د نن زمانې یوه مهمه اړتیا د یوایسبي کارول دي. ډېر شخصي مواد مو تاسې کولای شئ د همدې یوایسبي په وسیله ولېږدوئ او یا یې هم وساتئ.
د یوایسبي بېلابېل ډولونه به مو لیدلي وي، خو په سرخط کې به نن له داسې یوې بېلګې سره اشنا شئ چې شاید درته نوې وي.
ټایمز اف انډیا لیکي، بازار ته د یوایسبي داسې ډول راغلی چې له هارډ ډرايو، کمپیوټر او یا هم ټلېفون څخه ۲۰ Gbps په سرعت ډیټا ځان ته لېږدوي.
دا یوایسبي د هر ډول موادو لېږد، کاپي او یا هم ذخیره کولو وړتیا لري او په ثانیو کې دا کار کوي.
د دې یوایسبي د کاپي او یا هم مواد لېږدولو رفتار په یوه ثانیه کې ۲۰ګېګا بایټس دی.
دا یوایسبي به تر راتلونکيو ۱۸۸ اوونیو همدلته په افغانستان کې هم اخيستلای شو.
سرخط ورځپاڼه