ځکه خو مخته نه ځو!‎‎

امین وردګ

🌹 🌺 🌸 🌻 🪻 🌷 💐 🌼 🌱 🌾

د پرمختګ اساسي لاملونه څلور دي: اتحاد، امنیت، احساس د مسؤلیت او کار یې اهل ته سپارل.

موږ یې اوس دوه پاس کړي ، مګر په دوو نورو کې لا پاتې یو.

موږ متفرق نه! بلکې متفق یو؛ ځکه خو مو په تشو لاسو هغه بل وار څه شرقي او دا وار نږدې ټوله غربي اغیاره نړۍ ماته کړه.

امنیت مو الحمدلله دومره ډاډمن دی، چې وزیران مو لا له مزاره تر هراته او له واخانه د نیمروز تر رېګیستانه یوازې تګ راتګ کولای شي.

مګر جوت اعتراف کوم! چې نه په مکمله توګه احساس د مسؤلیت لرو او نه هم کارونه اهل کارو ته سپارو.

نه یوازې په حکومتي چوکاټ کې! بلکې د ژوند په ټولو ابعادو کې مو همدا حال دی.

تېره جمعه یوه ختم ته دعوت شوی وم؛ نو کله چې جومات ته ننوتم، یوه مولوي صاحب په داسې حالت کې د قرآن کریم تلاوت کولو، چې شا یې قبلې ته وه! مصحف شریف یې په یوه لاس کې نیولی ؤ او سترګې به یې هم کله ناکله یوې او بلې خواته برګې برګې اړولې را اړولې (چې ګواکي ځینې ځایونه له یاده هم ویلای شي)

داسې تلاوت یې وکړ؛ چې زه یقین لرم تر ثواب مو ګناهونه پکې زیات شول.

هلته نور علماء هم ناست وو؛ چا سرونه ډولۍ کړي وو او څوک زنګېدل، خو زما په ګډون یوه هم جرئت نشو کولای چې تلاوت کوونکي ته بس ووایي؛ دی غره ؤ ! مګر هم یې ځان تباه کړ او هم موږ.

بل ځای بیا په هدیره کې تبلیغ کېدلو؛ الله شاهد دی چې په دریو کې به یې خامخا یوه مسئله خطا او له شریعت سره به نېغه ټکر وه، مګر نر نه ؤ چې هغه ته یې هم بس ویلي وای.

لنډه دا چې؛ رمه مو بزګر ته په لاس ورکړې او بزګري شپانه ته؛ نو خاورې به دا ټولنه جوړه او دا هېواد به ودان شي.

شیوخ کرام مو هره ورځ راته شهیدانوي، تر څو د دوی بدعاتو او خرافاتو ته مخه خوشې شي.

موثق او معتبر کتابونه مو هم په هغه ملک کې چاپیږي، چې په اسلام کې یې لا زموږ شک دی؛ نو کوم نر به یې د لاسوهنو مخه پکې ونیسي.

((…و انا له لحافظون)) خو دلته نه تطبیقیږي؛ بلکې دا زموږ مسؤلیت دی چې له سیده لارې څخه انحراف و نه کړو او نه بل چا ته اجازه ورکړو چې زموږ پر دغې مقدس مسیر سدونه جوړ کړي او فکري انشعابونه پورې وتړي.

پر مطبوعاتو نظارت خو لا څه! چې د دغه کار تصور لا نه لرو.

ادیبان او لیکوالان مو سوداوې خرڅوي، خو ځایونه یې داسې چا تشبث کړي؛ چې تشه املاء یې لا منې که زده وي، وار خو یې د نورو ادبي خصیصو شو.

ځینې مسؤلین مو چې په واټس اپ کې فرامین خپروي، یقیناً د سړي زړه مات شي! ځکه چې په یوه لنډ مضمون کې به یې دومره املائي غلطۍ وي چې حیران به شې.

زیاتره حکومتي موټر مو مسلکي ډرایوران نه لري، بلکې مسؤلین یې په خپله چلوي او داسې په شوق به ورته ناست وي، فقط ته وا همدا نن یې واده دی.

خبرې ډېرې دي خو اصلي خبره د کار ده! او هغه دا چې؛ اهل د کار خلک لرو؛ خو ځای یې نه پېژنو او یا سترګې پرې پټوو؛ ځکه خو مو نانوای ته ریاست ورکړی او ادیب ته د ترافیکو ډنډه.

یعنې احساس د مسؤلیت نه لرو او له خدایه نه ډاریږو؛ ځکه خو مو په نظام کې د خپلویو او ملګریو خوا خوږه ښکاري او د کار غم له بیخي کمو خلکو سره دی.

راځئ چې د الله د پاره قدم واخلو او په اخلاص یې واخلو!

راځئ چې د کار خلک راولو او کار ترې واخلو.

راځئ چې د خوږ نبي(صل الله علیه و آله وسلم) هغه د کار خبره ومنو په کومه کې چې فرمایي: ((…وکل کم مسؤل عن رعیته)) او هر یو مو د خپل رعیت مسؤل دی.

نو راځئ چې غټان شو او خپل مسؤلیت وپېژنو ، راځئ چې د ماشومانو کارونه پرېږدو؛ باور وکړئ بد راسره ښکاري!

والله چې په صداقت سره لاس پکار نه شو، ذلالت او ضلالت مو حتمي دي.

ها چې واک مو په لاسو کې دی! احساس د مسؤلیت وکړئ او کار یې اهل ته وسپارئ؛ هم به تاسو آرام شئ او هم دا محکوم ملت.

یو کس به د زړه په وینو پیدا کړې او له ګڼو زاریو او جیګیو وروسته به یې د ټيټ بست لپاره راضي هم کړې او بیا به یې په کار بلد کړې؛ مګر بله ورځ چې ګورې نو هغه به یې هم لیرې کړی وي؛ ولې؟ مجاهدین پاتې دي!

وا وروره! دا دومره مجاهدین دې بیا له کومه کړل؟ ته به ممکن دلته نه وې! هغه حالات خو موږ لیدلي؛ مخلص او مبارز کسان به مو په دوربین کې لا نه لیدل او یقین که به په بسته کلي کې له څلورو پنځو زیات پیدا کېدل، اما نن به هر سړی باټې ولي (چې ګني جنګي الوتکې او خړ ټانګونه به یې په ګنډه وهل…) او کاري بستونه به اشغالوي.

خدای ته وګورئ دا هېواد په لوی لاس کندو ته مه غورځوئ! پرېږدئ چې دا نوی نسل کار وکړي، دوی تشویق کړئ او کار ترې واخلئ؛ د دوی زړونه مه ورماتوئ.

یادونه: په دعوت نیوز کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، د دعوت نیوز توافق ورسره شرط نه دی.
Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

دعوت نیوز در شبکه های اجتماعی

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

📛 تاسو د کاپي کول اجازه نه لری!
محتوای این وب‌سایت محفوظ است. لطفاً بدون اجازه، آن را کپی نکنید.