کوالټي کنترول(QC) په ساختماني کارونو کې د کار کیفیت تر څارنې لاندې نیسي، او QA(Quality Assurance) په ساختماني کارونو کې د کار کیفیت تائیدوي،QA د ډونر لخوا وي او QC د قراردادي لخوا د پروژې لپاره موظف شوی وي.
لاندې یو څو کړنې درته ذکر کوو چې یو QA انجینر یې باید د خپل کار پرمحال په پام کې ولري:-
1. یو QA مسؤولیت لري تر څو د قرارداد څخه بشپړ حمایت وکړي، او هغه د اجراء وړ وګرځوي، البته د قرارداد په محتویاتو کې د هیڅ ډول تغیر راوستلو صلاحیت نلري.
2. د قراردادي ټول کارونه به په ډیر دقت د ملاحظې لاندې نیسي مګر د امر کولو واک نلري.
3. غیر له جدي او حساسو شرایطو نشي کولی چې د قراردادي کار ودرودي، کولی شي تر څو مشکل له مربطه سوپرویزر سره شریکه کړي
4. که په ساحه کې ساختماني مواد د قرارداد خلاف په مصرف رسیدل،QA مسؤولیت لري، راپور یې ورکړي، البته د کار د توقف اجازه نلري.
5. په قراردادي له غیر ضروري انتقاداتو څخه باید جداً خود داري وکړي، تر څو تر منځ یې اختلافات رامنځته نشي، کوشش باید وشي چې د QA دنده په داسې ډول پرمخ یوړل شي، چې هم کار په چټکې سره پرمخ ولاړ شي او هم د کار کیفیت ټیټ نشي.
سوال:- : د QC Manager مسؤولیتونه کوم دي؟
1. د مشخصاتو او پلان لمخې د کیفیت کنترول
2. مؤثر CQC سیستم ته پراختیا ورکول
3. د کار ودرول
4. په کنترول پورې د تړلو فعالیتونو او ټسټونو ترسره کول
5. د QC فعالیتونو او اسنادو برابرول
سوال:- : QC او QA ټسټونه کومو ټسټونو ته ویل کیږي؟
د QC ټسټونه: دا د کنترول ټسټونه د قراردادي لخوا اجرا کیږي، تر څو د ساختماني مرحلو او موادو درست تشخیص وشي او د قرارداد له غوښتنو سره سم مواد استعمال شوي دي.
د QA ټسټونه: دا د باوري کیدو ټیسټونه د دولت لخوا اجرا کیږي، تر څو ځان باوري کړي،چې د قراردادي د کنترول ټسټونه د تصدیق وړ دي
سوال:- :په ساختماني ساحه کې د QC(Quality Control Engineer) مسؤولیتونه ذکر کړئ؟
په ساحه کې د کارګرانو،ماشینونو لست او چک کول او اړونده راپور ورکول
ساحې ته د انتقالیدونکو موادو پرتله کول د Drawing Specification سره چې نوموړي مواد د پروژې د معیار سره برابر دی یا خیر
ساحې ته د راوړونکو موادو آپرول کتل
په ساختماني موادو مختلف ټسټونه کول
دوستانو مننه چې زمونږ فيسبوک پاڼه څاری.