لیکنه: عظمت الله احمدی
Sanitary Sewer System (بد رفت سیستم)
هغه سیستم ته ویل کیږي چي فاضله اوبه د تعمیر څخه باسي او سیپټیک ټانک ته یي ردوي. دا چي زمونږ بحث په شخصي ودانیو باندي دی نو دا به ډیره مشکله وي چه نظر دساحی او یا هم امکاناتو دمحدودیت په سبب د سپټیک ټانک نه علاوه نور سیستمونه هم جوړ کړای شي. دا چي یوازي سیپټیک ټانک جوړیږي نو باید یوازي دبدرفت (کموډونو) اوبه سیپټیک ټانک ته ردشي او د دست شوی، شاور، پاشوی، کالیو مینځلو او نورو فاضله اوبه په لاره کي موجود لښتي او یا هم بلي شبکي ته ردشي.
1- سییپټیک ټانک باید په درست ډول جوړ او عایق کاري شي، تر څو یي اوبه ځمکي ته جذب نشي او د ځمکي لاندي اوبو د خرابتیا سبب نشي.
2- په هڅ صورت باید د یدرفت سیستم پیپونه له ۴ انچ څخه کم نه وي، او له ۹۰ درجي ایلبو (کوږ نل) نه اسفاده ونشي.
3- باید دیخ بندان نه لاندي په ځمکه کي خښ کړای شي
4- سرعت یی باید حداقل ۰،۶ متر پر سیکنډ وي یا هم حد اقل ۱ فیصد میل ولري، له اندازي زیات میلان ددي باعث کیږي چي اوبه لاړي او فاضله مواد په پایپ کي پاتي شي او یا هم دومره کم شي چي پایپ د موادو د انتقال توانای ونلري.
5- په شبکه کي د پایپ د قطر په تغیر سره، د مسیر په تغیر سره، له ۱۲۰ متره څخه د فاصلي د زیاتیدو په صورت کي منهول ته ضرورت ده
6- منهول باید د ځمکي له سطحي نه ۵ سانتي متره پورته وي، له بیرون نه ورته اوبه داخلی نشي، که چیرته یی عمق زیات وي باید زیني ورکړل شي، او همدارنګه دخولي پایپ باید له خروجي پایپ نه پاس وافع وي.
7- کلین اوټ ( دشبکي پاکونکی) باید د تعمیر اوبیرون شبکي د اتصال په نقطه کي ورکړل شي تر څو د شبکي د بندیدو په وخت کي پاکونکي راډ پایپ ته داخل شي او ددي کار لپاره له ۴۵-۴۵ او یا هم ۳۰-۶۰ درجي ایلبو (کوږ نل) نه استفاده کیږي.
8- د بدرفت لپاره باید پایپونه حد اقل سکیجول ۴۰ وي
9- دبدرفت سیستم ټولو نصب کیدونکو اسبابو سره باید سیفون یا پی ټرپ نصب شي تر څو د له سیستم نه د پورته کیدونکي بوي ممانعت وشي. په سیفون کي د ولاړو اوبو جګوالي باید حد اقل ۵ سانتي متره وي
څرنګه چي دا د ځمکي لاندي کار ده نو باید ډیر په دقت سره تر سره شي او بیا په صحیح ډول ټیسټ شي، د خرابي دموجودیت په صورت کي د زیاتو مشکلاتو دمینځ ته راتلو سبب کرځي چي بیا یي رغول ډیر کارته اړتیا لري.
لیکیج (څڅیدني ) ټیسټ:
د اټیسټ د سیپټیک سیستم لپاره ترسره کیږي په دي سیستم کي ټول پایپونه د سرپوښونو په واسطه بندیږي، او د پایپ اخر سر ۳ متره پورته کیږي او بیا د اوبو په واسطه ډکیږي، وروسته له ډکیدو داوبو لیول نښه کیږي او د ۲ ساعتونو لپاره پریښودل کیږي که چیر داوبو لیول تغیر نه وي کړی نو سیستم روغ ده او کوم لیکیج نلري