د سړک تر ټولو عمده او بنسټیزې برخې

د سړک تر ټولو عمده او بنسټیزې برخې عبارت دي له:
سروې ترسره کول (Survey)، د سړک مسير یا مخلورۍ ټاکل (Road Alignment)، د سړک پلا او پروفایل (Road Plan & Profile)، برآورد او اخستنه (Estimation and Takeoff) د ساختمان یا جوړښت مرحله (Construction Phase) د سړک ساتنه، مراقبت او مرمت کول (Road Maintenance & Repairs).
له دغو لنډو معلوماتو څخه وروسته اوس به راشم خپل مطلب ته چې د کابل – ننګرهار او کابل سروبي سړکونو باندې مې یو څه لیکلي، دا څووم ځل دی چې زه د کابل بیا تر خاک جبار…. همداسې د کابل تر سروبي له سړک څخه لیدنه کوم او یو کس چې مسلکي او د سړک (Road)، پل (Bridge)، پلچک (Culvert) او ساختماني کارو باندې ماهر او پوه (انجینر) وي نو هغه ډیر ژر دغې پایلې ته رسي چې دا دوه سړکونه بلکل د سټنډرډ او معیار پر خلاف جوړ او کار یې غیرمعیاري او ډیر نیمګړی ده. زه غواړم چې دولتي چارواکي او د ټول ګټو وزارت منسبوبین، د کابل او ننګرهار ښاغلي ښاروالان، د کیلو او پراختیا وزارت او د ښار جوړونې د وزارت مسئولین او منسبوین باید زما دا لاندې خبرې په ښه ځیر او غوره سره ولولي او بیا ددې په رغولو او سمون باندې کار وکړي.
۱: په دواړو سړکو کې لومړی د موړونو یا ګولایي ګانو او نورم ته هیڅ پاملرنه نده شوې، نه هلته (Vertical Curve) او نه (Horizontal Curve) خیال ساتل شوی، داسې ځایونه هم شته چې هلته ټولې مځکې او سیمه حکومتي ده هیڅ ډول مانع په کې شتون نلري خو بیا هم هلته ډیر ناروا او ویروونکي موړونه جوړ شوي. دیر داسې ځایونه هم ول چې هلته غوڅوونکي موړونه یا ګولایي (Sharp Curve) هم شتون درلود او دا ددې عامل ګرځي چې ډیر ټکرونه رامنځته شي او بیا د شپې یا تیاره پر وخت موټرونه د تګ پر وخت له خپل مسیر څخه چپ او مخامخ کندې ته ولویږي.
۲: په ځای ددې چې د سړک فاصله او واټڼ راکم کړل شي دا په لوی لاس اوږد شوی او که ووایم په هر لسو کیلومیټرو کې یو کیلومیټر ضایعات لري یعنې په هر لسو کیلومټرو کې یو کیلومیټر سړک په قصداً دا سړک اوږد شوی چې موخه یې واضحه ده، هغه د تړون د پیسو ډیروالی او داسې نور…….. نو اړینه ده چې د سړک مخ لورۍ (Road Alignment) باید سم او منظم وټاکل شي تر څو سړک له کږو وږو لارو او رکاوټونو ځنې وژغورل شي، همداسې که سړک پر سم مخ لوري وټاکل شي نو بیا ددې امکان ډیر ده چې هلته له هر پلوه بچت وشي لکه په لاندې ترتیب:
Culvert, Bridge, Causeway, Wash and Flood Control Points, Protection Walls, N.G.C, Embankment, Sub Grade, Sub Base, Base Course, Asphalt Spray, Binder Course, Wearing Course, Road Marking, Traffic Signs, Traffic Control Boards, etc…
نو په کار داده چې د سړک له پیل څخه مخکې د سړک سروې او ډیزاین او مسیر ټاکلو همداسې ورته شیانو ته ډیره پاملرنه وشي ځکه په دغو سره هم د پیسو بچت کیږي، هم د سړک د عمر یا د عمر د اوږدیدو خبره ده او هم د سړک ساتنه ډیره اړینه ده.
