ډاکټر خپلواک
بوره د مدافعيت نظام کمزوری کوي
د بوري تر اندازې زیات استعمال له ناروغيو څخه د دفاع له پاره د انسان د بدن د مدافعيت نظام کمزوری کوي. تر بورې خوړلو وروسته د انسان د بدن هغه قوت چي مضر مکروبونه وژني تر ۴۰ سلنې پوري کمزوری کيږي.
بوره د الزايمر ناروغۍ امکانات زياتوي
په ۲۰۱۳م کال کي د تر سره سوي يوې څېړني پايلي ښيي چي د بورې زياتوالی نه يوازي د شکري ناروغۍ د ژر رامنځته کيدو لامل کيږي، بلکي د بورې زيات اسعتمال د فشار او په همدې شان د عصبي ناروغيو لکه الزايم سبب هم ګرځي.
بوره د سرطان ناروغۍ ګواښ ډېروي
بوره د سرطان د حجرو د ودې له پاره کارول کيږي. د هاورډ ميډيکل سکول د کارپوه، ليويس کانتلي په مشرۍ يوې نړيوالي څېړني وښودل چي بوره د خطرناکه سرطان د حجرو په وده کي مرسته کوي.
بوره ځيرکتيا ته زيان رسوي
د بورې تر اندازې زیات استعمال د انسان پر حافظه يا د په ياد ساتلو پر قوې منفي اغيز کوي. د يوې څېړني د پايلو له مخي هغه انسانان چي زیاته بوره استعمالوي د کمه بوره استعمالوونکو په پرتله کمزوره حافظه او کمه ځيرکتيا لري.