ږیرې پریږدئ؛ خرېیل یې حرام عمل دی او پراخ زیانونه لري!

حسان مجاهد

کله چې یوه ګناه عامه شي، ډېر کسان په اخته شي او د یو عادت او رواج بڼه خپله کړي، بیا خلګو ته ګناه نه برېښي، په نن زمانه کې یوه عامه ګناه چې تر ډېره حده ځوان نسل په اخته دی او داسې دوامداره ګناه ده چې څلور ویشت ساعته انسان د الله تعالی په نافرمانۍ کې تېروي؛ هغه د ږیرې خرېیل دي، کفار غواړي د مختلفو شعارونو ترنامه لاندې دې کار ته د جواز جامه ور واغوندي، بیا نو کله چې اسلامي حکومت له یادې ګناه څخه خلګ لومړی په نصیحت او بیا د نه منلو په صورت کې جبرا را ګرځوي؛ نو د خلګو په ژوند د کړۍ را تنګیدلو موضوع ترې جوړیږي او په خلاف یې غبرګونونه ښودل کیږي.

په دې لیکنه کې موږ هڅه کړې ده چې د ږیرې خرېیلو حرمت او زیانونه او دږیرې پریښودلو ګټې را وسپړو.

 

د ږیرې پریښودل د قرآنکريم او حدیثو په رڼا کې
١_ کله چې موسی عليه السلام راغی او هارون علیه السلام ته وویل: بني اسرائيل چې کله د خوسکي په عبادت ګمراه کیدو تا ولې نه منعه کاوه؟

هارون علیه السلام ځواب ورکړ: “اې زما د مور زويه! زما ږېره مه نيسه، مه زما د سر ويښتان راکشوه [سُوۡرَةُ طٰه: ٩٤]
ددې آیت په تفسیر کې علامه محمد امین شنقیطي رح ليکي: دا قرآني دلیل ده چې د ږیرې پریښودل واجب ده او خرېل یې حرام دی.[تفسير اضواء البيان ٥٠٦/٤]

٢_ ابن عمر رض روایت کوي چې رسول اللهﷺ وفرمایل: برېتونه کم کړئ، ږیرې پریږدي او د مشرکينو مخالفت وکړئ![صحیح البخاري]

د ږیرې خرېل په څلورو مذاهبو حرام دی
احناف وایي: نارینه ته د ږیرې پرېکول حرام دی[در مختار]
مالکیة وایي: د ږیرې خرېیل حرام دی.[التمهید]
شافعیة وایي: د ږیرې خرېیل حرام دی[الام] [محاسن الشریعة]
حنابلة وایي: د ږیرې خرېیل حرام دی. [غذاء الألباب]

ابن حزم رح وایي: د ټولو علماوو په دې خبره اتفاق دی چې د ږیرې خرېیل حرام دی.[مراتب الاجماع]

 

دږیرې خرېیلو زیانونه

١_ له کفارو سره مشابهت
په ږيره خرېیلو کې له کفارو سره مشابهت راځي او له کفارو سره مشابهت حرام دی؛ ناروا کارونه څه چې په عباداتو او روا کارونو کې رسول اللهﷺ مسلمانان له دې منعه کړي دي چې له کفارو سره مشابهت وکړي، لکه د یهودو په شان لمانځه ته څوک مه رابولئ، د نصاراوو په شان قبرونه مه جوړوئ، د یهودو په شان روژې ته پېشلمی مه پریږدئ،  د یهودو په شان سلام مه اچوئ او دکفارو په شان لباس مه اغوندئ!

٢_ له ښځو سره مشابهت
په ږیره خرېیلو کې له ښځو سره مشابهت راځي او رسول اللهﷺ فرمایي: هغه نارینه زموږ څخه نه دي(زما په مسیر نه دي روان) چې له ښځو سره مشابهت کوي او هغه ښځې له موږ څخه نه دي چې له نارينه وو سره مشابهت کوي[مسند امام احمد]
ابن حجر هیثمي رح له ښځو سره د سړو مشابهت له لویو ګناهونو څخه شمېرلی دی.[الزواجر]

٣_ عزت او هیبت له لاسه ورکول
په ږیره خرېیلو هغه عزت او هیبت له لاسه وځي چې الله تعالی نارینه ته ورکړی ده؛ امام غزالي رحمه الله تعالی وایي: په ږیره سره سړي له ښځو را جلا کیږي [احیاء علوم الدین]

ابن قيم الجوزیة رح وایي: په ږیره کې عزت، زینت او هییت نغښتی ده؛ ځكه له ښځو او هلکانو څخه دومره هیبت څوک نه کوي لکه څومره هیبت چې له ږیرورو کوي[التبیان في اقسام القرآن]

٤_ د نعمت ناشکري
ږیره د الله تعالی یو نعمت دى او خرېیل یې ناشکري ده؛ الله تعالی فرمایي: موږ انسان ته عزت ورکړی ده.[الاسراء ٧٠]
امام بغوي رح ددې آیت په تفسیر کې لیکي: نارينه وو ته یې په ږیرو او ښځو ته یې په کوڅیو عزت ور کړی ده.[تفسير بغوي]
احنف بن قیس رح یو ستر تابعي چې په حلم او سخا کې ضرب المثل ګرځېدلی و او د قاسان، طبس او هرات په فتوحاتو کې یې برخه اخیستې وه؛ ویل کېږي چې  نوموړي ږیره نه درلوده، نو ده به ویل”زه دا خوښوم چې د لس زره درهمه په بدل کې مي ږیره ترلاسه کړې وای!”

٥_ د الله تعالی تخليق ته تغیر ور کول
کوم علماء چې د ږیرې خرېیل د خداى تعالی په تخلیق کې تغیر ګڼي هغه د الله په دې قول دلیل نیسي چې له ابلیس څخه حکایت کوي”او زه به هغوی(انسانانو)ته امر وکړم او هغوى به زما په امر په خدايي جوړښت او پيدايښت کښي رد و بدل راولي.”[سُوۡرَةُ النِّسَاء : ١١٩]

شاه ولي الله دهلوي رح وایي: د ږیرې کمول د مجوسو تګلاره ده او د خدای تعالی په انساني جوړښت کې تغیر ده[حجة الله البالغه١٨٢/١]

ځیني خلګ اعتراض کوي: چې سر خرېیل، د بدن نور ویښتان لري کول، د غاښونو ایستل او د غله لاس پرېکول، دا خو هم د خدای تعالی په تخلیق کې تغیر دی، نو دا ولي روا ده؟

ځواب یې داده چې د خداى تعالی هغه تخلیق رد بدل کول ګناه ده چې الله تعالی اجازه نه وي کړې، البته دغه شیانو ته الله تعالی خپله اجازه ورکړې ده!

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

📛 تاسو د کاپي کول اجازه نه لری!
محتوای این وب‌سایت محفوظ است. لطفاً بدون اجازه، آن را کپی نکنید.