ايا لدې ويرې نه دخلاصون په هکله مو څه فکر کړى؟
ټول شاګردان له امتحانه په ويره او ډار کې وي ،ددې ډار ترټولومهم علت دامتحان هغه نتيجه ده چې يا خودشاګرد دمحبوبيت ،شهرت اوتشويق اويا هم برعکس دناکامى په صورت کې دتهديد ،تحقير اوشرمندګۍ باعث ګرځي.
دامتحانونو په رارسيدوسره اکثريت شاګردان دامتحان په ډاراخته کيږي هميشه په نا آرامي اوتشويش کې وي چې هسې نه چې ټول زده کړې شيان مې له ياده ووځي .
له امتحانه ډيره ويره او ډار کيداى شي ددې باعث وګرځي چې شاګرد زده کړي شيان له ياده وباسي اوبلاخره ياکمې نمرې يوسي او ياهم له ناکامى سره مخ شي.
له امتحانه دويرې اوډار نښې :
له امتحانه دويرې اوډار ځينې نښې دادي : دسر خوږ ، دسر ګرځيدل ،دبدن ګرموالى ،سالنډي ،دلاسونو او بدن خولې کيدل، دزړه ضربان زياتيدل ، دآواز او دبدن لړزيدل .
ولې شاګردان له امتحانه ويره او ډار لري ؟
څنګه کولى شو دامتحان ويره او ډار کنترول کړو ؟ ١- دمکتب لخوا په شاګردانو زور راوړل . ٢- دکورنيو لخوا په شاګردانو له حد نه زيات فشار راوړل او هر وخت له امتحانه دهغوى ويرول . ٣- شاګردان ددرس او مطالعې لپاره منظم اوپرلپسې پروګرام نه لري . ٤- دشاګردانو کورنى له امتحانو مخکې هغوى ته په منظمه توګه د درس پروګرام نلري .
سره لدې چې ټول پدې پوهيږي چې دامتحان دشپې درس هومره ګټور نه وي لکه چې مخکې منظم او دتقسيم اوقات مطابق درس ويل شوى وي ، ولې بيا هم اکثريت شاګردان دا کار کوي .
پکار ده له امتحانو مخکې منظم ورځنى تقسيم اوقات ولرئ او ورځنې درسونه تعقيب کړئ ، دامتحان شپې ته دټولو درسونو پريښودل ستاسې دپريشانى او ډار باعث ګرځي .
دامتحانونو په دوران کې دزيات درس ويلو له انله دماغ ستړى کيږي اوکافي استراحت او آرام ته ضرورت پيدا کوي ، همدارنګه له خوب سره ذهن بيا تازه کيږي او دحفظولو لپاره تياريږي .
نوکه دامتحان نتيجه مو ښه غواړئ په کار ده چې دخوب او آرام وخت مو منظم وي ،کوښښ وکړئ دامتحانو په شپو کې وختي ويده شئ حتى که امتحان مو دماسپښـن لخوا هم وي .
همدارنګه په کورونو کې بايد درس او مطالعې ته مناسب او آرام ځاي برابر شي ، کورني جنجالونه دشاګردانو ذهني حالت ګډوډوي او دښې زده کړې مخه نيسي.
په خوړو کې زيادت يا کموالى پر بدن ناوړه اثرات غورځوي ، دامتحانونو په جريان کې خواړه ستاسې په کاميابى باندې مستقيم تاثير لري ځکه تر څو مناسب اوضروري خواړه ستاسې دماغ ته ونه رسيږي ذهن مو نشي کولى څه ياد کړي. نوضرور ده چې له تازه سبزي او ميوې نه استفاده وکړئ او که په کافي اندازه دغه خواړه نشى ترلاسه کولى نو دمولټي وټامين ګولىو څخه ګټه واخلئ ، ددې لپاره چې
دامتحان پر وخت کافي انرژي ولرئ نو امتحان ته له تګ نه مخکې په کافي اندازه قند( خواږه ) لرونکي خواړه وخورئ. ٣- مناسب خواړه وخورئ :
ځينې شاګردان عادت لري چې دامتحانو په راتګ سره ځان په يو اطاق پورې محدو کړي اوله ګرځيدو اوبيرون راوتلو ځان ساتي کله چې په دوامداره توګه په ساعتو ساعتو له حرکته پاتې شئ نو دماغ مو هم ساکن کيږي نو که غواړئ څه ياد کړئ پکار ده چې څه ناڅه ورزش وکړئ لږ ترلږه قدم ووهئ يا شنې او سرسبزه منظرې وګورئ
.
له امتحانه مخکې او هم دامتحان پروخت اکسيجن ستاسې ددماغ دسم کار کولو لپاره ضرورى دى نوکوښښ وکړئ چې په آرامه اوژوره توګه ساه واخلئ لدې سره به ووينئ چې کرار کرار ستاسې ويره ختميږي او ذهني آرامتيا احساسوئ. ٥- په ژور تنفس سره ځان ارام کړئ :
٢ – ټول هغه شيان چې دامتحان لپاره پکاريږي له ځان سره يوسئ. ٣ – دامتحان کومې لارښوونې چې تاسې ته کيږي هغو ته توجه وکړئ. ٤ – ددې لپاره چې دوخت له کمبود سره اخته نشئ درکړل شوي وخت ته پام وکړئ . ٥ – ذهن مو دهر ډول سوالونو حلولو ته آماده کړئ ، دامتحان پروخت يو ځل سوالونه ولولئ او مخکې لدې چې ځواب يې وليکئ اول په ځواب باندې ځان قانع کړئ . ٦ – اول آسانه او ساده سوالونه حل کړئ ورپسې متوسط او په آخر کې سختو ته شروع وکړئ. ٧ – دپارچې په ورکولو کې عجـــله مه کوئ ، که له ټاکلي وخت نه مو مخکې سوالونه حل کړل پارچه يوځل بيا وګورئ .
