هغه مهمی نقطې چې کولای شي چې تاسو سره په ساحه کې ډيره مرسته وکړي ( According IS code).

هغه مهمی نقطې چې کولای شي چې تاسو سره په ساحه کې ډيره مرسته وکړي ( According IS code).
۱- د ۳۶ ملي متر څخه غټ قطر لرونکی سيخ نشو Overlap کولای
۲- د چوکۍ(Chair) لپاره د استعماليدونکي سيخ قطر بايد د ۱۲ ملي متر څخه کم نه وي او د چوکيو ترمنځ اعظمي فاصله بايد يو متر وي.
۳- د dowels bars لپاره اصغري قطر ۱۲ ملي متر دی.
۴- د طولي سيخانو مقدار بايد د عرضي مقطع د مساحت د ۰.۸٪ څخه کم نه وي او د ٪۶ څخه زيات نه وي.
۵- په مربعي پايه کې د سيخانو اصغري شمير څلور او په دايروي کې شپږ دی.
۶- په سلب کې د سيخانو اصغري قطر ۸ ملي متر دی او اعظمي قطر يې ۱۰ ملي متر دی(IS کوډ)
۷- ويشوونکو سيخان په سلب کې بايد د ۸ ملي متر څخه کم قطر ونه لري او د سلب د ضخامت يو پر اته برخې څخه زيات قطر بايد ونه لري.
۸- د سلب اصغري ډبلوالی ۱۰ ملي متر دی.
۹- د کانکریټ اچونې په وخت کې اعظمي ارتفاع د کانکریټ اچونې ۱.۵ متر ده.
۱۰ – په کانکریټو کې د استعماليدونکو اوبو P.H بايد د ۶ څخه بايد کم نه وي.
۱۱- د خښتو فشاري مقاومت 3.5N/mm2 دی.
۱۲- د خښتو د اوبو جذب بايد ٪۱۵ څخه زيات نه وي.
۱۳- د يوه متريک ټن سيخ د تړلو لپاره ۸ کيلو ګرام سيم ته ضرورت شته.
دعوت نیوز در شبکه های اجتماعی

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

📛 تاسو د کاپي کول اجازه نه لری!
محتوای این وب‌سایت محفوظ است. لطفاً بدون اجازه، آن را کپی نکنید.