د غم سندرې/ امین

امين وردګ

خوشالي نه وه خو د غم سندرې ښې ډېرې وې
سلګۍ وې اوښکې وې آهونه وو ګیلې ډېرې وې

هره ورځ غم، هره ورځ درد، هره ورځ ډکه له ویر
هره ورځ چیغې وې او کوکې وې نارې ډېرې وې

شونډې خفه، زلفې خفه، سترګې خفه خفه وې
زړونه خفه وو فاتحې وې جنازې ډېرې وې

خونې ژړل، پالنګ ژړل، وصال پر زړه سوری و
هجران مېلمه مېلمه ؤ ځکه چې چاپې ډېرې وې

غزل زخمي وه، بیت زخمي و، ټال زخمي زخمي و
نظم زخمي و ترانو ته اندېښنې ډېرې وې

امین به وچې شونډې ګرځېدو د ویر له لاسه
له یادو پېښو علاوه نورې کیسې ډېرې وې

دعوت نیوز در شبکه های اجتماعی

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

📛 تاسو د کاپي کول اجازه نه لری!
محتوای این وب‌سایت محفوظ است. لطفاً بدون اجازه، آن را کپی نکنید.