څېړنه:‌ د خوب ځای کې ډېر وخت سکرین ته کتل او خوب خرابېدل یو بل سره تړاو لري

یوې څېړنې موندلې هغه خلک چې ډېر وخت بستر یا د خوب ځای کې سکرین ته ګوري، ښايي له بې‌خوبۍ او له خوب تښتېدلو ډېر شکایت ولري.

دا څېړنه ناروې کې له ۴۵ زرو څخه د زیاتو زدکوونکو یوې سروې پر بنسټ شوې ده.

څېړنه ښیي چې هر اضافه ساعت سکرین ته کتل، ۶۳ سلنه د بې خوبۍ خطر له زیاتوالي او ۲۴ دقیقې کم خوب سره تړاو لري.

په هره توګه څېړونکو ویلي دوی یوازې سکرین ته د کتلو او کمزوري خوب ترمنځ تړاو مالوم کړی او دا یې نه ده موندلې چې سکرین ته کتل دې خامخا د خوب د ګډوډۍ لامل وګرځي.

متخصصان وايي چې تر خوب مخکې د خپل موبایل ایښودل، یو څه ارام بښونکی کار او د یوه روټین جوړول ښايي د خوب ښه کېدلو کې مرسته وکړي.

منبع: بی بی سی

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

📛 تاسو د کاپي کول اجازه نه لری!
محتوای این وب‌سایت محفوظ است. لطفاً بدون اجازه، آن را کپی نکنید.