لیکنه: ایمل فهیم
جـامـد او نیمه جامـد قـیـرونه :
دغـه قـیـرونه مستقـیماً د نـفـتی پاتـی شونـود اختـلاط څخه پـه لاس راځی .
مایـع قـیـر:
مایـع قـیـر د قـیـر مخلوط یـا یـو مـناسب محلـل دی. څرنګـه چی د دغه ډول قـیـرونو لـزجیـت د انحلال په نتیجـه کی کمـښت پـیـدا کـو ی ، دهغـه څخه دګـټـی اخیستنی امکـان دګـرمولوڅخه بغـیـر ممکن دی (په سـړک رغـونه کی) . د محلـل د ګـتی اخستینی د ډول په نظـرمایع قـیـر په دریـو برخـو تـقـسیم کـیـږی .
ژراخـیستونکـی قـیـر(Rapid Curing):
په دغـه ډول قیـرونو کی محلـل دسپک ډول څخه دی او دګـټی اخیستنی پـرمهـال په سرعـت سره تجـزیه کـیـږی او د قـیـر یـوه کـړۍ (لایـه) بـاقی پـاتی کـیـږی .
نـیم اخـیستـونکـی قـیـر(Medium Curing):
په دغـه حالـت کی د نـفـت محلـل سپـیـن یا ریـاکـتـیف دی چی تجـزیه یـي چنـدان تـیـزه نـه ده ځکـه چي قـیـرډیـرلختـه کـیـږی .
وروسـتـه اخیستـونکـی قـیـر(Slow Curing):
په دغـه ډول قـیـرونو کی د وروستـه تبخـیـر محلـلونو لکـه گـازوئـیـل(ډیـزل) څخه ګـټه اخـیستل کیـږی . [23]
15.1- ایمـلـشنـی قـیـرونـه
ایمـلـشنـی قـیـر د قـیـر، اوبـواوایـمـلشن کـوونکـی مـادی د مخلوط څخه عـبارت دی . په دغـه مخلـوط کی قـیـر دکوچـنـیو ذراتـو په شکــل په اوبو کی معلـق وی چی نتیجه کی پایـداره امیـلشن لاسته راځی . امـیلشـن کـوونکـی ماده دالکـټـریکـی قـواوو په مـینځتـه راتـګ سره د قیـرد ذراتو په چاپیـریال کی هغـوی یو د بـل سره د نښلـیـدو مانـع ګـرځي . امیـلـشن قـهـوه ای رنګـه مایـع قـیـردی چي د تـودوخی دګـټـی اخیـستنی څخه بغـیـرپه کــار وړل کـیږی .
د امـیلـشن ماتـیـدل داوبود تبخیـرپه واسطـه یا د الکـټـریکی قـواوو دخنثی کیـدو په نتیجه کی منځتـه راځـی د ایمـلـشن د لـمنځـه تلـلو سره پـه قـیـرکـی نازکـه حلـقـه په هـمغه سطـح باقـی پاتـي کـیـږی.
ایملـشنـونه د مساحـت د ډولونو له نظـره او د الکـټریکی قـوو د مینځته راتګ سره دامـیلشن کـوونکـی مـادی ډول توپـیـر کـوی . چی کـیدای شی د امیـنی مالګـو ، غــوړ تیـزابی صابـونـونـو او د خټی رس (الـموسلیکاتnSiO2mAl2O3xH2O ) څخه ګـټه واخـیستل شـی .
د امـیلشن د جـوړولو لـپاره قیـرګـرمـوی اوپـه اوبو کی پاشـل کیـږی تـرڅود قـیـردانی یـو د بـل سره ونه نښلی اوهغه ته پـورتـه اضافـه ګـی ورعــلاوه کـیـږی .
امـیلـشن په سـړک رغـونه کی خـورا زیات استعـمالـیـږی . په دی طریـقــی سره چـی د تـیـږو دانی امـیـلشن تـه اچــول کیـږی اوهغـه ښـه مخلـوط کـوی او د لګـښت ځای ته یي رسوي او د سـړک پرمخ يـي اچـوي .
پـه امیلـشن کی موجـوده اوبه دهـوا سره دمجاورت پـه اثـرمتصاعـد کـیـږی او د قـیـر کوچنی ذرات د دانو په شا اوخوا کـښینی اوهغـوی یود بل سره نښلـوی .
د امیلـشن څخه په هغـو ځایـونـو کی چي ونـه غـوښتـل شی چي قـیـر ګـرم کـړی استفاده کیږی . د قـیـرد امیلـشن څخه په هغـه ځایـونـو او محلـولـونـو کی چه رطـوبت یی زیـات وی ګـټـه اخـیستـل کـیـږی.
16.1- د قـیـر د امیلـشن ماتـیـدل
د قـیـر دامیلـشن داوبوتـبخیـراود تیـږو په دانـو باندی د قـیـرکیـنـاستـلـو ته د امـیلـشن ماتـیـدل وایـی . دامـیـلـشن د مـاتـیـدلو د وخـت مـوده د لګـښت څخه وروستـه دهغـه د با آهـمیـته مطالـبو څخه شمـیـرل کیږی .
د امـیلـشن دماتـیـدو وخت دقـیـرډول ، د ډبـریـني مصالـح جنـس ، دلګـښت د چاپـیـریال تـودوخی او د لګـښت د محل درطـوبـت درجي پوری اړه لـری لکـه کـه چـیـری لګـښتی مصالـح د ماتـیـدو زیـات خاصیـت ولـری اویا کـه چیـری د لګـښت محیـط ګـرم وی او په سلـو کی دهــوا نـم زیات نه وی د ایملـشن اوبه ژر تبخـیـر کـیـږی اوپه نـتـیجه کی ایمـلشن ژر مـاتـیـږي .
17.1- د امـیلـشنی قـیـرونو څخه د ګټی اخیستنی ځایونه
امیـلشن مختلـف ډولـونه لـری . لکه اسیـدی امـیلـشن ، القـلی امـیلـشن ، پـایـدار یا په ځنـډ ماتـیـدونکی امـیلـشن اونـاپـایـدار یا ژر ماتیـدونکی امیـلـشن چي هــریـو یی د استعمال دځایـونـو په نظـرټـاکـل کـیـږی . معمولاً تـیـزو کـارونو او فـــوری اسفالـټونو اویا دسـړکـونو د لکه نـیولو لـپاره دامیلشن قیرڅخه ګټه اخیستل کیږی .
18.1- د قـیـرڅخه د ګـټـی اخیـستـنی ځایـونه
جامـد قـیـرونه د اوبو د نفوذ څخه د مخنیوی په وجـه اوهـمـدارنګه د حرارتـی عایـقـونو پـه نـم ، داوبـو نلـونو د جـوړولـو ، لاستـیـک ، رنـګ ، کیـبـل اوداسی نورو کـی په کـاروړل کـیږی . مایـع قـیـر څخه پـه سـړک رغـونه کی ګـټـه اخیستل کیـږی چي ډولونه او اقـسام یی مخکی توزیح شـول .
د قـیـرونو امیلشنونه دساختمانی مصالح د تهیي ، د ساختمانونو د پوښښ ، د خـاوری د تـثـبـیـت اوهمدارنګـه د سـړک په رغـونه کی هم استعمالـیـږی . قـیـرد ګټـی اخـیستنی زیات مـوارد لـری .