امین وردګ
څوک په سپوره ماړه نه دي چاته سپینې پۍ نصیب شوې
ځینې تش دیدن رسوا کړل د چا سرې پپۍ نصیب شوې
څوک د هجر لمبو وسول څوک د یار له وصله تښتي
چاته پاس د دار پر څوکه هغه سرې غړۍ نصیب شوې
څوک را پرېوتل له هسکه چاته هسک غېږه کړه خلاصه
څوک له ګل نه بېګانه شول چاته ګل غوټۍ نصیب شوې
وا د تورو هجرو خانه! وا د وصل آدم خانه!
تاته ولې د خوبانو ها لمدې تتۍ نصیب شوې
بخت او تخت چې سره یو شي پر اوبو شمعې بلیږي
له همدې کبله جټ ته د پارسا والۍ نصیب شوې
دلته ټول کورونه جوړ شول خو د عقل کور لا وران دی
ځکه هر ویښیار سړي ته د شپانه څپلۍ نصیب شوې
نور قامونه متحد شول لاړل وختل آسمان ته
پښتانو ته بیا همغه د نیکو بدۍ نصیب شوې
داسې ډېرې کیسې شته دي چې (امین) یې پر ملا کوږ کړ
لکه تږي مربي ته چې د ښکار کړۍ نصیب شوې