د توحيد تعريف :
د توحيد لغت د «وحد ، يوحد ، توحيدا» له مصدر څخه دی چې لغوي معنی يې افراد (يوازې) دی .
د شريعت په اصطلاح کې توحيد د الله سبحانه وتعالی افراد او يوازېوالی په هغه څه کې چې رب تبارک و تعالی ته خاص دي ، کوم چې رب تبارک وتعالی ته خاص دي ربیوبيت ، الوهيت ، اسماء او صفات دي .
په لنډ ډول ويلای شو ، توحيد په لغت کې افراد (يوازېوالی ) او په اصطلاح کې توحيد د الله تعالی افراد په ربوبيت ، الوهيت ، اسماء او صفاتو کې .
چې د توحيد د اقسامو بيان به وروسته راشي .
د توحيد اهميت
لومړی اهميت:
اصلاً د انسانانو او جنياتو د پيدايښ هدف دا دی چې يوازې الله سبحانه وتعالی ته عبادت وکړي او د هغه (جل جلاله) سره هيڅ شی شريک نه کړي .
لقوله سبحانه وتعالی :[وَمَا خَلَقْتُ الْجِنَّ وَالْإِنسَ إِلَّا لِيَعْبُدُونِ] (الذاريات: ۵۶ ) .
ژباړه : او نه مو دي پيدا کړي پيريان او انسانان مګر دا چې عبادت وکړي زما .
رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي : «حق الله علی العباد أن يعبدوه و لا يشر کوا به شيئا» (متفق عليه)
ژباړه : د الله تعالی حق پربنده ګانو دا دی چې د هغه عبادت وکړي او له هغه سره څوک شريک نه کړي .
د پورت آيت او حديث اهداف :
۱- يوازې د الله سبحانه وتعالی د عبادت کولو وجوب ، د [إِلَّا لِيَعْبُدُونِ] څخه مطلب خاص الله سبحانه وتعالی ته عبادت کول او په عبادت کې د هغه سره د هيڅ شي شريک نه نيول ، پس عبادت همدې ته وايي چې خاص الله تعالی لره وي ، که د لغير الله لپاره وي يا غير الله پکې شريک وي هغه عبادت نه بلل کيږي .
۲- دا چې الله سبحانه وتعالی د مخلوق د خلقت او عبادت څخه بالکل غني او بې پروا دی ځکه الله تعالی خالق دی او دوی مخلوق ، او مخلوق خپل خالق ته احتياج دی .
چې د پورته آيت وروسته متصل داسې فرمايي :[مَا أُرِيدُ مِنْهُم مِّن رِّزْقٍ وَمَا أُرِيدُ أَن يُطْعِمُونِ] (الذاريات: ۵۷).
ژباړه : او اراده نه لرم زه له دوی څخه د هيڅ زرق روزی ( ما لره او ځانونو خپلو ته ) او اراده نه لرم زه ددې چې طعام راکړي ما لره .
اوفرمايي :[اعْبُدُوا رَبَّكُمُ الَّذِي خَلَقَكُمْ وَالَّذِينَ مِن قَبْلِكُمْ لَعَلَّكُمْ تَتَّقُونَ * الَّذِي جَعَلَ لَكُمُ الْأَرْضَ فِرَاشًا وَالسَّمَاءَ بِنَاءً وَأَنزَلَ مِنَ السَّمَاءِ مَاءً فَأَخْرَجَ بِهِ مِنَ الثَّمَرَاتِ رِزْقًا لَّكُمْ فَلَا تَجْعَلُوا لِلَّهِ أَندَادًا وَأَنتُمْ تَعْلَمُونَ] (البقرة: ۲۱، ۲۲).
ژباړه: عبادت وکړئ د هغه رب چې تاسې او له تاسې څخه مخکې ټول خلک يې پيدا کړي دي ، تر څو تاسې پرهيزګاران شئ .
هغه ذات چې ستاسو لپاره يې ځمکه وغوړوله ، آسمان يې چت جوړ کړ او له پاسه يې اوبه را ښکته کړې ، په اوبو سره يې ستاسې د خوراک لپاره ډول ډول مېوې را وښکلې . نو بايد تاسې هم له الله پاک سره نور څيزونه برخه من ونه ګرځوئ .
نو هغه کسان چې د بتانو ، احجارو (ډبرو) او بشر عبادت کوي او د هغوی نه د خير او د ضرر د دفع کولو ، د مشکل حل کولو ، او د زړه د سکون او اطمنان او نور څه اراده لري هيڅکله به مطلب ته و نه رسيږي بلکي دا هر څه الله تبارک وتعالی لره دي ( د مشکل حل ، نفع او ضرر …) .
۳- لکه مخکې مو چې وويل د انس او جن عبادت کولو ته الله سبحانه وتعالی هيڅ اړتيا نلري بلکي دا عبادت کول د هغوی د خپل ځان په ګټه دی .
الله سبحانه وتعالی د خپل را ليږلي اسلامي شريعت په وسيله خلكو ته د هغي كارونو لارښوونه كوي چې د دوي د دنيا او آخرت كټه ورپكې وي، او دهغه كارونو نه ئي ډاروي او ويروي چې ددوی دين او دنيا ته زيان رسوي .
…………………………………………………………………………………………………………………………………………
که تاسو غواړئ چې علمي او تحقیقاتي لیکنې او مقالې مو په دعوت نیوز کې خپرې شي نو لاندې لینک کیکاږئ او مونږ ته په انلاین بڼه خپله لیکنه را واستوئ؛
https://dawatnews.com/submit-article/
شرعي پوښتنه:
که کومه شرعي پوښتنه لری دمهربانی له مخې لاندې فورم ډک کړی او خپله پوښتنه ثبت کړئ.