خوږ ملګری ښه ژوند

صفی الله “رائد ”

ښه ملګرتیا او ښه ملګری د الله تعالی ځانګړې پېرزوینه ده. د دین او دنیا په ټولو چارو کې د ملګري حیثیت د یوه محرک په څېر وي چې هم دې تر ټولو خلکو وړاندې کولی شي او هم دې وروسته پاتې کولی شي.

بې ملګري ژوند که هر چېرې وي مګر  نیمکړی، بې کیفه او بې  خونده وي.

ځکه یو ملګری د یو شخص لپاره د هغه پېژاند، د څنګ ښکلا او د ژوند یې مهم راز بلل کېږي.

که یو څوک ښه ملګری په ژوند کې ونه لري؛ نو دا په دې معنا چې دی په ځان کې نیمګړتیاوې لري او ژوند یې خورا نیمګړی وي.

که غواړې چې تل اتل او خپل ژوند ته لا ښکلا ورپه برخه کړې؛ نو راشه خپل ځان ته داسې یو ملګری پیدا کړه!  چې د سترګو اوښکې دې په خپلو لاسونو پاکې  او تر څنګ يې د آرامۍ احساس وکړي. راشه نن د یو ښه او ښایسته ملګري په لټه کې شه!
چې ستا د درد په لېدو ستا د خوشحالولو او خندولو لپاره په هر حال  تیار واوسي.

داسې یو ملګری  چې له ځان نه هم ډېر په تا او ستا په ملګرتیا باور ولري.

داسې ملګری چې د ګمراهۍ له تیارې دې را ایسار او د هدایت رڼاوو ته دې برابر کړي.

هو! ملګرتیا هنر ته اړتیا نه لري بلکي پاک زړه او باور ته اړتیا لري؛

خو ډیر خلک بیا پاک زړه او باور نه لري، نو هڅه وکړه تر څو ځان ته پاک زړی او یو ښه باوري شخص پېدا کړې.

ځکه ښه ملګری د هغې ملایکې په څېر ده، چې انسان د کامیابۍ تر آسمانونو رسوي. او دژوند موخو ته د رسېدلو لپاره یې د سمې لارې په ښودلو کې د لارښود په څېر اوږه په اوږه او پل په پل قدم ږدي او د نړۍ ټوله سوکالي، خوشحالي او آرامي یې په لمنه کې ور آچوي.

هر څوک د ژوند ملګری مه جوړوه!  خو که ملګری دې ورته وویل، بیا به یې نو د چا په مخکې بد نه وایې! ځکه چې ملګرتیا دکتاب په څیر ده !

سوځیدل یې څو ثانیې مګر لیکل یې بیا  کلونه كلونه وخت نیسي.

هڅه وکړه تر څو خپل ښایسته ملګري ته په زړه کې ځای ورکړې؛ ځکه غوره ملګری لکه ملغلره داسې وي، له ملغلرې څخه که وړه ذره هم ماته شوه نو ټول ارزښت له لاسه ورکوي، چې ښایي ښې  پایلې  ونه لري.

له ملګرو پرته د انسان ژوند دومره تش او بې خونده وي لکه په یو ځای کې چې یواځې یو څو دېوالونه راچاپېر وي او په منځ کې یې هېڅ هم نه وي او یا هم لکه بې مالګې مالګه دانۍ.

ځکه چې ملګری د ژوند خوشحالي او ښکلا ده، او په شتون یې انسان دومره تازه وي؛ لکه په وچه او شاړه دښته چې باران وشي او په هغه باندې تازه ګلان وغوړیږي.

هرانسان دخپل دوست او ملګري په دین او طریقه باندې وي؛ په دې وجه له یوچا سره ددوستۍ او ملګرتیا نه وړاندې ښه غور او فکر کول اړین دي، چې له چا سره باید دوستي او ملګرتيا وشي.

د ملګري او ملګرتیا په هکله څو خورې ملغلرې ـ

ـ ﻫﯧڅ ﯾﻮﻩ ﻻﺭﻩ ﺍﻭږﺩﻩ ﻧﺪﻩ، ﮐﻪ ﯾﻮ ﻣﻠګﺮﯼ ﺩﯤ

ﺩ ﻻﺭﯤ ﻣﻞ ﻭﻱ.

“ﺟﺎﭘﺎﻧﻲ ﻣﻠﻐﻠﺮﻩ”

ـ ِښه ﺑﻪ ﺩﺍ ﻭﻱ ﭼﯥ ﺳړﯼ ﻣړ ﻭﻱ،

ﺗﺮ ﺩﯤ ﭼﯥ ﺑﯥ ﻣﻠګﺮﻭ ﮊﻭﻧﺪ ﻭﮐړﻱ.

