نور به نو د موبایل د چارچ به کیسه کې نه ياست

انرجایزر شرکت داسې یو نوی ټیلیفون جوړ کړی چې بېټرۍ یې تر بیا چارجولو پورې ان تر ۵۰ ورځو پورې کار کولای شي.
خو دا ټيليفون ډېر نری او نرم نه دی چې د ټکنالوژي مینه‌والو د ځیرکو ټيليفونونو نړۍ کې د «چاغ هلک» نوم ورکړی، دا ځکه چې د نورو موبایلونو په پرتله پیړ دی.
د دغه ټيليفون جوړوونکي شرکت وايي، مخکې له دې چې چارج یې ختم شي، کارن تر دوو پرله‌پسې ورځو په دغه ټيليفون کې ويډیوګانېکتلای شي، ۱۰۰ ساعته سندرې اورېدلای شي.
دا ټيليفون د ۲۰۱۹ کال د ګرځنده موبايلونو نړیوال کانګرس چې اسپانیا کې جوړ شوی و، د کنفرانس د پا م وړ مهم ټکی ګرځېدلی و او دغه شرکت دا موبایل اعلان کړ.
د انرجایزر سوداګریزې نښې له کبله، ځینې داسې انګېري چې د موبايل تر پوښ لاندې شاید بل څه وي چې تر دومره ډېره وخته چارج ساتلای شي.
ځینې باور لري چې دا موبا يل د دې باوري کولو هڅه ده چې ګني دا نوي ځیرکو موبايلونو په ۲۰۱۹ کال کې د ځینو هغو کارنو اړتیاوې پوره کولای شي چې په انډرویډ سيسټم چلېږي.
تر اوسه دغه شرکت بازار ته د دغه ټیلیفون د را ایستلو اعلان نه دی کړی او نه یې هم د د هغه وزن اعلان کړی.

سرخط ورځپاڼه

دعوت نیوز در شبکه های اجتماعی

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

📛 تاسو د کاپي کول اجازه نه لری!
محتوای این وب‌سایت محفوظ است. لطفاً بدون اجازه، آن را کپی نکنید.