ذهني ستړیا څه ده؟ کومې نښې او لاملونه لري او څنګه یې درملنه وکړو؟

په ۲۰۲۰ کال کې ایمي د نړۍ د روغتیا پاملرنې یوه لوی شرکت لپاره د بازار موندنې اجراییوي مشرې په توګه په چارو بوخته وه او تر دوامداره فشار لاندې یې کار کاوه.

هغه د یوې غونډې په جوړولو بوخته وه ، چې ناڅاپه یې سر پرې وګرځېد. هغه وايي، “ما فکر کاوه چې د بدن اوبه مې کمې شوې، یا مې هم ښايي کافي خواړه نه دي خوړلي، خو دا یوازې له ما سره پاتې شو. له هغې شېبې وروسته هر څه راته یو ډول تیاره ښکاره کیدل .”

دا وایي، په دوامداره توګه یې یوغږ اورېده چې تکرارېده او خپل مېړه ته یې هغه حالت د “سمندر وهلې ناروغۍ او په کښتۍ کې د نشه حالت” په توګه بیان کړ.

“ناڅاپه مې د کمزورۍ احساس وکړ.” ایمي مجبوره شوه چې د درملنې په موخه څو میاشتې رخصتي واخلي. هغه وايي،”زما رواني روغتیا په خرابېدوه وه. تر شاور لاندې سر راباندې ګرځیده او بې حاله کېدم. نه مې شو کولی خپلو ماشومانو ته پام وکړم. دا زما د بدن حالت و، چې ویل یې، ‘بس دی!’

فکري تیاره، ستړیا، د کار لپاره د لېوالتیا نشتوالی او داسې نور د ذهني ستړیا نښې په اسانۍ هېرېدلی شي، خو د هغې له پامه غورځول ستاسو روغتیا ته جدي پایلې لرلی شي.

منبع: بی بی سی

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

📛 تاسو د کاپي کول اجازه نه لری!
محتوای این وب‌سایت محفوظ است. لطفاً بدون اجازه، آن را کپی نکنید.