الف: کله چې یو ځای یا سیمه سخته وي (Hard Cutting) نو هلته بیا دا نورې طبقې (Layers) کم اچول کیږي لکه د نورو طبقو اړتیا نه موندل کیږي یوازې سب بیس (Sub Base) یا ځینې ځایو کې یوازې بیس کورس (Base Course) طبقې اچول کیږي بیا ور پسې قیر اچول کیږي، کله چې سړک پر سخته ساحه یا سیمې جوړ شي هغه بیا ژر خرابیږي نه او په سختو ځایو کې د سړک عمر ډیر اوږد وي او هم د پیسو بچت په کې کیږي.
ب: د سروې او ډیزاین په مرحله کې کله چې د سړک د پلان او پروفایل (Plan and Profile) ټاکل او مطالعه کیږي نو ډیر شیان هلته تر څیړنې او مطالعې لاندې راځي، همداسې د سړک د جوړولو پر وخت د سړک بستر یا تل (Road Bed) که سم ورغول شي او سم ډیزاین او په پوره کیفیت او سټنډرډ طریقې سره جوړ شي نو بیا سړک له خرابیدو ډیر ښه ژغورل کېدای شي. همداسې د سړک هغه جوړښت او ترکیب چې د (Carriage Way) څخه عبارت دی هغه ته باید ټوله پاملرنه وشي چې سړک څنګه جوړ کړل شي د هغه پل، پلچک، کازوې، خواته ویالې، د سړک مایل او دغو ټولو ته پوره پاملرنه وشي تر څو یو معیاري سړک جوړ او ګټې ته چمتو کړل شي.
د: د سړک عمر چې کمیږي یا ژر لمنځه ځي هغه څو عوامل لري، لکه چې مو ذکر کړل یو اوبه یې ډیر ژر خرابوي کله چې دا اوبه د سړک بستر یا تل ته ورسي، بل د موټرو یا ټرانسپورټ او وسائطو ډیر بارول (Over Loading) ده چې دا هم سړک خرابوي، همداسې کله چې د سړک د جوړولو پر وخت د موادو کیفیت او حالت خراب وي لکه مواد د ټیټ سټنډرډ وي یا داسې چې مواد هم خراب وي او د کار بڼه هم خرابه وي لکه هلته سم محکموالی (Compaction) نه ترسره کیږي همداسې د کار پر وخت دغو ټکو ته سمه پاملرنه نه کیږي نو دا ټکي هم د سړک په کیفیت او عمر منفي تاثیر پرېباسي.
۳: ډیر داسې ځایونه ما ولیدل چې هلته د پل اړتیا وه خو هلته بیا کازوې یا واش (Causeway Or Wash) جوړ شوي چې دا هم له سړک، خلکو او د ټرانسپورټ مالکانو سره یو ډول خیانت دی، چې د پل پیسې په شخصي جیبو کې وغورځول شی او سړک همداسې پاتې وي، کازوې ډیر ژر لمنځه ځي د ډیرو اوبو مخه نشي نیولی او همداسې که ډیرې اوبه لکه د سیل اوبه پرې را ډیرې شي نو بیا څوک پرې تګ راتګ نشی کولای.
۴: هغه ځایونه چې هلته غرونه او وړې وړې تپې شتون لري باید ایسته (Cutting) شوې وای همداسې د کابل او خاک جبار پورې سړک چې خواته یې اوبه بهیږي باید د غره خواته یې واټن او موقعیت لنډ وای خو اوس داسې جوړ شوی چې غرونه او تپې ډیر لږ ایسته کړل شوي او سړک ډیر جوخت له اوبو (خوړ) خواته جوړ شوی، دا هم په راتلونکي کې سړک ته ډیر مضر او تاواني کار دی او له بل پلوه اوبو یا خوړ خواته د موټرو د غورځېدو ډیره ویره هم شتون لري، ځکه په دغه سړک باندې هیڅ ساتونکی دیوال (Protection Wall) نه دی جوړ شوی او نه نورې ترافیکي اشارې هلته شتون لري، کیدای شي ترافیکي اشارې وروسته هم نصب شي خو د ساتنې دیوال باید له اوس وخت څخه جوړ شوی وای ځکه هلته ټرانسپورټ (ګاډي او موټرونه) او خلک پرې تګ راتګ کوي.
