امین وردګ
– اتحاد دی چې د غلامۍ ځنځیرونه ماتوي.
– موږ همغه مهال ځواکمن وو چې متحد وو، خو کله چې سره متفرق شوو نو ځواک مو هم له منځه لاړ.
– وحدت د قوت رمز او راز دی.
– اسلامي خلافتونو (د وحدت پر مټو) پر نیمې نړۍ حکومت کړی.
– تر ټولو پاتې او لوېدلې ټولنې متفرقې ټولنې دي.
څوک چې د وحدت لپاره کار نه کوي هغه ته ویښیار ویل غدر دی.
– چې اتحاد له منځه لاړ شي نو محبت هم ورسره ځي.
– قدرت او ثروت (دواړه) د وحدت پر مټو تر لاسه کیږي.
– تر ټولو د لوړې مفکورې والا کس همغه دی چې د اتحاد لپاره کار کوي.
– د دښمن صف چې څو متفرق نه کړې ماتولای یې هم نه شې.
– دېوال چې درځ و نه کړي نه لویږي.
– هغه سیلاب هېڅ نه شي کولای چې په بېلو لارو سوق شي.
– غربي نړۍ همغه مهال مخته لاړه چې متحده شوه.
– اتحادیې دي چې نفوذ او قلمرو ته وسعت ورکوي.
– جرمنیانو به د برلېن دیوال مچي کولو، خو چې کله پوه شول نو کولنګ یې پسې را واخیست او ړنګ یې کړ.
– تر ټولو پوه خلک همغه دي چې سره یو دي.
– د اتحاد کلمه باید په سرو زرو لیکل کېدلای.
– بریا آسانه خو اداري تداوم سخت دی؛ ځکه چې بریا جرئت غواړي، مګر مدیریت پوهه او سیاسي بصیرت؛ ولې دا دواړه هم تر هغه وخته کار نه شي کولا څو چې وحدت حاکم نه شي.
– وحدت شعار نه دی عمل دی.
– د ژوند کولو فضا شمسي نظام برابره کړې ، خو شمسي نظام هم د اتحاد پر اساس رامنځته شوی او همدغه قانون یې انرژیکه تقویوي قوه ده.
– د اوبو مخې ته د شګو بندونه ولې د کمعقلو کار بلل کیږي؟
– که په کائناتو کې اتحادي قوانین نقض شول نو نړۍ په همغې ورځ خرابیږي.
– علم اتحاد نه شي رامنځته کولا عقل یې رامنځته کوي؛ ځکه خو ما ډېر عالمان لیدلي چې سره متحد نه دي خو په عاقلانو کې بیا داسې کسان نشته.
– اتحادي جوړښت له کوره پیلیږي!
– هر څوک چې ځانله امیر ټاکې پوښتنه یې دې له خپلوانو او ګاونډیانو څخه وکړي، که هغوی ترې راضي وو امیر یې دې کړي او که نه! ښه ده چې رمه په لاس ورکړل شي.
– اتحاد د تورې په زور نه بلکې د عقل په زور راځي، ځکه خو ما چېرې هم د توریاليو اتحاد نه خو د عاقلانو مې لیدلی.
– هغوی چې خپله نه وي سره جوړ، نور به څرنګه جوړ کړي.
– لومړی باید کورونه، بیا کلي، پسې قامونه سره یو شي، چې دا کار وشو! بیا به نو پولې ړنګوو له خیره.
– د اتحاد اساس په خپله کوټه کې اېښودل کیږي.
– تاسو هغې ګرارۍ ته سم ځیر شئ چې د میخانیک (مستري) وړوکی شاګرد د یوه لوی موټر ماشین پرې پورته کوي! هلته فقط دوه شیان دي: د کړیو اتحاد او ورو (خو احتیاطي) حرکت.
توصیه مې!
نننی بهران (چې افغانان ځپي!) فقط په اتحاد سره لیرې کیږي؛ نو راځئ چې متحد شو.
راځئ چې (د یو بل د ملامتولو، ملا ماتولو او ماتولو پر ځای) یو بل ته اوږې او لاسونه سره ورکړو.
هر سړی دې همدا اوس (له زړه نه کینه وباسي او د اتحاد لپاره دې) لاس پر کار شي.
اتحاد هم باید لومړی له کوره پیل کړو، بیا به کور له کلي، کلی له قام او قام له قامونو سره یو کوو، چې دا کار وشو، بیا به ټول قامونه د واحد نظام تر چتر لاندې راولو ، نو چې کله مو واحده او متحده اداره رامنځته کړه، بیا به له بهرنیو اسلامي ټولنو سره اتحادیې جوړوو، تر څو مو د ذلت پيټي له اوږو کوز شي او د عزت ژوندون ته ننوزو. ان شاءالله!
زه یقین لرم چې که متحد نه شو، تر بل یرغل لاندې به خامخا راځو او که سره یو شوو، نو زېری مې درباندې چې هم به عزیزان شو، هم متمدن او هم مستقل ان شاءالله.