څنګه به د سرېښو له ډنډه ووځو؟‎‎

امین وردګ

ټول هغه هېوادونه چې نن پیاوړي اقتصادونه او پرمختللې تکنالوژۍ لري -پرونیو جګړو ځپلي دي.

دا لوړ برجونه چې تاسو ګورئ، دا له ژورو کندو ختلي.

د غنمو دانې لومړی تر خاورو لاندې کیږي، بیا موږ مړوي.

دا ونې چې په سرونو کې زېړ او سره ګلونه لري – ریښې یې په ځمکه کې خښې دي.

هغه لوړ چینارونه چې وینئ! دا هم له دې ټیټې ځمکې وتلي.

چې مریض نه شې، د صحت خوند نه شې حس کولای.

تیاره ده چې موږ د رڼا په ارزښت پوهوي.

د امنیت په خوند هغه څوک پوهیږي، چې په نا امنیو کې لوی شوی وي.

وچه ډوډۍ په غره کې (وروسته له دوو ورځو) ښه خوند کوي.

د اوبو خوند سم دی، اصل کې ته نه یې تږی.

اې بابا! دا کنایات او استعارې پرېږده؛ ووایه چې اوس څرنګه د سرېښو له ډنډه ووځو؟

ښه نو غوږ شه!
موږ د سرېښو له ډنډه وتلای شو، خو باید چې د وتلو لپاره ټینګه اراده او منظمه نقشه ولرو.

تر ننه خو مو ګران افغانستان داسې و لکه سندان!
سندان دی چې د څټک ګذارونو ته یې ځان ټینګ کړی، که سندان نه وای، څټک به وخته پر ځمکه ننوتی و.

د سندان او څټک جګړه ځانونو ته زیان، خو نورو ته ګټې رسوي.

د څټک او سندان جګړې دي چې وسائل او وسائط منځته راوړي.

د افغانانو او بهرنیو یرغلګرو جګړې هم همداسې مثال لري.

تاسو وګورئ! په تېرو تاریخونو کې چې هر چا له افغانانو سره جګړې کړې، مات شوي ، خو ګټې یې دریم چا وړې!

وړاندې به نه ځو ! فقط د ماوراءالنهر هېوادونو + هندوستان، بنګلدیش او پاکستان ته به ورشو!

انګرېز چې افغانانو په ګونډو کړ، له برکته یې هند، پاکستان او بنګال وزیږېدل، شوروي اتحاد یې چې مات کړ، د ماوراءالنهر هېوادونه رامنځته شول، چې اوس یې ځینې (لکه تاجکستان) موږ ته هم نېغ نېغ کیږي او ډاروي مو؛ حال دا چې لا هم د روس تر سیاسي او اقتصادي استعمار لاندې ژوند کوي.

نن مو چې غربي نړۍ ماته کړه، پسې ګورئ چې بیا به یې ګټه څوک یوسي؟ ځکه چې موږ خو تل په جګړو کې میدانونه وړي، مګر په سیاست کې بېرته مات شوي یو؛ چې محصول د جګړو مو بل چا وړی.

خو زه وایم چې: باید نور پوه شو او له عقل نه کار واخلو؛ نور باید د څټک او سندان جګړه بس کړو، د عاقلانو غوندې فکر وکړو، دا ځل باید د سندان موقف کوم بل چاته وسپارو او موږ نوره لږه ګټه وکړو.
قسم اخلم چې موږ پرته له یوه الله څخه بل هېچا ته نه یو اړ!

موږ هر څه لرو، فقط سالم عقل نه لرو؛ موږ د پوهې او تمدن دښمنان یو.

نه نه! موږ د ځانونو دښمنان هم یو.

له موږ سره چې هر څه کیږي، ښه کیږي! ځکه چې موږ خپلې پښې په خپله وهو.
موږ یو چې د الهي انعاماتو قدر نشته راسره.

هغه بله ورځ چې له انګرېز، پرون له شوروي او نن له ټول غرب څخه الله پاک خلاص کړو- څه مو وکړل؟
په هره دفعه مو واک ابۍ ته سپارلی! (ځکه چې زمن به یې قرباني شوي وو) خو ابۍ به موږ وشرمولو.
نن چې یو ځل بیا خدای راباندې مهربانه شو او ټوله نړۍ یې راته ماته کړه -نو باید چې دا وار عاقلانه تصامیم ونیسو، خپل هېواد متمدن او له نورې نړۍ سره سیال کړو.