۵: بل په دغه سړک اوس وخت کې ډیرې داسې لارۍ، او نور درانه وسایط تګ راتګ کوي چې وزن یې هیڅ نه کتل کیږي، ډیرۍ له جغل، تیږو، ریګ، او نورو مواد څخه ډک موټرونه او وسایط پرې بغیر له کوم قانوني جواز او کتنې پرې تګ راتګ کوي. د سړک د خرابیدو یوه وجه همدا ډیر بار (Over Load) هم ده چې باید موټرونه یا وسایط ډیر بار نکړل شي او دا له ملت سره یو ستر خیانت هم ده. کومه تله چې په بتخاک سیمه کې شتون لري باید سر له اوسه فعاله کړل شي او هر ډول بار موټرونه او وسایط کنټرول او وګوري.
۶: خلکو ویل چې داسې هم شوي چې یو وخت دا درانه موټرونه بند شوي بیا یو څو ورځې یا وخت وروسته بیرته خوشې شوي او وجه یې دا ښیي چې هلته پولیس ور څخه پیسې اخلي او چې د هغوی کار وشي بیا دا بندیز وغیره له سره نه وي. رښتیا هم دا د پولیسو کار هم نه دی، چې ډیر وزن کنټرول کړي، د ټولګټو وزارت باید دار کار وکړي او همداسې د کابل ښاروالۍ هم ډیره فعاله او په دغه کار کې خپل مسئولیت ادا کړي.
۷: د سړک د کار په جریان کې هیڅ مستند لابراتور او کوالټي کنټرول ټیم شتون نه درلود، هلته د موادو د ټیسټ مسئلې ته ډیره کمه پاملرنه کیږي او د ټیسټ نه کولو له وجې د سړک جوړول هیڅ ګټه او معنا نلري، ځکه که مواد ونه کتل شي او هلته د سړک په جریان کې ساختماني آزموینې ترسره نشي، لکه په هره برخه کې بېلابېل آزمیښتونه یا (Tests) شتون لري چې باید ترسره شي خو دا کار ډیر کم او د هیڅ په شمار دی. دغې برخه کې باید ډیر کار شوی وای.
۸: یو شی چې ماته ډیر عجیب او غریب ښکاره شو هغه د کار پلان وو، د مثال په توګه: داسې ځایونه شتون لري چې هلته د بیس کورس (Base Course) طبقه یا (Layer) اچول شوی خو لږ مخکې بیا سړک خراب دی او هلته حتی جغل هم نه دی اچول شوی کله چې موټرونه له هغه ځایه تیریږي او د بیس کورس ځای ته رسي بیا دا مواد هم له ځانه سره خټین یا په خټو کوي او خرابوي یې. همداسې د ټول کار پلان یې ګډوډ او د ساحې مطابق روان ښکاریده. د کار په سیمو کې باید خواته نور فرعي لارې (Diversion) جوړې شوې وای او موقتي یا لنډ وخت لپاره د ټرافیک کنټرول ټیمونه فعاله کړل شي تر څو هیڅوک د کار د جریان مانع نشي.
۹: بله ستونزه یې داوه چې د سړک خواته چې کومې ویالې (Drainage) جوړ شوي هغه د اوبو د جریان وړتیا نلري او لیول یې برابر نه دی که لږ هم اوبه پرې ډیرې شي نو د هغو ویالو اوبه بیا پر سړک ور اوړي او ډیر ځای دا د ویالو اوبه پلچک او پلو ته نه ورځي چې په دغه کار سره هم سړک خرابیږي او اوبه سړک ډیر ژر لمنځه وړي.
