شعیب احمد حیدري
په بریتانیا کی یوه نوې څیړنه وایې ماشومان باید دې ته وهڅول شي چه په ورځ کې یو میل قدم ووهی یا وځغلي, ځکه دا یې پر روغتیا مثبت اغیز کوي.
د څیړني پایلی وروسته له هغی رامخې ته شوی چې په سکاټلنډ کی د یو ښونځي سرښوونکې په 2012 کال کې د ( په ورځ کې یو میل) په نامه لړۍ پیل کړه.
د ایلېن ویلي په نامه دي سر ښوونکی غوښتل ماشومان پیاده ګرځیدو او فعاله اوسیدو ته وهڅوي ځکه چې د ټولګی د ځینو ماشومانو روغتیايې وضعیت یې ښه نه و.
نوموړی په خپل سر یو نوښت وکړ, هره ورځ به یې ماشومانو ته اجازه ورکوله چې د درس په وخت کي د 15 دقیقو لپاره له ټولګي ووځی, قدم ووهي, وځغلي او يا نوری لوبې و کړي.
د ایلین پام شو چې څه موده وروسته ئی نه یوازی د ټولګي ماشومان له فزیکي پلوه تر پخوا ډیر فعاله شوي, بلکه د درس پر وخت یې پام او تمرکز هم ډیر شوی.
څیړونکو د همدی ښوونځي د ماشومانو روغتیا له هغو سره پرتله کړې چی په دی پروژه کې یې برخه نه درلوده.
له پایلو څرګنده شوی هغه ماشومان چه په ورځ کې یو میل قدم وهي یا ځغلي, د غیر فعاله ماشومانو په پر تله ښه روغتیا لري.
نو راځی چی خپل ماشومان مو پیاده ګرځیدو ته وهڅو ترڅو د فزیکي او فکري پلوه ښه وده وکړي.