امين وردګ
که مې څوک غواړي چې آرامه مې کړي رام مې کړي
نازکو شونډو ته مې وخېژوي جام مې کړي
د بڼو څوکو ته مې پرېباسي حلال مې کړي پرې
د سترګو وار ته مې کلک وتړي غلام مې کړي
یا مې د حسن پر لمبو باندې ایره ایره کړي
یا مې د تور لومو کې ونښلوي خام مې کړي
یا مې چاړه کړي چې د نورو پر مریو ګرځم
یا مې د ښکار لپاره وغوړوي دام مې کړي
یا مې پر ځان پسې روان کړي چې خادم یې شمه
یا مې جنون ته حواله کړي چې سرسام مې کړي
یا مې تابع کړي د ځان هر ځای به یې بره وایم
یا د مرید غوندې اسرارو ته ور پام مې کړي
هغه دې سپین (امین) ته ووایي چې: ګران یې پر ما !
خو نه! دا کس راسره چل کوي؛ ناکام مې کړي