موبايلونه دا تاوانونه لري

شاید موبایل یا ستاسې لاسي ټلېفون تاسې ته د اسانتیا یوه تر ټولو ښه وسیله وي، خو راځئ نن د کلفورنیا د روغتیا د برخې څېړونکیو څرګندونې هم ولولئ.
دا څېړونکي وايي، سمه ده چې موبایل اسانتیا ده، خو زیاتوي، روغتیا ته ډېر زیان رسوي.

څېړونکي وايي، موبایل راډیو اکټیو او همدا ډول یو شمېر نورې لېزري شعاوې لري چې کولای شي زیات کارول یې ستاسې روغتیا زیانمنه کړي.
د څېړونکیو له قوله، د موبایل سګنلونه، راډیو فریکونسي خارجوي چې روغتیا تر اغېز لاندې راولي. دا ډول وړانګې د ماشومانو او نیمه ځوانانو د دماغي ودي د مرحلې له‌پاره ډېرې زیانمنې دي.

څېړونکي زیاتوي، ټلېفون مو د شپې پر مهال تر خوا مه ږدئ او همدا ډول ډېر هیډفون هم مه کاروئ.
له وړاندې په یوه بله څېړنه کې ویل شوي و چې شاید موبایل درته دماغي سرطان پیدا کړي.

سرخط ورځپاڼه

دعوت نیوز در شبکه های اجتماعی

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

📛 تاسو د کاپي کول اجازه نه لری!
محتوای این وب‌سایت محفوظ است. لطفاً بدون اجازه، آن را کپی نکنید.