۱۰: یو بل شی چې ما هلته د سړک کره ډیزاین او مشخصاتو نه شتون وو، ډیرۍ انجینران او د ساحې کنټرولونکي په مشخصاتو له سره بلد نه ول او حتی د کانکریټ مارک، د موادو په کیفیت، او نورو بنسټیزو کارو نه پوهېدل، زه دا منم چې دوی به ښه انجیران درلودل خو هغوی به د دوی په مرکزي دفترو کې ناست وو یا به ساحوي، خو تر ټولو اړین کار دادی چې د کار په ساحه کې ډیر په کار پوه او ځانګړي اشخاص وګمارل شي او تل یې ساحه تر کنټرول لاندې وي. نو په کار داده چې هر سړک او هر ځای چې دا ډول کارونه ترسره کیږي هلته پیاوړي انجینران چې په کار پوه وي او د سړک له کار سره پوره بلدتیا ولري هغه وګمارل شي او ساحې ته واستول شي.
۱۱: یوه بله ستره تشه چې زموږ سړکونه یې لري هغه عامه خبره ده او زموږ د هیواد په هیڅ ځای کې داسې سړکونه او اسانتیاوې شتون نلري چې شمار پرې وکړو د مثال په توګه: په نورو هیوادونو او سیمه کې د سړک په اوږدو کې هر ډول اسانتیاوې شتون لري لکه د کلینک، هوټل، د تیلو پمپ سټیشن، مسجد او داسې نور… په لویو لارو کې باید په هرو شلو تر دیرشو کیلومټرو ساحو یا واټن کې باید یو هوټل، یو د تیلو پمپ سټیشن، یو په درملو او پوهه ډاکټرانو سمبال کلینک، یو مسجد چې هر ډول آسانتیاوې ولري دا باید جوړ کړل شي البته د دولت لخوا بیا له دغو څخه ګټه پورته کړي لکه تیل خو هسې هم پلورل کیږي، درمل دې په ټیټ قیمت خلکو ته ورکوي همداسې د هوټل په برخه کې دې هم خلکو ته په ارزانه نرخ ډوډۍ او چای ورکول شي. په دې توګه به د سیمې او هیواد خلک له حکومت او نظام څخه خوښ او له بلې خو د مسافرینو او عامو خلکو ډیرې ستونزې به هم هوارې کړل شي. مساجد بیا ډیر اړین دي ځکه سفر هسې هم له خطر او ناوړه پیښو څخه ډک وي نو چې کله مسافرین لمونځ او عبادت پخپل وخت وکړي نو دا د دوی د ژوند او مرګ لپاره ښه توښه، برکت، خیر او له ثواب څخه ډک کار دی. که یو کس له سفر څخه ژوندی راستنیږي هم یې په ګټه ده او که څوک په لارې کې ټکر کوي خو چې عبادت یې کړی وي نو هم یې ډیره ګټه وکړه همداسې کوم ډریوران چې تل په دغو لارو موټر چلوي نو دوی بیا د عبادت او لمونځ کولو عادي او پوره روږدي کیږي داسې نه وی چې د یو وخت لمونځ وکړي او بل ورڅخه فوت یا ولاړ شي نو که دا پورته آسانتیاوې په ورته ځایو کې جوړې کړل شي نو دا ټولې ستونزې به هوارۍ ومومي.
۱۲: داسې ځایونه هم شته چې هلته پلچک جوړ دی او دپاسه پرې ډېر ډکون ترسره شوی او هغه پلچک ډېر لاندې پاتې دی، معنا دا چې دغه ځای یعنې (Two Cell Culvert) پکار وو یا وړوکی پل خو دا ستونزه د سړک په اوږدو کې ډېر ځای شتون لري، نو چې کله موږ نوم ورته د (Highway) ورکوو او دا یو سټنډرډ سړک نوموو نو بیا کار هم باید همغسې وشي.
دعوت نیوز در شبکه های اجتماعی

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

📛 تاسو د کاپي کول اجازه نه لری!
محتوای این وب‌سایت محفوظ است. لطفاً بدون اجازه، آن را کپی نکنید.