زما المارۍ کې یو څه کریټین شته. خو زه یوزاېنی کس نه یم چې کرېیټین خورم، دا اوس د میلیونونو کسانو لپاره د خوښې وړ څه ګڼل کېږي.
د کریټین سپین پوډر یا ګولۍ چې اصل کې په ۱۹۹۰مو کلونو کې د بدن جوړونکو او ورزشکارانو د فعالیت کچې لوړولو لپاره کارول کېدل اوس د هغو ښځو د چای او مصالحو الماریو کې هم ترسترګو کېږي چې عمرونه یې تر څلوېښتو کلونو لوړ دي. زه یې هم په ورته ځای کې ساتم.
ښايي کریټین د نړۍ تر ټولو ډېره څېړل شوې کیمیاوي ماده وي. معنی په تېرو څو لسیزو کې پرې زرګونه څېړنې ترسره شوې دي چې موخه یې د عضلاتو په غښتلي کولو او د بدن عمومي پیاوړتیا لوړولو کې د دغو سپینو پوډرو د وړتیا ارزول وو.
ډاکټر هېنري چونګ چې د اېسېکس پوهنتون کې د ورزش او فزیکي تمریناتو ساینس استاد دی وايي: “کریټین اوس دومره مشهور شوي چې که ویې نه کاروئ، داسې احساس کوئ لکه چې یو څه چې درنه پاتې وي.” “دا له هغو کسانو چې د لوړې کچې فزیکي فعالیت کوي اوس د عامو خلکو ژوند ته دود شوي. اوس د بحث وړ موضوع دا نه چې خوړو ته یې دوام ورکړو که نه، بلکې دا چې کوم وخت یې باید وخورو، له تمرینه مخکې که وروسته؟ هره ورځ؟ او په کومه اندازه یې وخورو؟”
“د کومې بڼې خوراک یې غوره دی؟ پوډر، ټابلیټونه، که د زبېښلو ګولۍ؟”
منبع: بی بی سی