خولې ته نږدې دانه پیدا کېدل، عوامل او درملنه یې

خولې ته نېږدې د درد، سوزش او کوچنۍ درد لرونکې دانې او پړسوب د ابلا یا cold sore په نوم یادېږي چې په عادي حالت کې تقریبا په لسو ورځو کې زوغېږي.

ابلا د یو ډول ویروس چې (Herpes simplex virus) په نوم یادېږي منځ ته راځي، کله چې انسان په لومړي ځل د دې ویروس سره مخ شي نو ویروس په بدن کې ځان پټ ساتي او وروسته د ځینو عواملو لکه: زکام، ستړیا، تشویش، د ښځو میاشتنۍ مریضي، باد او یا هم د قوي لمر وړانګو په واسطه بیا فعاله کیږي او ابلا منځ ته راوړي.

درملنه یې داسې وکړئ:
ډاکټر باتور غیرت وایي؛ د ښه تشخیص او درملنې لپاره غوره ده چې ډاکټر ته لاړ شئ، البته هغه څه چې ستاسو سره مرسته کوي په لاندي ډول دي:
1ـ کله چې شونډو ته نېزدې یا پر شونډو سوزش یا درد احساس کړئ نو د یخ (Ice) یوه ټوټه د مخ په ټیشیو کاغذ کي ونغاړئ او د لسو دقیقو لپاره يې په هغه ځای چې سوزش لري ونیسئ، د ورځې څلور یا پنځه ځله دا کار وکړئ.

2ـ د درد او تبې لپاره د paracetamol یا Ibuprofen دوا څخه استفاده کولی شئ.

3ـ د شونډو د چاودېدو او د وینې کیدو د مخنیوي لپاره د شونډو کریم یا lip Balm څخه استفاده کولی شئ.

4ـ ابلا ساري ناروغي ده نو ګیلاس، اټوال او نور ټول هغه څه چې د زخم سره نښلي باید د بل شخص سره شریک نه شي او د ښکلولو په واسطه د یو شخص څخه بل شخص ته هم انتقالېږي.

5ـ زخم او دانه مه شکوئ او که چيرې لاس ورسره ومښل شي نو ضرور لاس ووینځئ.

6ـ د ابلا لپاره د ویروس ضد دوا Antiviral medicine استعمالېږي.

دعوت نیوز در شبکه های اجتماعی

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

📛 تاسو د کاپي کول اجازه نه لری!
محتوای این وب‌سایت محفوظ است. لطفاً بدون اجازه، آن را کپی نکنید.