سره لدې چې دامتحان ويره او ډار سرنوشت ټاکونکې ده خو پوهان پدې عقيده دي چې شاګردان ، معلمان ، اداره او دشاګردانو مور او پلار کولى شي ددې ډار په کمولو کې موثر رول ولوبوي .
ددوى رول په لاندې توګه يادولى شو :
هغه څه چې په شاګردانو پورې اړه لري :
.
هغه څه چې په استادانو يا دمکتب په ادارې پورې اړه لري : ٢ – همدارنګه ځينې شاګردان ددرس دزده کړې سمې طريقې نه پيژنې نو بايد کوښښ وکړي چې دهر مضمون د زدکړې آسانه لار پيدا کړي او پدې هکله له خپلو استادانو او مشرانو نه مشورې واخلي .
خو برعکس په امتحان سره دشاګردانو ويرول او هغوى ته امتحان يو بلا ښکاره کول او کله کله هم شاګردانو ته چلينج ورکول اويا بېځايه سختي کول په شاګردانو کې دامتحان ويره او ډار منځته راوړي .
هغه څه چې دشاګردانو په کورنيو پورې اړه لري :
دکورنى لخـــــــوا دښو نمرو دترلاسه کولو لپاره دشاګرد له وس او توان نه پورته طمع کول دشاګرد ذهني حالت ګډوډوي .
ځينې کورنى له نورو شاګردانو سره خپل بچيان مقايسه کوي او خپلو بچيانو ته دپيغور او طعنې په شکل نور شاګردان ور يادوي بغير لدې چې داستعداد تفاوت ، شخصي علاقه او امکانات په نظر کې ونيسي ، ددوى داکار ددې باعث ګرځي چې شاګرد دخجالت او سپکاوي احساس وکړي او داچې دخپلې کورنى دا بې ځايه آرمان نشي پوره کولى نو دشرم او حقارت له احساس سره کرار کرار له درس او مکتب نه زړه تورى شي ،
خـــــــــــــــــــو برعکس له شاګردانو نه دهغوى د وس او توان په اندازه دنمرو او کاميابي طمع او توقع کول ، له نورو سره دهغوى نه مقايسه کول او هغوى ته طعنې او پيغورونه نه ورکول ، دکاميابي لور ته د هغوى تشويق اوهڅــول حتى په ډيرو ضعيــــفو شاګردانو کې هم دکاميابي لور ته د کوښښ هڅه او احساس را پيداکوي او دامتحان ويره او ډار ترې ختموي . نو پکار ده چې کورنى دخپلو بچيانو له وس او توان نه باخبره وي او دهغوى د وس په اندازې توقع ترې ولري .
هغه شاګردان چې د مکتب ، کورنۍ او امتحان تر فشار لاندې وې نو دامتحان ويره او ډار ورسره پيدا کيږي او زياته ضربه وينى آن تر دې چې مخکې له مخکې يې ناکامي په ځان منلي وي .
دامتحان په دوران يا له امتحانه مخکې په ځينو کورنيو کې سم نظامي حکومت اعلان شي ، شاګرد مجبور وي چې شپه او ورځ په ساعتو ساعتو له دمې او وقفې پرته درسونو ته واړوي او دهغوى تفريح او دمې ته هيڅ پام نه کيږي ، دوى فکر کوي چې شاګرد بايد لکه يو ماشين داسې شپه او ورځ لګيا وي حال داچې شاګرد په ډير درس ويلو له ذهني ستړيا او خستګي سره مخ کيږي او هرڅه ورنه ګډوډيږي چې دا کار له امتحان نه ددوى دويرې او ډار باعث ګرځي .
خو برعکس متاسفانه په ځينو کورنو کې دشاګردانو دامتحان په هکله هيڅ توجه نه کيږي ، شاګرد ټول وخت خپل سر ته پريښودل شوى وي او چې امتحانونه راورسيږي نو ددرسونو دزياتوالي له وجهې په شاګرده باندې دامتحان ويره او ډار غلبه وکړي او منفي نتيجه لاسته راوړي .
ځينې کورنى فقط مکتب ته دشاګرد په ليږلو سره ځان خلاص ګڼي او نور هيڅ د مسؤليت احساس نه کوي او وايي چې شاګرد بايد خپله ځان ورسوي او مونږ نشو کولى له هغه سره په مصروفيدو ځان له کار او روزګاره وباسو .
دامتحانو پر وخت له کوره دمور اوپلار لرې والى هم په شاګردانو بد اثر غورځوي نو دامکان په صورت کې بايد مور اوپلار په کور واوسي او له خپلو بچو سره نرمه او ښه رويه وکړي .همدارنګه مور او پلار بايد دامتحانو په شپو کې خپل بچيان دشپې له بېځايه مجلسونو، تلويزيون او کمپيوټر ته له زيات کيناستلو ¸ له مبايل سره زيات مصروفيدلو او داسې نورو اضافي کارونو نه منع کړي .نوکچيرې شاګردان ، دهغوى کورنى ، دمکتب اداره او معلمين ټول په شريکه پورتنيو لارښوونو ته په پام سره خپل مثبت رول ولوبوي نو له شاګردانو نه به دامتحان ويره او ډار لرې شي آرام او ډامن امتحان به ورکړي اوپه زړه پورې پايله به ولري.