د حجـاب حـکم، شرطـونه او ګټې

حسان مجاهد

دحجاب پېژندنه:
حجاب هغه پوښ دی چې د یوې مسلمانې ښځې بدن پټ کړي او د پردیو نارینه وو له نظر څخه یې خوندي وساتي.

د حجاب حکم:
الله تعالی فرمایي: ژباړه: ای پېغمبره!«ص»
خپلو مېرمنو او لوڼو او د مؤمنانو ښځو ته ووايه چې پر خپل ځان د خپلو ټكريو پلوونه خواره کړي. دا ډېره مناسبه کړنلاره ده، تر څو چې هغوی(په پرده سره) وپېژندل شي او ونه ځورول شي. الله تعالی ښه بښونکی او مهربان دى. [سُوۡرَةُ الاحزَاب : 59] په صحیح بخاري کې له عایشې رضی الله عنها څخه روایت دی چې وایي:
الله دې د مهاجرو په ښځو رحم وکړي، کله چې الله تعالی دا آیت نازل کړ: {وَلْيَضْرِبْنَ بِخُمُرِهِنَّ عَلَى جُيُوبِهِنَّ}
نو هغوی خپلې څادري وشلولې او ځانونه یې پرې وپوښل.

حافظ ابن حجر رحمه الله وایي: یعنې خپل مخونه یې پټ کړل.

علامه ابن نجیم وایي:
«د قاضي خان په فتاوی کې راغلي چې دا مسئله ښيي چې ښځه باید د اړتیا پرته خپل مخ د پرديو خلکو لپاره لوڅ نه کړي.»
دا مطلب څرګندوي چې د پردیو خلکو په شتون کې ښځې ته خپل مخ پټول لازم دی.
«المنتقى» کې هم ویل شوي چې «ځوانه ښځه باید د خپل مخ ښکاره کولو څخه منعه شي، تر څو فتنه رامنځته نشي.

په «الدر المختار، کتاب الصلاة» کتاب کې لیکلي:
ژباړه: له لمانځه پرته د پرديو سړیو پر وړاندې د ښځې ټول بدن عورت دی، پرته له مخ او لاسونو څخه، خو زموږ په زمانه کې د فتنې د وېرې له امله، مخ او لاسونه هم باید پټ کړي.

د حجاب شرطونه:
په «الموسوعة الفقهية» او «عودة الحجاب» کتابونو کې د حجاب اړوند یو شمېر شرطونه ذکر شوي لکه:
١_ حجاب باید په خپل ځان کې ښایسته او رنګین نه وي، چې د خلکو پام ورته را اوړي بلکې حجاب باید ساده بڼه ولري.
٢_حجاب باید ضخیم(پنډ) وي او دومره نازک باید نه وي چې د بدن رنګ او پوستکی ترې ښکاره شي؛ ځکه چې د لباس هدف د فتنې کمول دي، او دا یوازې په پنډ لباس کې ممکن دی.
٣_حجاب باید پراخ او له بدنه بېل وي، دومره تنگ او چسپ نه وي چې اندامونه څرګند کړي؛ تنگ لباس، که څه هم د پوستکي رنګ پټوي، مګر د بدن شکل څرګندوي چې دا د نارینه‌وو نظر راجلبوي.
٤_ حجاب باید خوشبو نه وي؛ ځکه د ګڼ شمېر احادیثو له مخې ښځې باید کله چې له خپلو کورونو وځي، خوشبو ونه کاروي.
٥_ حجاب باید د نارینه‌وو لباس ته ورته نه وي؛ ځکه د صحیح احادیثو له مخې، هغه ښځه چې د نارینه‌وو لباس ته ورته لباس اغوندي، ملعونه بلل شوې ده.
٦_حجاب باید د کافرانو سره مشابه نه وي؛ اسلامي شريعت دا قاعده ټاکي چې مسلمانان، نارینه او ښځې، باید له کافرانو سره په عباداتو، جشنونو او ځانګړو جامو کې مشابهت ونه لري.
٧_ حجاب باید د الله تعالی لپاره وي، نه د فخر او شهرت لپاره؛ ځکه ابن عمر رضي الله عنه روایت کوي چې رسول الله«ص» فرمایلي: «که څوک د شهرت لباس واغوندي، الله تعالی به هغه ته د ذلت لباس په قیامت کې ورکړي او بیا به یې جهنم ته ولېږي. [ رواه ابوداود]

د حجاب دیني ګټې
١_حجاب د الله او د هغه د رسول (ص) اطاعت او د ایمان نښه ده.
٢_حجاب له ناوړه ارادو څخه د ښځو او نارینه وو زړونه پاکوي.
٣_ حجاب عفت دی او د هغه پاکو ښځو نښه ده چې د شکوکو څخه لیرې وي.
٤_ حجاب حیا ده او حیا د ژوند یوه برخه او د انسان فطرت دی.
٥_ حجاب د انسان له غیرت سره تړاو لري، چې دا غیرت د ښځې د ساتنې لپاره یو مهم ګام دی.
٦_ حجاب د عفت، احتشام، حیا او غیرت په څېر ښو اخلاقو ته وده ورکوي.
٧_ حجاب د شیطاني خیالاتو مخه نیسي او حجاب د اجتماعي خوندیتوب لپاره مهم دی، چې د بدو خیالاتو او وسوسو مخه نیسي.
حجاب نه یوازې د دیني اطاعت نښه ده، بلکې دا د ایمان، حیا، غیرت، او عفت سمبول هم دی. دا ښځې او نارینه دواړو ته د زړونو پاکوالي، اخلاقو لوړتیا او اجتماعي خوندیتوب لپاره مهم دی.

د حجاب روغتیایي ګټې
١_ د ویښتانو ساتنه:
حجاب د ویښتانو لپاره یوه مهمه خوندیتوب دی. څېړنې ښیي چې د هوا جریان او مستقیم لمر د ویښتانو نرمښت او رنګ له منځه وړي.

۲_ د ځان، باور او احساس امنیت:
د «Westminster» پوهنتون یوې څېړنې ښودلې چې محجبه(پرده داره) ښځې د احترام او امنیت احساس لري. محجبه ښځې د خپل وزن او ظاهري بڼه په اړه کم اندېښنه لري او په فیشن کې لږ مصرف کوي.

۳_ د پوستکي سرطان مخنیوی:
څېړنې ښیي چې په لوېدیځو هېوادونو کې د پوستکي سرطان زیات دی، چې دا د ښځو د بدن مختلفو برخو د لمر وړانګو سره د زیات تماس له امله رامنځته کېږي. ډاکټران سپارښتنه کوي چې ښځې باید د خپل بدن برخې پټې وساتي تر څو د دې خطرناک ناروغۍ مخه ونیسي.

۴_د لمر خطر:
په ۲۰۱۵ م کال کې یوې نوې څېړنې ښودلې چې بالغې ښځې د لمر له خطرناکو وړانګو سره زیات خطر لري،نو ښځې باید د بلوغ وروسته احتیاط وکړي او حجاب ته ژمنې شي.
پایله دا چې حجاب نه یوازې دیني ارزښت لري، بلکې د ګڼ شمېر صحي ګټو یوه لړۍ هم لري.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

📛 تاسو د کاپي کول اجازه نه لری!
محتوای این وب‌سایت محفوظ است. لطفاً بدون اجازه، آن را کپی نکنید.