څنګه د سېلابونو له امله تلفات او زيانونه کمولی شو؟!

د افغانستان د خلکو د امکاناتو او شرايطو په نظر کې نيولو سره، لاندې اقدامات بايد د سېلاب د تلفات او زيانونو د مخنيوي لپاره ترسره شي:
۱. د سيمې محلي اداره بايد د سېلاب د خطر نقشه په جوماتونو کې ولګوي، څو خلک پوه شي چې آيا د دوی کور د سېلاب په خطرناکه سيمه کې دی که نه.
۲. د پورته ساحو امامان او د کلي ملکان بايد د تليفون او لنډو پيغامونو له لارې خپلو همکارانو ته په ښکته سيمو کې د شديد باران او سېلاب په اړه خبر ورکړي. د ښکته سيمې امام بايد د جومات له لارې سمدستي د خطر زنګ اعلان کړي، څو خلک ژر تر ژره سيمه تخليه کړي.
۳. خلک بايد په لومړي قدم کې ځانونه لوړو سيمو ته ورسوي. په اوبو کې ننوتل، په اوبو کې لوبې کول، موټر چلول، او يا د سېلاب له خوا راوړل شوې شيان ټولول بايد مخنيوی وشي. له کوره د وتلو مخکې ټول برقي وسايل بند شي.
۴. د باران او د سېلاب د راتلو پر مهال بايد څاروي خوشې شي، څو په اسانۍ سره لوړو سيمو ته بوتلل شي.
۵. خلک بايد هڅه وکړي چې د سېلاب لاره بنده نه کړي، او د اوبو لارې تل خلاصې وساتي. که کوم ديوال د سېلاب پر لاره بند وي، بايد د سيمې خلکو له خوا د سېلاب تر راتګ مخکې نړول شي. هر ډول خنډ د اوبو د زياتېدو سبب ګرځي او خوندي سيمې هم په خطر کې اچوي.
۶. موقتي خوندي تدابير د شګو ډکيو بوجو په وسيله تر سره کېدای شي، او يوازې د ارزښتناکو ځايونو لکه د استوګنې کورونو ساتنه بايد پرې وشي. شګو ډکۍ بايد د سېلاب پر لاره کېنښودل شي، بلکې يوازې د خطر لاندې کورونو شاوخوا ودرول شي.
۷. د سېلاب ضد تدابير بايد د اوبو د بهېدو له مسير سره موازي جوړ شي، نه عمودي. د بېلګې په توګه، د سيند د طغيان په وخت کې بايد د شګو ډکۍ د سيند پر غاړه کېښودل شي، څو د اوبو خپرېدل پر ځمکه مخنيوی شي.
۸. خلک بايد له سېلاب وروسته سمدستي خپلو کورونو ته ور و نه ګرځي. سېلاب د خامو کورونو بنسټونه کمزوري کوي او کېدای شي وروسته له سېلابه هم کورونه را ونړېږي. نو جوماتونه چې په خوندي سيمو کې دي بايد د خلکو لپاره لنډمهاله استوګنځای وګرځي، څو د کورونو ديوالونه وچ شي او نور کوم خطر پاتې نه وي.
۹. د سېلاب له پای ته رسېدو وروسته د اوبو حوضونه کېدای شي د ناروغيو د خپرېدو لامل شي. ډېری د څښاک اوبه په سېلاب ځپلو سيمو کې ککړېږي، نو بايد د استعمال مخکې جوش کړای شي څو موجود باکتريا يې ووژل شي. هغه څاروي چې د سېلاب له امله مړه شي، بايد ژر تر ژره له سيمې وایستل شي او ښخ کړای شي.
راټولونکی: انجنیر نجيب الله سديد
پښتو ژباړونکی: انجنیر فضل الحق مومند
دعوت نیوز در شبکه های اجتماعی

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

📛 تاسو د کاپي کول اجازه نه لری!
محتوای این وب‌سایت محفوظ است. لطفاً بدون اجازه، آن را کپی نکنید.