دا کار سخت نه دی! د تمدن او پرمختګ اساسي پايې فقط دری شیان دي.
ا- امنیت.
ب -علمي ارتقا.
ج -کار اهل کار ته سپارل.
فعلاً خو امنیت بد نه دی! مګر د علمي لوړتیا او کار اهل کار ته سپارلو موضع -لا پاتې ده، و به ګورو چې څه کیږي؟ که دغه دوه کارونه هم (لکه امنیت) سم شول، نو یقین لرم چې له غلامۍ څخه به (د تل لپاره) خلاص شو او په نږدې راتلونکي کې به له نړۍ سره (په هر بُعد کې) برابر هم شو.

مګر که (( د علمي ارتقاء او کار یې اهلو ته سپارلو)) په برخه کې -پاتې راغلو؛ نو سل په سل کې به مو (امنیت) هم خراب او هېواد به مو یو ځل بیا د انارشیزم او ملوک الطوائفیو د سناریو نندارتون شي.
زما پلار ښه تکړه دیني عالم ؤ او ډېر طالبان یې روزلي، خو ما بیا دیني او عصري علوم دواړه لوستي، د ادب په سیاسي ډګر کې خو مې فعالیت تاسو خپله وینئ! -اعتراف کوم چې په نړۍ کې بهترین قشر دیني عالمان دي! (خو چې له عصري زده کړو څخه [یو مخ] محروم نه وي) ځکه چې عصري علوم زموږ له دنیاوي ستونزو سره مستقیم تماس لري؛ ټول کارونه په دم او دعا نه کیږي.

ژمي ته به کوټه ګرموې او ډبلې جامې به هم اغوندې.
چې موټر ته انرژي (برېښنا، یا بخار او…) ورنکړې، والله که یې بوزې.
ډوډۍ به له غنمو جوړوې، پخوې به یې، بیا به یې د لاس په وسیله خولې ته کوې او د مرۍ په واسطه به یې نس ته اچوې (چې دا فزیکي حرکات هم له الهي سنتو څخه دي).

مطلب ټول کارونه ملاصاحبان نشي کولای او زه په مجموع کې د تش (ملا) له نوم څخه یو څه وېره هم لرم، ځکه چې؛ د ځینو ملایانو خو له (ت) څخه ور هاخوا د بل حرف تلفظ لا قسم که سم زده وي، نور علم خو پر ځای پرېږده، چې داسې کسان ما او تاسو ډېر لیدلي.

مطلب د وزیرانو په سطحه سرپرسته کابینه مې خوښه ده، خو په معینانو کې یوازې ملاصاحبان نشم منلی او دا کار مو؛ ملي مصلحت، استراتیژیکو اهدافو او وسیع نفوذ ته سخت زیان رسووي.

مدیریت کدري اشخاصو ته اړتیا لري، یو څوک چې ځان د ماسټرۍ تر کچې رسووي – هغه پوره آتلس کاله، هر کال دری سوه شپېته ورځې او هره ورځ لږ تر لږه څلور ساعته درس وایي؛ چې دا ټول دروس بیا ریشته بندي کیږي؛ یعنې ډاکټر په انجنیرۍ نه پوهیږي او انجنیر په وترنرۍ.

وا مشرانو ملګرو!
دا وطن جوړول غواړي او موږ خلک لرو چې په ډېر څه پوهیږي، خیر دی که پرون له تاسو سره نه وو ، مګر له هغوی سره هم نه وو خوښ ، دا خلک په لوی لاس مه پردي کوئ! والله چې ورته اړکېږئ به او چې کله ورته اړ شئ، نو بیا دوی هم قسم که په راستۍ کار درته وکړي او تل به مو پښې وهي؛ نوره مو خوښه خپله.

بله واورئ!
که واک یوازې ملاصاحبانو انحصار کړ، نو والله که یا دا هېواد جوړ شي، یا متمدن شو، یا مو اقتصادي حالت ښه شي او یا له راتلونکو یرغلونو څخه ځانونه وژغورو، همدا راز به مو له نړۍ سره اړیکې هم تردې لا ترینګلې شي.

وعده مو کړې وه چې په معینیتونو کې به مسلکي کسان ټاکئ ! نو ولې په خپله وعده وختئ؟

دا نوي ټاکل شوي ۳۸ کسان خو اکثره مولوي صاحبان هم نه! بلکې (ملا) صاحبان دي او ملا خو یوازې د
قدري نه فارغ کس ته هم ویل کیږي.

ولې له ملت سره چل کوئ؟
په همغو کسانو کې مسلکي کدرونه شته؛ چې له تاسو سره په مبارزه او د اشغال په خاتمه کې پوره شل کاله شریک وو ، خو تاسو هغوی پرېښوول او یوازې (ملا) صاحبان مو وټاکل.
داسې کارونه ستاسو نفوذ او رسوخ ته زیان اړوي.

دعوت نیوز در شبکه های اجتماعی

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

📛 تاسو د کاپي کول اجازه نه لری!
محتوای این وب‌سایت محفوظ است. لطفاً بدون اجازه، آن را کپی نکنید.