د پوستکي د ښکلا لپاره ګیلسرین وکاروئ

 په ژمي کې د پوستکي د ښکلا لپاره ګیلسرین وکاروئ . د ژمي په موسم کي د پوستکي د روغتيا او ښُکلا ساتلو لپاره بېلابېل کریمونه او لوشن کارول کېږي ، خو د دې پر ځای چې پوستکي ته ګټه ورسوي تاوان هم ورته رسوي .

 د ګیلسرین استعمال د پوستکي د روغتيا او ښکلا ساتنې لپاره د پېړیو پخوانۍ نسخه ده ، خلکو به له غسل وروسته یا د شپې له وېده کېدو وړاندې پر مخ ، لاسونو او پښو استعمالول ، چې د پوستکي د روغتيا او ښُکلا ساتنې سربېره به یې نورې ګټې هم لرلې .

د ژمي په موسم کي د بدن پوستکی وچېږي ، چې ورسره پوستکی چاودېږي او سوځي ، ګیلسرین په عام ډول پوستکی له وچوالي ساتي ، خو د پوستکي په ښکلا او تازه ساتلو کې هم خورا ګټور دي ، دلته یې ګټې ولولئ :

1⃣ پوستکی سپینوي .
2⃣ خشکي له منځه وړي .
3⃣ د مخ دانې ختموي .
4⃣ مخ روښانه او ښکلی کوي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

📛 تاسو د کاپي کول اجازه نه لری!
محتوای این وب‌سایت محفوظ است. لطفاً بدون اجازه، آن را کپی نکنید.