“ﺳﻮﯾډﻧﻲ ﻣﻠﻐﻠﺮﻩ”

ـ ﻣﻠګﺮﺗﯿﺎ ﺍﻭ ﻣﯿﻨﻪ ﺩ ﯾﻮﯤ ﺭيښې ﺩﻭﻩ ﺑﻮټي ﺩﻱ ﺧﻮ ﻣﯿﻨﻪ ډﯾﺮ ګﻼﻥ ﻟﺮﻱ.

(ﻓﺮﯾﺪﺭﯾښ ګﺎﺗﻠﯿﺐ ﮐﻠﻮﭘﺸﺘﻮﮎ)

ـ ﻣﻠګرﺗﯿﺎ ﻣﯿﻨﻪ ﺩﻩ, ﺩ ﺗﻌﻘﻞ ﺳﺮﻩ، ﻧﻪ ﺩ ﺟﺰﺑﺎﺗﻮ ﺳﺮﻩ. (….)

ـ ﺩ رېښتینې  ﻣﯿﻨﯥ ﭘﻪ ﻫﮑﻠﻪ ډﯾﺮﯤ ﺑﯧﻠګې ﺷﺘﻪ، ﺧﻮ ﺩ ﻣﻠګرﺗﯿﺎ ﭘﻪ ﻫﮑﻠﻪ ځینې. (…)

ـ ﻣﻠګﺮﺗﯿﺎ ﻟﻪ ډﯾﺮﻭ ﻭﯾﺎﻟﻮ بهېږي، ﺧﻮ ﺗﺮ ټوﻟﻮ ﭘﺎﮐﻪ ﯾﯥ ﺩ ﺍﺣﺘﺮﺍﻡ ﻭﯾﺎﻟﻪ ﺩﻩ.
(ﺩﺍﻧﯿﻞ ﺩﯾﻔﻮ)

ـ ملګرتیا هغه چې له جدایي وروسته یې د درد احساس اختتام و نه مومي.

ـ ملگرتیا له مچۍ څخه مه زده کوه چی له یوه ګل څخه ولاړه شي او پر بل گل کښیني بلکی ملګرتیا له ماهي څخه زده کړه چې بې له اوبو شي؛  نو ژوند له لاسه ورکوي.

ته هم داسې شــه! له ځان څخه ماهی جوړ کړه!

او پای دا چې: ملګری باید د بدن هغه ټوټه وشمېرل شي چې بېلتون یې د ژوند هدف ته له رسېدو پاتې کوونکی وي.

ژوندون رنګین وي په ملګرو باندې
هېڅ کـــله هم نه کړې  خفه ملګري

چې راســـره کوي د حق ملـــګرتیا
له خـدایه غــواړمه هغه  ملــــګري

د دعوت نیوز.کام رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. جزاکم الله خیراً

د دعوت نیوز) بانکي پتهDN Bank AC # 00105100585219:)
د واټس آپ WhatsApp: +93747162162 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat News.com Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DN Bank AC # 00105100585219
WhatsApp: +93747162162

…………………………………………………………………………………………………………

که تاسو غواړئ چې علمي او تحقیقاتي لیکنې او مقالې مو په دعوت نیوز کې خپرې شي نو لاندې لینک کیکاږئ او مونږ ته په انلاین بڼه خپله لیکنه را واستوئ؛

https://dawatnews.com/submit-article/

شرعي پوښتنه:

که کومه شرعي پوښتنه لری دمهربانی له مخې لاندې فورم ډک کړی او خپله پوښتنه ثبت کړئ.

https://shorter.me/75WZr

*دعوت نیوز.کام (بااعتبارترین مرجع نشر و اشاعت قرآن و حدیث در سراسر جهان) ⏬

🌐www.dawatnews.com

…………………………………………………………………………………………………………

لاتنسونا عن صالح دعائکم

اخوکم في الله ابوأحمد

📌آیا این مطلب برای شما مفید بود؟ پس با دوستان‌تان شریک سازید تا آنها هم بهره‌مند شوند! 🤝 📲#اشتراک_گذاری 🥀🌹

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

📛 تاسو د کاپي کول اجازه نه لری!
محتوای این وب‌سایت محفوظ است. لطفاً بدون اجازه، آن را کپی نکنید.

چیټ خلاص کړئ
مرسته
Scan the code
سلام 👋
زه څنګه مرسته کولی شم؟