له وېرې بې‌ برخې او له ضمیره مړه زړونه❗

✍🏻 لیکنه: صدیق الله محسن


انسان هغه وخت له حیوانه هم بدتر شي، چې له خپل رب څخه د وېرې احساس یې له منځه ولاړ شي او ضمیر یې مړ شي.
کله چی په زړه کې نور د وجدان اواز نه وي، د ظلم او حرام احساس نه وي، نو بیا دا انسان نه، بلکې د ظاهري بڼې تر شا یو وحشي روح ګرځي.

نن د کوزې پښتونخوا یو ورور چې له اوږدې مودې وروسته له دندې خپل کور ته روان و، د موبایل او څو پیسو د نه‌ ورکړې له امله غلو وژلی. ویل کېږي چې د هغه واده ته یوازې څو ورځې پاتې وې.😥
پرون شپه بیا په هماغه سیمه کې زموږ د یوه استاد زوی چې د ننګرهار ولایت و د موبایل د اخیستلو پر مهال د غلو لخوا په پښه ویشتل شوی چې وروسته ډاکټرانو د هغه د ټولې پښې د پرې کولو پریکړه کړې.🥺

انسان حیران شي چې دا څنګه ممکنه ده؟
هغه څوک چې ځان مسلمان بولي، په فخر سره وايي: الحمدلله مسلمان یم، خو بیا دومره وحشت، ظلم او بې‌ رحمي کوي؟

ایا دوی نه دي خبر چې د یو مؤمن انسان ناحقه وژل څومره ستر جرم او لویه ګناه ده؟
الله جل جلاله په قرآن کریم کې فرمایي:
وَمَن يَقْتُلْ مُؤْمِنًا مُّتَعَمِّدًا فَجَزَاؤُهُ جَهَنَّمُ خَالِدًا فِيهَا وَغَضِبَ اللَّهُ عَلَيْهِ وَلَعَنَهُ وَأَعَدَّ لَهُ عَذَابًا عَظِيمًا
📖(سورة النساء، آیت ۹۳)
ژباړه:
او څوک چې یو مؤمن په قصد سره ووژني، د هغه سزا دوزخ دی، چې هلته به تل وي، الله تعالی به پرې غضب وکړي، لعنت به پرې وکړي او د ده لپاره به یې لوی عذاب تیار کړی وي.

نو اې له رب څخه بې‌ وېرې او بې‌ ضمیره انسانه!
ایا ته ګومان کوې چې د بل د کور د ورانولو، د بل د زړه د ماتولو او د بل د وژلو په بدل کې به ته خپل ژوند آباد کړې؟
ایا د یو څو پیسو په خاطر د یو مؤمن د وینې تویول به تا هوسا کړي؟
ایا ته فکر کوې چې د بل د کورنۍ د ویر چیغې به ستا کور ته خوشحالۍ راوړي؟ هيڅکله نه!

پوه شه! دا ژوند لنډ، فاني او تېریدونکی دی، خو د آخرت ژوند نه ختمېدونکی، حساب یې سخت او عذاب یې زغمل ناشونی دی.
نن که ته له انسانانو وتښتې، سبا به له الله تعالی نشې تښتېدلای او د هرې ذرې حساب به ورکوې.
نو راشه، له دغه کرغيړن عمل توبه وکړه، مسلمانانو ته له تکلیف ورکولو، د هغوی د مال له خوړولو او له قتلولو ډډه وکړه، ځکه د بل بنده حق ولو که ډیر عادي وي، تاته نه بخښل کیږي.

ربه! موږ ټول پر بل باندې له ظلم او د ظالمانو له ظلمه وژغوره او زموږ د ټولنې بدو او شریرو انسانانو ته هدایت وکړه🤲🏻

دعوت نیوز در شبکه های اجتماعی

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

📛 تاسو د کاپي کول اجازه نه لری!
محتوای این وب‌سایت محفوظ است. لطفاً بدون اجازه، آن را کپی نکنید.