د عضلو له لاسه ورکولو پرته څرنګه وزن کمولی شئ؟

د وزن کمول د ډېرو لپاره ستونزمن کار دی، که څه هم دا له بېلابېلو لارو کېدی شي خو ټولې لارې چارې په يوه اصل راټولېږي هغه د لږ انرژۍ او یا کالوریو اخيستل دي. مطلب له هغه څه لږ کالورۍ ترلاسه کړو چې زموږ بدن يې مصرفوي.

د برازيل په یوه شخصي روغتون کې روغتياپوه پابلويس برګا وايي، “دا په دې معنی، بدن به د خپلې انرژۍ له زېرمو چې تر ټولو ډېرې يې د وازدې په بڼه دي کار واخلي.”

د وزن کموالی بايد په ګډه د سالم خوراک او منظم فزيکي فعاليت دواړو له لارې ترلاسه شي خو د ډېرو کالوریو د کمېدو او ناسم خوراکي رژيم له مخې ښايي موږ يوازې وازده/چربي له لاسه ور نه کړو بلکې عضلات مو هم ورسره کم شي.

کارپوهان وايي، ډېر لږ عضلات هومره زيان لري لکه ډېره وازده يې چې لري. کله چې عضلې کمې شي مېتابولېزم ورو کېږي، بدن وازده نشي سوځولی او پوستکی هم ځوړند ښکاري.

سربېره پر دې د عضلو له لاسه ورکول ځواک، فزیکي مقاومت کموي او ورسره اوږدمهاله روغتیا اغېزمنېږي چې ورسره د وزن کمول هم ستونزمنوي او د “يو یو ډايټ” ګواښ زياتوي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

📛 تاسو د کاپي کول اجازه نه لری!
محتوای این وب‌سایت محفوظ است. لطفاً بدون اجازه، آن را کپی نکنید.