووايي مونږ له لمونځ کونکو څخه نه ؤ.
د قرآن او سنتو په موجوديت کې د سيد خوب ته څه ضرورت ليدل کيږي ؟
پدی باور او د هغه په رسولو تأقيد څه معنی لري ؟
[فَمَنْ أَظْلَمُ مِمَّنِ افْتَرَى عَلَى اللَّهِ كَذِبًا لِيُضِلَّ النَّاسَ بِغَيْرِ عِلْمٍ إِنَّ اللَّهَ لَا يَهْدِي الْقَوْمَ الظَّالِمِينَ] (الأنعام :۱۴۴) .
ژباړه: نو څوك دي ډير ظالم (نشته لوى ظالم) له هغه چا څخه چې پر الله باندې درواغ تړي ددې لپاره چې خلک بې له علمه ګمراه كړي، بيشكه الله هدايت نه كوي ظالم قوم ته .
۴- يو ډله ده په نوم د کراميه دا ډله عقيده لري چې د شريعت په امرو کې د ترغيب او ترهيب لپاره دوراغ احاديث او خبرې جوړول جايز دي زه فکر کوم دا وصيت ليکونکی به د همدې ډلې څخه وي ، نو مسلمانان بايد بېدار وي ، هر څوک چې په درواغ احاديث جوړوي او هغه نورو خلکو ته رسوي دوزخي دی .
رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي : من کذب متعمداً فليبواء مقعده من النار (البخاري ۱۲۲۹ ) .
يعنې : څوک چې قصداً رسول الله صلی الله عليه وسلم درواغ احاديث منسوبوي هغوی اصلاً ځان ته په دوزخ کې ځای برابروي .
…………………………………………………………………………………………………………………………………………………………………………………………………………………
د دعوت نیوز.کام رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. جزاکم الله خیراً
د دعوت نیوز) بانکي پتهDN Bank AC # 00105100585219:)
د واټس آپ WhatsApp: +93747162162 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat News.com Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DN Bank AC # 00105100585219
WhatsApp: +93747162162
…………………………………………………………………………………………………………
که تاسو غواړئ چې علمي او تحقیقاتي لیکنې او مقالې مو په دعوت نیوز کې خپرې شي نو لاندې لینک کیکاږئ او مونږ ته په انلاین بڼه خپله لیکنه را واستوئ؛
https://dawatnews.com/submit-article/
شرعي پوښتنه:
که کومه شرعي پوښتنه لری دمهربانی له مخې لاندې فورم ډک کړی او خپله پوښتنه ثبت کړئ.
*دعوت نیوز.کام (بااعتبارترین مرجع نشر و اشاعت قرآن و حدیث در سراسر جهان) ⏬
🌐www.dawatnews.com✅
…………………………………………………………………………………………………………
لاتنسونا عن صالح دعائکم
اخوکم في الله ابوأحمد