د امریکا حکومت په ماشومانو کې د اوټیزم (اوتیسم) سپیکټرم اختلال (ASD) د مخنیوي او درملنې په اړه جنجالي لارښوونې خپرې کړې دي.
ولسمشر ډونلډ ټرمپ ادعا کړې، چې په ميندوارو مېرمنو کې د درد کمولو لپاره د ټیلینول (پاراسیټامول) کارولو په ځېنو ماشومانو کې د اوټېزم (اوتېسم) د زیاتوالي له خطر سره اړیکه لري.
دا اعلان د هغه څه د کنټرول او پر وړاندې یې د مبارزې له کړنو سره یو ځای راغی، چې د ټرمپ اداره یې د “اوټېزم (اوتېسم) وبا” یادوي.
په دې کې یوه سپارښتنه د لیوکوورین درمل کارول وو، چې د فولیک اسید یو ډول دی، ترڅو په ماشومانو کې د خبرو اترو ستونزې یا اوټېزم (اوتېسم) درملنه وشي.
د امریکا د خوړو او درملو ادارې د دوشنبې په ورځ وویل، د یادو درملو لیبل یا تشریحي لیکنه به بدله کړي، چې د اوټېزم (اوتېسم) نښې کمولو احتمالي ګټې په ډاګه کړي.