مورا باور لري، چې کانډمونو یې ژوند وژغوره. مورا اوس ۴۳ کلنه ده او د امریکا په اوهایو کې ژوند کوي. وايي، ستونزه لومړی په شل کلنۍ کې هغه مهال پیل شوه، چې ورو ورو یې نښې پرې راڅرګندې شوې.
نوموړې وايي: “ما حس کړه، چې زما تناسلي غړي له [بې حفاظته] جنسي اړیکي وروسته سوی کاوه.”
مورا (چې نوم یې د محرمیت ساتلو لپاره بدل شوی دی) خپل د ژوند ملګري ته د دې موضوع په یادولو سره ښه احساس نه درلود.
نو، دې به انتظار کاوه تر هغه چې ملګری یې لاړ شي او بیا به دې خپل ځان مینځه.
هغې هڅه وکړه، چې د بدني پاملرنې محصولات لکه صابون او کریمونه ټول بدل کړي.
بی بی سی